Connect with us

نړۍ

د شمالي کوریا ځانمرګو سرتېرو اوکراین ته په جګړه کې نوی ننګونه رامنځته کړه

د اوکراین ځانګړو ځواکونو د دوشنبې پر ورځ په ټولنیزو رسنیو کې د عملیاتو خپاره شوي توضیحات ښیي، چې په روانه اوونۍ کې یې د روسیې په کورڅک سیمه کې له یوې جګړې وروسته د شمالي کوریا له ۱۲ ډېرو سرتېرو مړي ارزولي دي.

خپور شوی

د

د اوکراین ځانګړو ځواکونو ویلي په روانه اوونۍ کې یې د روسیې په کورڅک سیمه کې د شمالي کوریا لږ تر لږه د ۱۲ هغو سرتېرو، چې ځانونه یې الوزولي؛ مړي ارزولي دي.

د روسیې په ملاتړ د اوکراین په جګړه کې د شمالي کوریا د ځانمرګو بریدګرو شتون د کیف پوځ ته یوه نوې ننګونه رامنځته کړې ده.

د اوکراین ځانګړو ځواکونو د دوشنبې پر ورځ په ټولنیزو رسنیو کې د عملیاتو خپاره شوي توضیحات ښیي، چې په روانه اوونۍ کې یې د روسیې په کورڅک سیمه کې له یوې جګړې وروسته د شمالي کوریا له ۱۲ ډېرو سرتېرو مړي ارزولي دي.

په راپور کې راغلي، چې د سرتېرو د مړو تر منځ یو ژوندی هم وموندل شو؛ خو کله، چې دوی ورنږدې شول هغه خپل لاسي بم ته چاودنه ورکړه.

د اوکراین ځانګړو ځواکونو ویلي، چې د دوی سرتېري له چاودنې روغ رمټ وتلي دي.

د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ د جګړې له ډګر څخه پر شواهدو سربیره استخباراتي راپورونه او د تښتیدلو کسانو څرګمدونې ښیي، چې د اوکراین په جګړه کې د شمالي کوریا ځینې سرتېري له دې هم سختې هڅې تر سره کوي.

په دې راپور کې د شمالي کوریا د ځینو پخوانیو سرتېرو لخوا چمتو شوو معلوماتو ته نغوته(اشاره) شوې ده.

د شمالي کوریا کیم نومی ۳۲ کلن پخوانی سرتېری، چې په ۲۰۲۲ کال کې سویلي کوریا ته تښتیدلی رویټرز ته ویلي: “د شمالي کوریا په پوځ کې ځانمرګی برید او ځان چاودنه یو حقیقت دی”.

هغه د شمالي کوریا مشر ته په نغوته کې زیاته کړې: “دې سرتېرو، چې خپل هېواد یې هلته ( په اوکراین کې) د جګړې لپاره پریښی؛ په رښتیا هم چمتو دي، چې د کیم جونګ اون لپاره ځانونه قربان کړي.”

کیم په سیول کې میشت دی؛ د بشري حقونو یوې ډلې رویټرز ته ورپېژندلی، چې وایي؛ هغه د شمالي کوریا د پوځ لپاره په روسیه کې د شاوخوا اووه کلونو لپاره تر ۲۰۲۱ پورې په ساختماني پروژو کې کار کړی، چې د رژیم لپاره بهرني اسعار وګټي.

د اوکراین او لویدیځو چارواکو ارزونې ښيي، چې پیونګ یانګ د کورڅک په سیمه کې د روسیې د ملاتړ لپاره شاوخوا ۱۱ زره سرتېري ځای پر ځای کړي دي. د اوکراین پوځ تېر کال په یوه ناڅاپي برید کې دا سیمه ونیوله او اوس هم هلته پاتې دي.

د کیف د راپور له مخې، د کورڅک په جګړو کې د شمالي کوریا له ۳ زره څخه ډېر سرتېري وژل شوي یا ټپیان دي.

په ژنیو کې د ملګرو ملتونو لپاره د شمالي کوریا پلاوي د رویټرز غوښتنې ته له ځواب ډډه کړې ده.

دا لومړی ځل دی، چې شمالي کوریا خپل ځواکونه د ۱۹۵۰ -۱۹۵۳ کلونو تر منځ د کوریا له جګړې راپدېخوا له هېواده بهر په یوه لویه جګړه کې ښکېلوي.

 د راپورونو له مخې، شمالي کوریا پخوا د ویټنام او سوریې کورنۍ جګړې ته خورا لږ شمېر سرتېري لېږلي وه.

امریکا خبرداری ورکړی، چې د اوکراین په جګړه کې د شمالي کوریا تجربه به د دې علت شي، چې دا هېواد “د خپلو ګاونډیانو پر وړاندې د جګړې وس ومومي”.

