Connect with us

تازه خبرونه

د طالبانو پر وړاندې د ولسونو له درېدو ملاتړ وکړئ ـ اشرف غني

خپور شوی

د

ولسمشر اشرف غني نن دوشنبه د زمري ۱۱ د ملي شورا د دواړو جرګو په ناسته کې د اړوند ولایتونو له استازیو وغوښتل، چې د طالبانو پر وړاندې دې ولسونه درېدو ته وهڅوي.  

نن دوشنبه د زمري ۱۱ ولسمشر محمد اشرف غني د ملي شورا په ځانګړې غونډه کې د طالبانو پر وړاندې د ولسي پاڅون غوښتنه وکړه او د ملي شورا پرغړیو یې غږ وکړ، چې په دې برخه کې همکاري وکړي.

 د هېواد په دې روان ترینګلي امنیتي حالت کې ولسمشر غني د ملي شورا ځانګړې ناستې ته طالبان فتنه، خوارج او شریر یاد کړل او خبرداری یې ورکړ، چې که د سولې رښتینو خبرو ته زنګون پر زنګون حاضر نشي، د جګړو په ډګرونو کې به یې زنګونونه مات شي.

ولسمشر محمد اشرف غني وایي: مونږ ته اوږه راکړئ، چې ړڼه راتلونکې جوړه کړو، له خپلو ولسي اړیکو ګټه پورته کړئ؛ ځکه هر استازې د زرګونه خلکو استازیتوب کوي. په دې توګه به د طالبانو پر وړاندې ملي او ولسي یووالی رامنځته او دښمنان به له پرېکنده ځواب سره مخ شي.                     

ولسمشر غني امنیتي بنسټونو ته امر کړی، چې د ترهګرو ډلو د ائتلاف او فتنې مخه دې ونیسي.

نوموړی وایي: زما ژمنه دا ده، چې د هیڅ ورانکارې ډلې پر وړاندې زنګون نه وهم یا د خبرو په میز کې زنګون پر زنګون کېنم او یا به یې د جګړو په ډګرونو کې زنګونونه مات شي.

ولسمشر غني ویلي، چې طالبان پر سوله باور نلري او د یوې تحمیلي جګړې په لټه کې دي. له همدې کبله وه، چې د سولې خبرې یې د جمهوریت د تخریب لپاره د فشار او د یوې یرغلګرې ډلې لپاره مشروعیت ورکول وګڼل شول.

هغه زیاتوي: سولې ته رسېدل زمونږ لومړیتوب دی؛ خو طالبان او ملاتړي یې فتنې جوړوي.

ولسمشر غني ټول سیاسي بهیرونه او خلک یووالي ته را وبلل، څو د سترو دسیسیو په وړاندې ودریږي.

اشرف غني ویلي: د ملامت او سلامت د بېلولو وخت نلرو؛ قضاوت خلکو ته پرېږدو او ټینګار مو پر ملي یووالي راڅرخي. مونږ له ملي آزمون سره مخ یو؛ ځکه یو موټي اجیرو عناصرو او وینه توییوونکیو د الله پاک کلام تر پښو لاندې کړی او د خلکو پر ژوندانه تېری کوي.  

ولسمشر په شپږ راتلوونکیو میاشتو کې د امنیتي حالت د بدلولو ډاډ ورکوي او په دې اړه وایي، چې حکومت په دې اړه ستر پلان لري او امنیتي ځواکونو ته امر کوي، په پرېکنده ډول د طالبانو پر وړاندې ودریږي.

غني زیاتوي: زمونږ امنیتي پلان ښکاره دی او تر ۶ میاشتو به دا حالت مدیریت شي؛ اردو به پر ستراتیژیکې دفاع څرخي، پولیس به ښاري امنیت خوندي کوي او ملي امنیت به د ولسي یووالي چارې پر غاړه اخلي. د دې پروګرام د پلي کېدو لپاره نړیوال ملاتړ له ځان سره لرو.    

