تازه خبرونه
د شوروي اتحاد ځواکونه د ایمان او ټینګې ارادې پر زور وتلو ته اړ شول – اسلامي امارت
په دې خبرپاڼه کې راغلي، چې د سلواغې شپږويشتمه د افغانستان مسلمان ملت هغه ستره بريا رايادوي، چې د نړۍ د يو ستر ځواک پر وړاندې يې تر لاسه کړې؛ داسې بريا، چې د جهاد، مبارزې، سرښندنو، هجرتونو او د افغانستان د خلکو د ګڼو کړاوونو پر بيه ترلاسه شوې ده.
د افغانستان اسلامي امارت د پخواني شوروي اتحاد د سرو لښکرو د ماتې او له افغانستان څخه د وتلو د اووه دېرشمې کليزې په مناسبت په خپره شوې خبرپاڼه کې دغه ورځ د هېواد د تاريخ له تر ټولو ویاړلو پاڼو بللې او دا د الله تعالی حضور ته د شکر ورځ بولي.
په دې خبرپاڼه کې راغلي، چې د سلواغې شپږويشتمه د افغانستان مسلمان ملت هغه ستره بريا رايادوي، چې د نړۍ د يو ستر ځواک پر وړاندې يې تر لاسه کړې؛ داسې بريا، چې د جهاد، مبارزې، سرښندنو، هجرتونو او د افغانستان د خلکو د ګڼو کړاوونو پر بيه ترلاسه شوې ده.
اسلامي امارت ټينګار کړی؛ همدا سرښندنې د دې لامل شوې، چې الله تعالی دا وياړ د افغانستان خلکو ته ور پر برخه کړ، چې د وخت شوروي اتحاد ته یې ماتې ورکړه او هغه یې له خپلې خاورې وتلو ته اړ کړ.
د خبرپاڼې د يوې برخې له مخې؛ په تېرو څه باندې سل کلونو کې د درېيم ځل لپاره د افغانانو آزادي له اشغالګرو تر لاسه شوې، چې د دې هېواد د مسلمان ولس د عزم، ژمنتيا او ټينګ هوډ څرګندونه کوي او تل د خپل دين، عقيدې او خپلواکۍ د دفاع لپاره ژومن او په ډګر کې ولاړ پاتې خلک دي.
په خبرپاڼه کې پر يرغلګرو قدرتونو غږ شوی، چې د تېرو سل کلونو له تاريخي تجربو څخه درس واخلي او نور د افغانستان د خلکو د آزادۍ او حريت پر وړاندې د يرغل هڅه ونکړي.
همداراز د افغانستان د خلکو پر ويښتابه، هوښيارۍ او اسلامي يووالي هم ټينګار شوی او څرګندوي، چې د يووالي ساتنه او د نيکونو پر لار تګ؛ د دين، عقيدې او د هېواد د خپلواکۍ د ساتنې تضمين دی.
افغانستان اسلامي امارت يو ځل بيا مجاهدينو او د افغانستان خلکو ته د دې ورځ مبارک وایي او د استقامت او يووالي پر ساتلو يې ټينګار کړی دی.
تازه خبرونه
راځئ، چې تېر هېر کړو – دفاع وزیر
مجاهد ویلي: “که تاسې پر غچ اخیستلو فکر کوئ؛ نو دا نظام به دوامدار ونکړي او هغه کسان، چې د واک په لټه کې دي نن قبرونه هم معلوم ندي.”
د یکشنبې پر ورځ( د سلواغې شپږویشتمه ) دله افغانستان څخه د شوروي سره پوځ د ماتې او وتلو د اووهدېرشمې کلیزې په مناسبت په مراسمو کې د افغانستان اسلامي امارت دفاع وزیر محمد یعقوب مجاهد د ستونزو او کورنیو جګړو د مخنیوي لپاره د تېرو پر هېرولو او اختلافاتو ددې کولو پر اړتیا ټینګار وکړ.
مجاهد ویلي: “که تاسې پر غچ اخیستلو فکر کوئ؛ نو دا نظام به دوامدار ونکړي او هغه کسان، چې د واک په لټه کې دي نن قبرونه هم معلوم ندي.”
هغه زیاته کړې: “که تاسې د راتلونکي په اړه فکر کوئ؛ نو تاسې باید د ملت او خلکو په اړه فکر وکړئ او یو تاریخ پریږدئ، چې راتلونکی نسل پرې وویاړي. لکه د تېرو اتلانو.”
دفاع وزیر ټینګار کړی، چې په ټولنه کې د غوره والي معیار ژبه، توکم یا مقام ندی، بلکې تقوا او ایمان دی.
هغه له سوداګرو وغوښتل، چې د روژې میاشتې له رارسېدو سره د غریبانو او کډوالو لاسونه ونیسي او خپل زکات د افغانستان خلکو ته ووېشي.
