Connect with us

سیمه ییز خبرونه

د سې شنبې پر ورځ په ژنیو کې د ایران او امریکا خبرې کیږي

نوموړي زیاته کړې، چې که امریکایي اړخ د بندیزونو د لرې کولو په اړه خبرو اترو ته چمتو وي؛ نو ایران چمتو دی، چې له امریکا سره اټومي هوکړې  ته د رسېدو لپاره ځینې امتیازات وړاندې کړي.

خپور شوی

د

د ایران بهرنیو چارو وزارت مرستیال  مجید تخت روانچي له بي بي سي سره په یوه مرکه کې ویلي، چې د ایران او امریکا د خبرو اترو دوه‌یم پړاو به د سې‌شنبې پر ورځ په ژنیو کې ترسره شي.

نوموړي زیاته کړې، چې که امریکایي اړخ د بندیزونو د لرې کولو په اړه خبرو اترو ته چمتو وي؛ نو ایران چمتو دی، چې له امریکا سره اټومي هوکړې  ته د رسېدو لپاره ځینې امتیازات وړاندې کړي.

مجید تخت روانچي دې خبرو اترو ته په نغوته(اشاره) ویلي؛ دوی هیله لري، چې د ډیپلوماسۍ له لارې یوې پایلې ته ورسیږي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ مونږ چمتو یوو، چې له واشنګټن سره د یورانیمو د غني کولو په اړه د ۶۰ سلنې په اړه بحث وکړو.

سیمه ییز خبرونه

عمان ایران ته د هرمز تنګي د ګډ مدیریت طرحه وړاندې کړه

رویټرز د خلیجي هېوادونو د یوه باخبره سرچینې او یوه لویدیځ ډیپلوماټ د څرګندونو له مخې راپور ورکړی، چې په دې طرحه کې د هرمز تنګي د ګډ مدیریت لپاره د یوه میکانیزم جوړول او له تېرېدونکو بېړیو څخه د داوطلبانه مالي مرستو ترلاسه کول شامل دي. د راپور له مخې، دا مرستې به اجباري نه‌وي او د سمندري خدمتونو، د چاپېریال ساتنې او د لټون او ژغورنې د عملیاتو پر لګښت به ولګول شي.

Published

on

 

عمان هغه طرحه ایران ته سپارلې، چې موخه یې نه یوازې د خلیج د همکارۍ شورا د غړیو هېوادونو د ملاتړ غوښتنه ده، بلکې په هرمز تنګي کې د کړکېچونو کمېدا او د نړۍ په دې اوبلاره کې د بېړیو پر آزاد تګ راتګ هم ټینګار دي.

رویټرز د خلیجي هېوادونو د یوه باخبره سرچینې او یوه لویدیځ ډیپلوماټ د څرګندونو له مخې راپور ورکړی، چې په دې طرحه کې د هرمز تنګي د ګډ مدیریت لپاره د یوه میکانیزم جوړول او له تېرېدونکو بېړیو څخه د داوطلبانه مالي مرستو ترلاسه کول شامل دي. د راپور له مخې، دا مرستې به اجباري نه‌وي او د سمندري خدمتونو، د چاپېریال ساتنې او د لټون او ژغورنې د عملیاتو پر لګښت به ولګول شي.

دغه راز یوه امریکايي چارواکي یو ځل بیا ټینګار کړی؛ واشنګټن د هرمز تنګي له لارې د بېړیو پر تګ هر ډول محصول یا فیس اخیستو مخالف دی او دا تنګی نړیواله اوبلاره ګڼي، چې باید د ټولو هېوادونو پر مخ له محدودیت او لګښت پرته پرانیستې وي.

همدارنګه د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې له ایران سره «مثبتې» خبرې روانې دي؛ خو خبرداری یې ورکړی، چې که خبرې ناکامې شي د ایران پر ضد به پوځي بریدونه بېرته پیل شي.

تهران بیا ټینګار کړی، چې له امریکا سره یې د خبرو د نوي پړاو غوښتنه نه‌ده کړې.

د راپور له مخې؛ ایران وړاندیز کړی، چې د هرمز تنګي د بېړۍ چلونې د ځینو لارو مدیریت د ایران او عمان ترمنځ ووېشل شي او د دې اوبلارې بشپړ کنټرول د هیڅ یوه هېواد په واک کې نه‌وي. ویل کېږي دا طرحه د مالاکا تنګي له اوسني میکانیزم سره ورته والی لري.

په همدې حال کې د خلیج د همکارۍ شورا د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په یوه مجازي ناسته کې د سیمې پر وروستیو بدلونونو او په هرمز تنګي کې د امنیت او د بېړۍ چلونې د آزادۍ د خوندي ساتلو پر لارو چارو خبرې کړې دي.