په همدې حال کې ولسمشر غني د اوسني کړکېچ د ژغورنې لار له امنیتي ځواکونو پراخ ملاتړ بولي او وایي، چې یو موټی ملت کولی شي افغانستان د بهرنیانو له دسیسو وژغوري.

تازه خبرونه

مولوي عبدالکبیر له عرفات جمال سره د کډوالو پر اړوند چارو خبرې وکړې

مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د خپرې شوې خبر پاڼې له مخې؛ په دې لیدنه کې، چې تېره ورځ ترسره شوې عرفات جمال د کډوالو چارو وزارت له همکاریو څخه د مننې تر څنګ ویلي، چې کونړ ته د ورستنو شویو د اړتیا وړ سلګونه خیمې چمتو شوي او ژر به سیمې ته ولیږل شي.

Published

on

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالۍ د عالي کمیشنرۍ له استازي عرفات جمال سره راستنو شویو افغانانو ته د اړینو مرستو رسولو او په کاري ساحه کې د خنډونو لرې کولو په اړه بحث او خبرې کړې دي.

مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د خپرې شوې خبر پاڼې له مخې؛ په دې لیدنه کې، چې تېره ورځ ترسره شوې عرفات جمال د کډوالو چارو وزارت له همکاریو څخه د مننې تر څنګ ویلي، چې کونړ ته د ورستنو شویو د اړتیا وړ سلګونه خیمې چمتو شوي او ژر به سیمې ته ولیږل شي.

عرفات جمال په نړیواله کچه د بشري مرستو کمېدا ته په نغوته(اشاره ) کې ویلي، چې هڅه کوي د افغان راستنو شویو د لاسنیوي لپاره اړینې مرستې راجلب او بدیلې لارې ولټوي.

د ملګرو ملتونو د کډوالۍ د عالي کمیشنرۍ استازي یادونه کړې، چې ځينې راستانه شوي افغانان مدني اسناد نلري او د اړینو اسنادو په وېش کې یې د ملګرو ملتونو پر همکارۍ ټېنګار وکړ او د څو اړینو مسلو په اړه یې خپل وړاندېزونه وړاندې کړل.

په خبرپاڼه کې راغلي؛ مولوي عبدالکبیر د کډوالو په برخه کې د ملګرو ملتونو له مرستو او همکاریو د څخه د مننې پر مهال ویلي؛ د ژمي له راتګ سره د اسلامي امارت له‌خوا راستنو شویو ته پر خوراکي توکو سربـــېره د نغدي مرستو لړۍ هم پیل شوې، چې نړیوال باید بشري مرستې پر سیاسي مسایلو پورې ونه‌تړي.

ویل کیږي، چې مولوي عبدالکبیر د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو ادارو ته د بېلابېلو همکاریو د دوام ډاډ ورکړ او شریکو شویو وړاندېزونو ته یې د رسېدنې ډاډ څرګند کړ.

Continue Reading

تازه خبرونه

د امریکا عدلیې وزارت رحمن‌الله لکڼوال ته د اعدام غوښتنه کوي

لکنوال روانه اوونۍ فډرالي محکمې ته حاضر شو؛ خو د هغو ۹ تورونو، چې په کې د لومړۍ درجې قتل هم شته، له ‌منلو ډډه وکړه.

Published

on

د امریکا عدلیې وزارت ویلي؛ غواړي رحمن‌الله لکڼوال ته، چې سپینې ماڼۍ ته نږدې د ملي ګارډ پر دوه غړیو د ډزو پر تور تورن شوی؛ د اعدام سزا ورکړ شي.

لکنوال روانه اوونۍ فډرالي محکمې ته حاضر شو؛ خو د هغو ۹ تورونو، چې په کې د لومړۍ درجې قتل هم شته، له ‌منلو ډډه وکړه.

