Connect with us

تازه خبرونه

د سولې عالي شورا ځینې غړي خپله ګټه د افغانستان د جګړې په دوام کې ګوري

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

SULH_17_01_2015_PASHTO_

یوه کمیټه چې خلکو سره د سولې په اړه خبرې کوي وایي؛ د سولې د عالي شورا ځینې غړي خپله ګټه د افغانستان د جګړې په دوام کې ګوري.

د سولې په اړه د خلکو د غږولو د کمیټې غړي وایي، چې که د سولې عالي شورا په جوړښت کې بدلون را نه شي، تر ۱۳ راتلونکو کلونو به افغانستان سولې ته لاس رسی ونه مومي؛ خو د سولې د عالي شورا سلاکار دا تور ردوي.

مدني فعالانو او د بشر د حقونو خپلواک کمیسیون په وروستیو ۳ کلونو کې د ۱۸۹ ناستو له لارې موندلې چې د نامسوله وسلوالو د بې وسلې کولو لپاره د دولت نه هڅې، پراخ اداري فساد، د قانون نه تطبیق او مجرمینو ته د سزا نه ورکول هغه څه دي چې افغانستان کې یې د جګړې اور ته لمن هواره کړې ده.

هغوي همدا راز د سولې لپاره د لارې نقشه چې لس مادې لري، وړاندې کړې او په کې ویل شوي چې د سولې د عالي شورا ځینې غړي خپله ګټه د جګړو په دوام کې ویني.

فهیم حکیم د سولې په اړه د خلکو د غږولو د کمیټې غړی وایي:

خلکو مونږ ته وویل چې تاسو د سولې په عالي شورا کې داسې کسان شامل کړئ چې په سولې باور ولري. دا مهال د سولې په عالي شورا کې ځینې داسې کسان شته چې له بده مرغه په سوله نه؛ بلکې د جګړې په دوام کې خپلې ګټې ګوري.

خو د سولې د عالي شورا د بهرنیو چارو سلاکار محمد اسماعیل قاسم یار دا خبرې ردوي او وایي چې دا یوه ادعا ده چې پایه او بنسټ یې خپله هم نه دی ویلی، او مونږ هم نه دي لیدلي او وایي؛ زمونږ خلک آزاد دي چې د مسایلو په اړه نظر ورکړي.

د سولې په اړه د خلکو د غږولو د کمیټې غړي وایي، خلک د دولت دننه د بل دولت جوړولو او سیمه ییزو چارواکو له چلند سخت ناراضه دي. دوی موافق دي چې نړیوالې ټولنې په ۱۳ کلونو کې د سولې لپاره لازمې هڅې نه دي کړي او څو پورې چې د سولې د عالي شورا په تشکیلاتو کې پراخ بدلون را نه شي، افغانستان به سولې ته لاس رسی ونه مومي.

د سولې په اړه د خلکو د غږولو د کمیټې غړی حیات الله حیات زیاتوي:

د سولې د عالي شورا ساختاري بڼه چې نن شتون لري، که په همدې ډول پاتې شي، مونږ به تر ۱۳ راتلونکو کلونو هم سولې ته ونه رسیږو.

 

Advertisement

تازه خبرونه

جاپان د افغانستان له سیلاب ځپلیو سره د بېړنیو مرستو ژمنه وکړه

Published

on

(Last Updated On: غویی ۲۷, ۱۴۰۳)

په افغانستان کې د جاپان سفارت د پنجشنبې پر ورځ په ډاګه کړه، چې د افغانستان د شمال له سیلاب ځپلیو خلکو سره به بېړنۍ مرستې وکړي.

د سفارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ دا مرستې به د جاپان د نړيوالې همکارۍ ادارې (JICA) له لارې د سره صليب او سرې مياشتې ټولنې (IFRC) او افغاني سرې مياشتې ټولنې (ARCS) پر همکارۍ ترسره شي.