هغه په دې اړه ویلي: “د سوداګرو لپاره ځانګړی پیغام دا دی، چې خپل خلک هیر نکړي او تل ورسره مرسته وکړي.”
مجاهد همدارنګه له خلکو وغوښتل، چې په امنیتي برخه کې له امنیتي ځواکونو سره همکاري وکړي او د هر ډول ګډوډۍ مخه ونیسي.
هغه زیاته کړې: “په افغانستان کې د نن امنیت استثنایي دی. تاسې زمونږ امنیت د نورو هېوادونو له امنیت سره پرتله کړئ؛ د دې امنیت ساتلو لپاره، د خلکو همکاري اړینه ده.”
دفاع وزیر خبرداری ورکړی؛ ځینې هېوادونه نه غواړي، چې افغانستان خوندي وي او “دوی د افغانستان پر ویجاړولو خپله سوکالي غواړي.”
نوموړي ویلي؛ ګاونډ هېوادونو او نړۍ ته زمونږ پیغام دادی: “افغانستان یو خپلواک هېواد دی؛ دا نه د چا امر مني او نه هم د غلامۍ تابع دی. مونږ د هر ډول خبرو اترو لپاره چمتو یوو؛ خو د متقابل درناوي پر بنسټ او د عقیدې، مذهب او ملي ګټو په چوکاټ کې.”
هغه زیاته کړې: “که ځینې هېوادونه بهانې ته دوام ورکړي او ستونزې رامنځته کړي؛ زمونږ پیغام روښانه دی؛ دا نه ستاسې پر ګټه ده او نه هم د افغانانو.”
محمد یعقوب مجاهد دا هم ویلي، چې حتا له یرغلګرو هېوادونو سره هم اړیکې د ملي ګټو او نیکمرغۍ پر بنسټ رغول کیدی شي او “مونږ ښې او له ملګرتیا ډکې اړیکې غواړو.”
په دې مراسمو کې د وزارتونو مرستیال عبدالسلام حنفي ویلي؛ افغان ملت به هیڅکله د بهرنیو ځواکونو اشغال ونه مني او نن یوه نه هېرېدونکې نېټه ده، چې ټول افغانان پرې ویاړي.
هغه زیاته کړه، چې د اسلامي امارت له راتګ سره د مخدره توکو قاچاق او کښت منع شوی او د شهیدانو او یتیمانو د کورنیو ملاتړ له توپیر پرته پلي شوی او شاوخوا ۱۳ څخه تر ۱۴ میلیارډ افغانۍ ځانګړې شوې دي.
حنفي ټینګار وکړ، چې د ځوانانو روږدي کول د بهرنیانو لهخوا ترسره کېده او د روږدو کسانو درملنه اوس د اسلامي امارت دنده ده. هغه د اسلامي امارت له چارواکو وغوښتل، چې له ملت سره پر ښو اخلاقو چلند وکړي او د هغوی د ستونزو په حل کې جدي وي.
هغه زیاته کړې: “د اسلامي نظام د بقا لپاره مونږ باید له ټولو شته سرچینو څخه کار واخلو.”
همدارنګه، د حج او اوقافو وزیر نور محمد ثاقب په دې مراسمو کې ویلي، چې افغانان باید یوازې پر درې زبرځواکو پر وړاندې پر بریا قناعت ونکړي او تل باید له هر ډول ګواښ سره د مقابلې لپاره بشپړ چمتو وي.
تازه خبرونه
وروستي سرحدي بریدونه له چین سره د اړیکو زیانمنولو یوه هڅه ده – تاجکستان
د تاجکستان لوی څارنوال حبیبالله واحدزاده په یوه خبري غونډه کې د شمسالدین شاهین او درواز ولسوالیو سرحدي نښتو ته پر نغوته( اشاره ) ویلي: «چینایي وګړي د سړک جوړولو پر کار بوخت دي. د هغو وژل چا ته ګټه رسوي؟ دا ښيي؛ ځینې اشخاص او جرمي ډلې شته، چې سوله نه غواړي او یا هم غواړي زمونږ او چین ترمنځ اړیکې خرابې کړي.»
د تاجکستان لوی څارنوال ویلي، چې د افغانستان له خاورې څخه د دغه هېواد پر سرحدي سیمو وروستي بریدونه د دوشنبې او بیجینګ ترمنځ د اړیکو د زیانمنولو هڅه ده، چې په کې پېنځه چینایان وژل شوي دي.