څارنوالانو قاضي ته ویلي؛ دوی هغه تورونه غواړي وڅاري، چې پایله یې د اعدام حکم دی.

رحمن‌الله لکڼوال امریکا ته له کډه کېدا مخکې په افغانستان کې له امریکايي ادارو سره کار کړی دی.

هغه د امریکا د ملي ګارډ پر دوه غړيو د ډزو پر شک نیول شوی، چې یو یې ووژل شو.

ټاکل شوې، چې د لکنوال د محاکمې بله ناسته په می کې ترسره شي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په افغانستان کې دې ترهګریز ګواښ په پام کې ونیول شي – چین

د چین استازي سان لي د چارشنبې پر ورځ د ترهګریزو فعالیتونو له کبله د نړیوالې سولې او امنیت د ګواښونو په اړه د شورا اړوند ناستې ته ویلي، چې داعش، القاعده او ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ ته ورته ډلې اوس هم په افغانستان کې فعالیت کوي او دې هېواد او سیمې ته “پرله‌پسې ګواښونه” رامنځته کوي.

Published

on

چین د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته څرګنده کړې، چې په افغانستان کې ترهګریز ګواښ اوس هم د پام وړ دی او بېړنۍ نړیوالې پاملرنې ته اړتیا لري.

د چین استازي سان لي د چارشنبې پر ورځ د ترهګریزو فعالیتونو له کبله د نړیوالې سولې او امنیت د ګواښونو په اړه د شورا اړوند ناستې ته ویلي، چې داعش، القاعده او ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ ته ورته ډلې اوس هم په افغانستان کې فعالیت کوي او دې هېواد او سیمې ته “پرله‌پسې ګواښونه” رامنځته کوي.

سان لي د افغانستان په یوه چینايي رسټورانټ کې وروستۍ خونړۍ چاودنې ته نغوته(اشاره) کړې، چې په پایله کې یې اووه کسان ووژل شول او داعش یې مسوولیت پر غاړه واخیست.

نوموړي دا هم ویلي؛ دا پېښه د دې ډلې له پرله‌پسې عملیاتي وړتیاوو یادونه کوي.

هغه د افغانستان له حکومت غوښتي؛ د ترهګرۍ پر ضد مبارزې ته دې «ډېر ارزښت» چې افغانستان یو ځل بیا د افراطي شبکو پر مرکز بدل نشي.

هغه زیاته کړې؛ چین د سیمه‌ییزو همکاریو له هڅو ملاتړ کوي. په ځانګړي توګه د مرکزي آسیا د هېوادونو ترمنځ، چې د شانګهای همکاریو ټولنې له لارې د پولې پورې غاړې ترهګریزو ګواښونو پر وړاندې ګډه مبارزه او له افغانستان سره د اقتصاد په پیاوړتیا کې مرسته وشي.

دغه راز د پاکستان استازي عاصم افتخار احمد هم خپلې ځانګړې اندېښنې څرګندې کړې او وایي، چې د افغانستان واکمن چارواکي اوس هم تحریک طالبان پاکستان، القاعده، داعش- خراسان او ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ ته «آزاد چاپېریال» برابر کړی دی.

هغه خبرداری ورکړ، چې دا ډلې نه یوازې پاکستان، بلکې ټوله سیمه له خطر سره مخ کوي.

د امریکا استازي، مایک والټز ویلي، چې داعش- خراسان اوس هم په افغانستان کې یو پرله‌پسې ګواښ دی.

هغه د ترهګرۍ پر ضد د نړیوالو هڅو پر اړتیا هم ټینګار وکړ.

د سیمې هېوادونو پر ځلونو په افغانستان کې له ترهګریزو ګواښونو خپلې اندېښنې څرګندې کړي؛ خو اسلامي امارت دا اندېښنې رد کړي او تل یې ټینګار کړی، چې د افغانستان خاوره به د بل کوم هېواد پر ضد ونه‌کارول شي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!