Connect with us

نړۍ

د سومالیا د موګادیشو په یوه هوتل کې لږ تر لږه ۱۲ کسان ووژل شول

خپور شوی

د

په سومالیا کې امنیتي چارواکو ويلي، د پلازمېنې موګادېشو پر یوه هوټل د الشباب وسلوالې ډلې په برید کې لږ تر لږه ۱۲ کسان وژل شوي دي.

پولیس وايي، وسلوالو لومړی د هوتل په دروازه کې دوې چاودنې وکړې او هوتل ته له ننوتو وروسته یې ډزې پیل کړې.

ویل کېږي، چې د پولیسو له لوري له دې هوتله لسګونه کسان په خوندي توګه ایستل شوي دي.

یوه ځايي چارواکي محمد عبدالقادر په دې اړه ويلي: امنیتي ځواکونه د هغو ترهګرو د له منځه وړلو هڅې کوي، چې د هوتل ودانۍ په یوه خونه کې ځای پر ځای شوي دي.

ډېری ملکي خلک له هوتله ایستل شوي؛ خو لږ تر لږه د اته ملکي کسانو وژل کېدل تائید شوي دي.

له دې مخکې د الشباب ډلې ته منسوبې یوې اوبپاڼې ادعا کړې، چې یو شمېر وسلوال یې حیات هوتل ته ننوتي او پرلپسې ډزې کوي.

دا هوتل د سومالیا فدرالي حکومت چارواکو د لیدنې، کتنې لپاره مهم ځای دی. مخکې د سومالیا امین امبولانس خدماتو ادارې مشر عبدالقادر عبدالرحمان رویترز خبري آژانس ته ویلي وه، نهه کسان په دې پېښه کې ټپیان شوي او له هوتله بهر ایستل شوي دي.

پر خواله رسنیو داسې ناتائید شوې کلیپونه خپاره شوي، چې له هوتله پورته شوي لوګي ښيي او ډزو غږونه په کې اورېدل کېږي.

رویترز راپور ورکړی،  چې د هوتل لویې برخې د جګړې له امله ویجاړې شوې دي.

الشباب ډله، چې د القاعده وسلوالو یو څانګه ده، له اوږدې مودې راپدیخوا له سومالیا فدرالي حکومت سره په جګړه کې ښکېله ده.

د سویلي او مرکزي سومالیا په ډېرو برخو کې دا ډله فعاله ده او هغو سیمو ته په نفوذ کولو کې هم بریالۍ شوې، چې د موګادیشو حکومت په کنټرول کې دي.

په دا وروستیو اوونیو کې د ایتوپیا او سومالیا د پولې په اړوند سیمو کې هم داسې بریدونه شوي، چې دې ډلې ته منسوبې بلل کېږي او دې چارې د الشباب نوې ستراتیژۍ په اړه اندېښنې راپورته کړې دي.

د SITE Intelligence Group، چې د جهادي ډلو بیانونه څاري د یوې ژباړې له مخې، د القاعدې سره تړلې الشباب ډلې د برید مسوولیت منلی دی.

الشباب له لسو کلونو راپدیخوا د سومالیا د حکومت د نسکورولو لپاره جګړه کوي.

رویترز راپور ورکړی، چې دوی غواړي د اسلامي قانون د سخت تفسیر پر بنسټ خپله واکمني جوړه کړي.

نړۍ

د جګړې په ډګر کې ۵۵ زره اوکرایني سرتېري ووژل شول – زیلینسکي

زیلینسکي دا څرګندونې له «فرانس ۲» ټلویزیون سره په مرکه کې کړي او څرګندوي: « د اوکراین د جګړې په ډګر کې د وژل شویو سرتېرو رسمي شمېر که مسلکي دي او که جبري خدمت کوونکي؛ ۵۵ زره کسان دی.»

Published

on

د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي ویلي، چې د روسیې پر ضد د جګړې له کبله د جنګ په ډګر کې د وژل شویو اوکرایني سرتېرو شمېر شاوخوا ۵۵ زره کسان اټکل شوي دي.