دغه راز ایراني دولتي رسنیو راپور ورکړی؛ د دې هېواد د وسله‌والو ځواکونو ګډې قومندانۍ هغه امریکايي وړاندیز رد کړی، چې له مخې یې د بېړیو د احتمالي زیان جبران د ایران له کنګل شویو شتمنیو څخه وشي.

ایران خبرداری ورکړی: هر هېواد یا شرکت، چې دا ډول میکانیزم ومني؛ د هرمز تنګي له لارې د تګ راتګ له محدودیتونو سره به مخ شي.

په ورته وخت کې د سرې بحیرې په سیمه کې هم ترینګلتیا روانه ده.

د یمن حوثیانو ادعا کړې؛ یوه سعودي تېل‌لېږدوونکې بېړۍ یې د بالسټیک توغندیو پر مټ ویشتې، چې که  تایید شي د انرژۍ د لېږد د لارو د امنیت په اړه اندېښنې به نورې هم زیاتې کړي.

په نړیوالو بازارونو کې بیا د امریکا له لوري د ایران پر ضد د هوايي بریدونو د درولو له اعلان وروسته د تېلو بیې راټیټې شوي او د برینټ تېلو بیه له پېنځه سلنې ډېره راکمه شوې ده.

Continue Reading

سیمه ییز خبرونه

سوریه له اسرائیل سره د امنیتي هوکړې په لټه کې ده ــ احمد الشرع

د الشرع دا څرګندونې په داسې حال کې راپورته کیږي، چې د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټرش سوریې ته سفر کړی؛ دا له ۲۰۰۹ز.کال راپدېخوا سوریې ته د ملګرو ملتونو د یوه سرمنشي لومړنی سفر دی.

Published

on

د سوریې ولسمشر احمد الشرع ويلي؛ د دې هېواد چارواکي هڅه کوي، چې له اسرائیل سره تلپاتې سولې ته ورسېږي.

احمد الشرع له الجزیرې شبکې سره په مرکه کې ویلي:«مونږ د څو هېوادونو په ګډون له اسرائیل سره د یوه امنیتي تړون د ترلاسه کولو لپاره هڅې روانې کړې دي.»

هغه زیاته کړې:« مونږ له اسرائیل سره له مخامخ ټکر ډډه کوو او دې ته لېوالتیا هم نه‌لرو. که له اسرائیل سره دغه امنیتي تړون پایلې ته ورسېږي، نو د یوې هر اړخیزې سولې لپاره به لار اواره کړي؛ پرته له دې، چې سوریه پر اشغال شویو جولان لوړو د خپل حق له دریځه تېر شي.»

جولان هغه سیمه ده، چې اسرائیل د ۱۹۶۷ کال د شپږ ورځنۍ جګړې پر مهال له سوریې نیولې وه او په ۱۹۸۱ کال کې یې ورسره یوځای کړه.

الشرع زیاته کړې:« مونږ د هر ډول مخامخ ټکر له رامنځته کېدا ډډه کوو.»

د ۲۰۲۴ کال په ډسمبر کې له هغې وروسته، چې د احمد الشرع پر مشرۍ یاغیانو د سوریې پخوانی ولسمشر بشارالاسد له واکه لرې کړ؛ اسرائیلي ځواکونو د سوریې خاورې ته پرمختګ وکړ او ځینې سټراټیژیکې سیمې یې ونیولې. اسرائیلي پوځ د سوریې دننه بې‌وسلې شوې سیمې ته هم داخل شو، چې د حرمون غره سوریایي برخه هم په کې ده او د دمشق ښار پر سر برلاسی لید لري.

له هغه وخت راپدېخوا اسرائیلي پوځ پر سوریه بریدونه کړي او د دغه هېواد له دننه یې یو شمېر کسان نیولي دي. اسرائیل همداراز د سوریې په سویل لویدیځ کې د دروز لږکي د ساتنې پر نوم په چارو کې لاسوهنه کړې ده.

د سوریې دولتي خبري آژانس «سانا» ویلي، چې د یکشنبې پر ورځ اسرائیلي ځواکونو د سوریې پر ځینو سیمو ډزې وکړې او د معریه کلي یو برښنايي ټرانسفارمر یې ویجاړ کړ، چې له کبله یې کورنۍ له برښنا بې‌برخې شوې.

د الشرع دا څرګندونې په داسې حال کې راپورته کیږي، چې د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټرش سوریې ته سفر کړی؛ دا له ۲۰۰۹ز.کال راپدېخوا سوریې ته د ملګرو ملتونو د یوه سرمنشي لومړنی سفر دی.

ګوټرش د ایکس په ټولنیزه شبکه کې د سوریې د حاکمیت، خپلواکۍ، ملي یووالي او ځمکنۍ بشپړتیا د درناوي غوښتنه کړې ده.