د تاجکستان لوی څارنوال حبیبالله واحدزاده په یوه خبري غونډه کې د شمسالدین شاهین او درواز ولسوالیو سرحدي نښتو ته پر نغوته( اشاره ) ویلي: «چینایي وګړي د سړک جوړولو پر کار بوخت دي. د هغو وژل چا ته ګټه رسوي؟ دا ښيي؛ ځینې اشخاص او جرمي ډلې شته، چې سوله نه غواړي او یا هم غواړي زمونږ او چین ترمنځ اړیکې خرابې کړي.»
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د افغانستان او تاجکستان پر پوله د چینایي کارګرو پر ضد بریدونه د یوې جنايي دوسیې په توګه تر څېړنې لاندې دي او دا هم څرګنده شوې، چې دا وژنې د تاجکستان د وګړو کار ندی.
اسلامي امارت هم له دې مخکې اعلان کړی و، چې د دوی ارزونې ښيي؛ دا بریدونه هغو ډلو ترسره کړي، چې هدف یې په سیمه کې بېثباتي او بېباوري رامنځته کول دي. کابل ټینګار کړی؛ اجازه به ور نکړي، چې له تاجکستان سره د باور او اړیکو اوسنۍ فضا زیانمنه شي.
تازه خبرونه
روژه نړۍ ته د سولې، يووالي او هيلې پيغام لري – د م.م عمومي منشي
ګوټرش ويلي: روژه د لوړې انساني مفکورې نښه ده، چې پر همدردۍ او آرامۍ ولاړه ده؛ خو ټينګار يې کړی، چې د ميليونونو انسانانو لپاره دا ارمان اوس هم ندی پوره شوی؛ هغه د افغانستان، یمن، غزې او سوډان د خلکو کړاوونو ته نغوته(اشاره) کړې، چې له جګړې، لوږې، بېځايه کېدا او تبعيض سره مخ دي.
د ملګرو ملتونو ټولنې عمومي منشي، آنټونیو ګوټرش، د رمضان(مبارکې روژې) د رارسېدا په مناسبت په يوه ويډيويي پيغام کې دا مياشت د نړۍ د مسلمانانو لپاره د تفکر، دعا، هيلې او سولې سپېڅلې وخت بللی دی.
ګوټرش ويلي: روژه د لوړې انساني مفکورې نښه ده، چې پر همدردۍ او آرامۍ ولاړه ده؛ خو ټينګار يې کړی، چې د ميليونونو انسانانو لپاره دا ارمان اوس هم ندی پوره شوی؛ هغه د افغانستان، یمن، غزې او سوډان د خلکو کړاوونو ته نغوته(اشاره) کړې، چې له جګړې، لوږې، بېځايه کېدا او تبعيض سره مخ دي.
د ملګرو ملتونو عمومي منشي له ټولو وغوښتل، چې په دې مبارکه مياشت کې د روژې تلپاتي پيغام ته جدي پام وکړي؛ هغه پيغام، چې د زړونو يوځای کول، له اړمنو سره مرسته او د بشري حقونو او انساني کرامت ساتنه رانغاړي.
هغه همداراز خپلو کلنیو ویناوو ته هم نغوته(اشاره) کړې او څرګندوي، چې هر کال له مسلمانو ټولنو څخه ليدنه کوي او ورسره يو ځای روژه نيسي او څرګندوي، چې هر کال د روژې، د سولې او شفقت له روحيې الهام اخلي.
ګوټرش هيله څرګنده کړې: مبارکه روژه به د ټولې نړۍ د ګډو هڅو الهامبخښونکې شي، چې ورسره به د ټولو انسانانو لپاره سولهييزه، سخاوتي او عادلانه نړۍ جوړه شي.
ګوترش خپل پيغام د «رمضان کريم» په هيله پای ته ورساوه.
-
سیمه ییز خبرونه5 days agoامریکا په قطر کې خپل پاتریوت توغندي ځای پر ځای کړل
-
تازه خبرونه3 days agoپه اسلامآباد کې د اهل تشیع پر جومات د ځانمرګي برید وروستي حقایق بربنډ شول
-
تازه خبرونه3 days agoد ختیځ زلزلهځپلو ته د ۲ میلیون یورو مرستې پروګرام پیل شو
-
سوداگري4 days agoد افغانستان برښنا شرکت له یوه خصوصي شرکت سره د ۸۴۵ میګاواټه برښنا د تولید تړون لاسلیک کړ
-
سیمه ییز خبرونه3 days agoد عمران خان زوی قاسم خان د پلار لیدو لپاره پاکستان ته د سفر اجازه وغوښته
-
تازه خبرونه4 days agoآیا پاکستان د افغانستان په جګړه کې «دوهمخې لوبه» کړې؟- خلیلزاد
-
تازه خبرونه4 days agoپاکستان کندهار او مزارشریف ته دوه سرقونسلان غوره کړل
-
تازه خبرونه4 days agoنن چارشنبه د فبرورۍ یوولسمه په علم کې د ښځو او نجونو نړیواله ورځ ده