نړۍ

د جګړې په ډګر کې ۵۵ زره اوکرایني سرتېري ووژل شول – زیلینسکي

زیلینسکي دا څرګندونې له «فرانس ۲» ټلویزیون سره په مرکه کې کړي او څرګندوي: « د اوکراین د جګړې په ډګر کې د وژل شویو سرتېرو رسمي شمېر که مسلکي دي او که جبري خدمت کوونکي؛ ۵۵ زره کسان دی.»

Published

on

د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي ویلي، چې د روسیې پر ضد د جګړې له کبله د جنګ په ډګر کې د وژل شویو اوکرایني سرتېرو شمېر شاوخوا ۵۵ زره کسان اټکل شوي دي.

زیلینسکي دا څرګندونې له «فرانس ۲» ټلویزیون سره په مرکه کې کړي او څرګندوي: « د اوکراین د جګړې په ډګر کې د وژل شویو سرتېرو رسمي شمېر که مسلکي دي او که جبري خدمت کوونکي؛ ۵۵ زره کسان دی.»

نوموړي زیاته کړې؛ پر دې تلفاتو سربېره “ډېر خلک” په رسمي ډول اوس هم تري تم یا ورک دي.

زیلینسکي له دې مخکې د ۲۰۲۵ کال په فبرورۍ کې د امریکا د «ان‌بي‌سي» ټلویزیون سره په یوه مرکه کې د جګړې د تلفاتو یادونه کړې وه او ویلي یې وه، چې له ۴۶ زره څخه ډېر اوکرایني سرتېري د جګړې په ډګر کې وژل شوي دي.

Continue Reading

د هوا حالات

په جاپان کې د واورو د اورښت له کبله ۳۵۴ کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې

د اور وژنې او طبیعي پېښو د مدیریت ادارې د سې‌شنبې پر ورځ زیاته کړې، چې په تېرو دوه اوونیو کې د جاپان د سمندر په ساحل کې د درندو واورو له کبله لږ تر لږه ۳۰ کسان مړه شوي او ۳۲۴ نور ټپیان شوي دي.

Published

on

جاپاني چارواکو ویلي، چې د تېرو دوه اوونیو پر مهال په دغه هېواد کې د درندې او بې‌سارې واورې اورښت له کبله لږ تر لږه ۳۰ کسانو خپل ژوند بایللی او سلګونه نور ټپیان دي.

د اور وژنې او طبیعي پېښو د مدیریت ادارې د سې‌شنبې پر ورځ زیاته کړې، چې په تېرو دوه اوونیو کې د جاپان د سمندر په ساحل کې د درندو واورو له کبله لږ تر لږه ۳۰ کسان مړه شوي او ۳۲۴ نور ټپیان شوي دي.

د رسنیو د راپور له مخې؛ په مړو شویو کې یوه ۹۱ کلنه مېرمن هم شته، چې له خپل کور څخه بهر تر ۳ مټرو واورو لاندې شوې وه.

Continue Reading

نړۍ

پانګونې او ټیټې شوې بیې د امریکا اقتصاد ځواکمن کړ – ټرمپ

په راپورونو کې راغلي: هغه د داووس نړۍوال اقتصادي فورم ته خپل سفر د اقتصادي فرصتونو د پوره پراختیا لپاره مهم وباله.

Published

on

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هېواد پر اقتصادي ودې ټینګار کړی او څرګندوي، چې پانګونې او ټیټې شوې بیې د امریکا اقتصاد ځواکمن کړی دی.

په راپورونو کې راغلي: هغه د داووس نړۍوال اقتصادي فورم ته خپل سفر د اقتصادي فرصتونو د پوره پراختیا لپاره مهم وباله.

ډونالډ ټرمپ زیاته کړې؛ داووس ته روان دی او باور لري، چې دغه سفر به بریالی وي.

نوموړي ادعا کړې، چې امریکا تر بل هر وخت په ښه اقتصادي وضعیت ده.

هغه په دې اړه ویلي: « مونږ له ۱۸ټریلیون ډالرو ډېرې پیسې ترلاسه کوو؛ داسې څه مو مخکې ندي لیدلي او هیڅ بل هېواد هم دغه ډول وضعیت تجربه کړی ندی».

د امریکا ولسمشر همداراز ویلي، چې په هېواد کې بیې پر پراخه کچه راټیټې شوې دي.

ویل کیږي، چې په ډېرو سیمو کې د ګازو بیه تر ۱.۹۹ ډالرو پورې راټیټه شوې او دا یو داسې بدلون دی، چې «هیڅوک یې ساری نلري».

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!