زیلینسکي دا څرګندونې له «فرانس ۲» ټلویزیون سره په مرکه کې کړي او څرګندوي: « د اوکراین د جګړې په ډګر کې د وژل شویو سرتېرو رسمي شمېر که مسلکي دي او که جبري خدمت کوونکي؛ ۵۵ زره کسان دی.»

نوموړي زیاته کړې؛ پر دې تلفاتو سربېره “ډېر خلک” په رسمي ډول اوس هم تري تم یا ورک دي.

زیلینسکي له دې مخکې د ۲۰۲۵ کال په فبرورۍ کې د امریکا د «ان‌بي‌سي» ټلویزیون سره په یوه مرکه کې د جګړې د تلفاتو یادونه کړې وه او ویلي یې وه، چې له ۴۶ زره څخه ډېر اوکرایني سرتېري د جګړې په ډګر کې وژل شوي دي.

Continue Reading

د هوا حالات

په جاپان کې د واورو د اورښت له کبله ۳۵۴ کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې

د اور وژنې او طبیعي پېښو د مدیریت ادارې د سې‌شنبې پر ورځ زیاته کړې، چې په تېرو دوه اوونیو کې د جاپان د سمندر په ساحل کې د درندو واورو له کبله لږ تر لږه ۳۰ کسان مړه شوي او ۳۲۴ نور ټپیان شوي دي.

Published

on

جاپاني چارواکو ویلي، چې د تېرو دوه اوونیو پر مهال په دغه هېواد کې د درندې او بې‌سارې واورې اورښت له کبله لږ تر لږه ۳۰ کسانو خپل ژوند بایللی او سلګونه نور ټپیان دي.

د اور وژنې او طبیعي پېښو د مدیریت ادارې د سې‌شنبې پر ورځ زیاته کړې، چې په تېرو دوه اوونیو کې د جاپان د سمندر په ساحل کې د درندو واورو له کبله لږ تر لږه ۳۰ کسان مړه شوي او ۳۲۴ نور ټپیان شوي دي.

د رسنیو د راپور له مخې؛ په مړو شویو کې یوه ۹۱ کلنه مېرمن هم شته، چې له خپل کور څخه بهر تر ۳ مټرو واورو لاندې شوې وه.

Continue Reading

نړۍ

پانګونې او ټیټې شوې بیې د امریکا اقتصاد ځواکمن کړ – ټرمپ

په راپورونو کې راغلي: هغه د داووس نړۍوال اقتصادي فورم ته خپل سفر د اقتصادي فرصتونو د پوره پراختیا لپاره مهم وباله.

Published

on

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هېواد پر اقتصادي ودې ټینګار کړی او څرګندوي، چې پانګونې او ټیټې شوې بیې د امریکا اقتصاد ځواکمن کړی دی.

په راپورونو کې راغلي: هغه د داووس نړۍوال اقتصادي فورم ته خپل سفر د اقتصادي فرصتونو د پوره پراختیا لپاره مهم وباله.

ډونالډ ټرمپ زیاته کړې؛ داووس ته روان دی او باور لري، چې دغه سفر به بریالی وي.

نوموړي ادعا کړې، چې امریکا تر بل هر وخت په ښه اقتصادي وضعیت ده.

هغه په دې اړه ویلي: « مونږ له ۱۸ټریلیون ډالرو ډېرې پیسې ترلاسه کوو؛ داسې څه مو مخکې ندي لیدلي او هیڅ بل هېواد هم دغه ډول وضعیت تجربه کړی ندی».

د امریکا ولسمشر همداراز ویلي، چې په هېواد کې بیې پر پراخه کچه راټیټې شوې دي.

ویل کیږي، چې په ډېرو سیمو کې د ګازو بیه تر ۱.۹۹ ډالرو پورې راټیټه شوې او دا یو داسې بدلون دی، چې «هیڅوک یې ساری نلري».

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!