دا مرست خیمې، کمبلې او نور اړین توکي رانغاړي.

په یادې خبرپاڼه کې راغلي؛ جاپان پرېکړه کړې، چې ډېر ژر به د افغانستان د سيلاب ځپلیو خلکو د مرستې لپاره بېړنۍ مرستې وکړي. مونږ تل د افغانستان د خلکو تر څنګ ولاړ یوو.

دغه راز د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) ویلي، چې په بغلان، بدخشان او تخار ولایتونو کې د سختو بارانونو او سیلابونو له کبله ۸ زره ۹۷۵ کورونه ویجاړ شوي او یا هم زیانمن شوي دي.

روسیې هم د اړتیا په صورت کې د مرستې ژمنه کړې ده.

دا په داسې حال کې، چې د اسلامي همکاریو ټولنې (OIC) هم له اسلامي هېوادونو او مرستندویه ټولونو غوښتي، چې د افغانستان له سیلاب ځپلیو سره مرسته وکړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د ترکیې سفیر د افغانستان سیلاب ځپلیو ته د ۶۷۰ ټنو مرستې اعلان وکړ

Published

on

(Last Updated On: غویی ۲۷, ۱۴۰۳)

په کابل کې د ترکیې سفیر د اقتصاد وزارت له چارسمبالي سره په کتنه کې څرګنده کړې، چې سبا (جمعه د غویی ۲۸ ) ته به د افغانستان د وروستیو سیلاب ځپلیو لپاره د لومړنیو توکو څه باندې۲۰ ټنه مرسته راولېږدول شي.

د اقتصاد وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ جنګ اونال له دین محمد حنیف سره په کتنه کې له ترکیې څخه د ۶۵۰ ټنو نورو بشري مرستو له رالېدولو هم خبر ورکړی، چې په کې خیمې، خوراکي توکي، درمل، جامې او نور توکي شامل دي.

هغه دا ډاډ هم ورکړی، چې افغانستان ته به دا مرستې د اوسپنې‌پټلۍ له لارې د هرات تورغنډۍ بندر ته رادننه شي.

په دې کتنه کې دین محمد حنیف له دغو مرستو څخه د هرکلي تر څنګ ویلي، چې د ترکیې هېواد د تاریخ په اوږدو کې د افغانستان یو ښه دوست او همکار پاتې شوی دی.

Continue Reading

تازه خبرونه

ملګري ملتونه غواړي په افغانستان کې د ځمکو خړبولو لپاره سولري پمپونه ولګوي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۲۷, ۱۴۰۳)

د ریاست الوزراء اداري مرستیال عبدالسلام حنفي د سې شنبې پر ورځ ( د غویی پېنځه‌ویشتمه ) د ملګرو ملتونو د پروژې خدمتونو د دفتر (UNOPS) له اجرائیوي رییس جورج موریرا داسیلوا سره وکتل.

په دې کتنه کې جورج موریرا داسیلوا اداري مرستيال ته د خپلو تېرو هڅو او لاسته راوړنو په اړه معلومات ورکړل او څرګندوي؛ دا اداره غواړي، چې په افغانستان کې د سولري پمپونو پر لګولو د کرنيزو ځمکو د خړوبولو يوه نوې پروژه پيل کړي.

عبدالسلام حنفي د دې ادارې د فعالیتونو او لاسته راوړنو د ستاینې ترڅنګ ویلي، چې اسلامي امارت په افغانستان کې د (UNOPS) ادارې له هڅو ملاتړ کوي او د پروژو د پلي کولو لپاره یې لازمې اسانتیاوې برابروي.

ویل کیږي، چې عبدالسلام حنفي له ټولو نړیوالو مرستندویه بنسټونو وغوښتل، چې کروندګرو ته د کوکنارو د بدیل کښت او افغان ځوانانو ته د کار د زمینې په برابرولو کې همکاري وکړي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!