هغه ویلي:« د ۱۹۷۴ز.کال د ځواکونو د بېلتون له هوکړې څخه د اسرائیل سرغړونې د منلو وړ نه‌دي او باید

احمد الشرع، چې د سوریې د نړیوال انځور د ښه کولو هڅه کوي؛ تېر کال له ۱۹۶۷ز.کال راپدېخوا لومړنی سوریایي ولسمشر شو، چې په نیویارک کې یې د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په کارونو کې ګډون وکړ. د هغه حکومت هڅه کوي له نږدې ۱۴ کلنې جګړې او د اسد کورنۍ د لسیزو واکمنۍ له انزوا وروسته، نړیوالې اړیکې او کورنی اقتصاد ورغوي.

الشرع همداراز ویلي، چې حکومت یې په لبنان کې د پوځي لاسوهنې نیت نه‌لري.

نوموړي او د ایران ملاتړې لبناني ډلې حزب‌الله د سوریې د کورنۍ جګړې پر مهال د جګړې په بېلابېلو اړخونو کې ولاړ ول.

له دې مخکې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي وه، چې له احمد الشرع سره یې د حزب‌الله پر ضد د مبارزې په اړه خبرې کړې دي. ټرمپ په لبنان کې د ډېرو ملکي وګړو د وژل کېدا له کبله پر اسرائیل هم نیوکه کړې وه.

Continue Reading

سیمه ییز خبرونه

د ډیپلوماټیکو هڅو له چټکېدا سره امریکا پر ایران پوځي بریدونه ودرول

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي؛ واشنګټن له تهران سره خبرې روانې ساتي او هیله‌من ښيي، چې ایراني چارواکي د څو اوونیو له زیاتېدونکو نښتو وروسته د خبرو اترو په اړه «جدي» دي.

Published

on

 

امریکا پر ایران خپل پوځي بریدونه ودرول؛ ځکه د سیمې د پراخې شخړې د مخنیوي لپاره ډیپلوماټیکې هڅې چټکې شوي، خو په منځني ختیځ کې اوس هم حالت ترینګلی دی.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي؛ واشنګټن له تهران سره خبرې روانې ساتي او هیله‌من ښيي، چې ایراني چارواکي د څو اوونیو له زیاتېدونکو نښتو وروسته د خبرو اترو په اړه «جدي» دي.

د پوځي عملیاتو دغه ځنډ له نږدې دوه اوونیو سختو جګړو وروسته رامنځته شوی، چې د پراخې سیمه‌ییزې جګړې اندېښنې یې زیاتې کړې وې.

د راپورونو له مخې، سپینې ماڼۍ ډیپلوماسي ته لومړیتوب ورکړی؛ خو په سیمه کې یې د امریکا د سمندري ځواکونو د حضور له لارې پوځي فشار هم ساتلی دی.

سره له دې، چې ډیپلوماټیکې هڅې روانې دي؛ خو تاوتریخوالی له خلیج څخه بهر هم خپور شوی دی.

په یمن کې د حوثیانو غورځنګ د سرې بحیرې پر غاړه د سعودي عربستان د تېلو پر تاسیساتو بریدونه کړي، چې له کبله یې د انرژۍ مهم بنسټونه له ګواښ سره مخ شوي او د نړیوالو اوبلارو د امنیت په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي. دغو بریدونو د نړۍ د تېلو د زېرمو د لېږد د ګډوډېدا وېره هم زیاته کړې ده.

بل لور ته ایران اوکراین تورن شوي، چې په کسپین بحیره کې یې د دغه هېواد پر یوې سوداګریزې بېړۍ برید کړی او د اعتراض لپاره یې اوکرایني ډیپلوماټان احضار کړي دي. دې پېښې د سیمې په ترینګلي وضعیت کې نوی کړکېچ رامنځته کړی دی.

د سیمې د منځګړو هېوادونو له لارې ډیپلوماټیکې هڅې روانې دي، چې واشنګټن او تهران دواړه د پراخې جګړې د بیا پیل مخه ونیسي.

شنونکي خبرداری ورکوي، چې وضعیت اوس هم نازک دی او هره نوې پوځي پېښه د خبرو بهیر له خنډ سره مخ کولی شي.

دې شخړې اوس هم د نړۍ د انرژۍ پر بازارونو اغېز کړی او د هرمز تنګي له لارې د بحري تګ راتګ په اړه پرله‌پسې اندېښنې، چې د نړۍ له مهمو تېلو لېږدوونکو لارو څخه ده؛ حکومتونه او پانګه‌وال له نږدې څارنې ته اړ کړي دي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!


Warning: Undefined array key "slug" in /var/www/vhosts/ariananews.af/httpdocs/wp-includes/class-wp-theme-json.php on line 2117

Warning: Undefined array key "slug" in /var/www/vhosts/ariananews.af/httpdocs/wp-includes/class-wp-theme-json.php on line 2117

Warning: Undefined array key "slug" in /var/www/vhosts/ariananews.af/httpdocs/wp-includes/class-wp-theme-json.php on line 2117