تازه خبرونه

د عامې روغتیا وزارت د پولیو واکسین دوه‌یم ملي کمپاین پیل کړ

 دې وزارت زیاته کړې؛ دغه کمپاین د څلورو ورځو لپاره دی، چې د غبرګولې له پېنځمې تر اتمې / د می له شپږویشتمې تر نهه‌ویشتمې پورې به روان وي. په دې کمپاین کې به د هېواد په ټولو حوزو کې له ۵ کلونو کم عمره شاوخوا ۱۱.۸ میلیون ماشومان واکسین شي.

Published

on

د عامې روغتیا وزارت ویاند د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ د نړیوالو ادارو پر ملاتړ د ۲۰۲۵ز. کال د ګوزڼ یا پولیو ضد واکسینو دوه‌یم ملي کمپاین پیل شو.

 دې وزارت زیاته کړې؛ دغه کمپاین د څلورو ورځو لپاره دی، چې د غبرګولې له پېنځمې تر اتمې / د می له شپږویشتمې تر نهه‌ویشتمې پورې به روان وي. په دې کمپاین کې به د هېواد په ټولو حوزو کې له ۵ کلونو کم عمره شاوخوا ۱۱.۸ میلیون ماشومان واکسین شي.

په خبرپاڼه کې راغلي؛ په دې کمپاین کې به هغو ماشومانو ته، چې له ۲۴  څخه تر ۵۹ میاشتو پورې عمر ولري د البنډازول ګولۍ هم ووېشل شي، چې موخه ترې د چنجیو اړوند ناروغیو مخنیوی دی.

دا ګولۍ د چینجیو ضد درمل دی، چې د کولمو د چینجیو انټاناټو د درملنې لپاره کارول کیږي او د ماشومانو روغتیا او تغذیې په ښه کولو کې مرسته کوي.

د عامې روغتیا وزارت چارسمبالي نور جلال جلالي ویلي: “د عامې روغتیا وزارت له خپلو شریکانو سره یوځای له افغانستان څخه د وحشي پولیو ویروس له منځه وړلو ته ژمن دی.”

هغه وایي:”مونږ به د پولیو واکسین کمپاینونو پلي کول تر هغه وخته روان وساتو، چې بشپړ روغتیایي خدمات چمتو او پولیو له منځه لاړه شي.”

نور جلال جلالي د کمپاین د بریالیتوب په یقیني کولو کې د ټولنې د ښکېلتیا پر مهم رول ټینګار وکړ.

هغه زیاته کړې: “دا اړینه ده، چې د ټولنې ټول اغېزمن کسان د دیني عالمانو، مشرانو او والدینو په ګډون د هېواد په هر ګوټ کې د واکسیناسیون له دلو ملاتړ وکړي. مونږ پر درنښت له ټولو وګړو غواړو، چې د پولیو پر وړاندې په مبارزه کې برخه واخلي او د ماشومانو د راتلونکي په ساتنه کې مرسته وکړي.”

ګوزڼ یوه ساري ویروسي ناروغي ده، چې هیڅ درملنه نلري. دا ناروغي کولی شي په اغېزمنو ماشومانو کې دایمي فلج رامنځته او حتا د مړینې لامل شي.

افغانستان د اړوند پېښو په کمولو کې د پام وړ پرمختګ کړی؛ خو د دې وحشي ګوزڼ ویروس لېږد په ځینو سیمو کې شته دی.

د عامې روغتیا وزارت چمتو دی، چې د دې ویروس هرې نوې پېښې ته چټک او کاري ځواب ووایي.

روغتیایي چارواکو ټینګار کړی، چې د کمپاین بریالیتوب د کورنیو او د ټولنې د مشرانو له فعال ګډون سره تړلی دی.

له والدینو او څارونکو څخه غوښتنه کیږي، چې ډاډ ترلاسه کړي؛ د کمپاین په بهیر کې له پېنځه کلنو څخه کم عمر لرونکي ټول ماشومان واکسین کړي، چې په دې توګه به د دې ناروغۍ له پایلو خوندي پاتې شي.

د واکسیناسیون ډلې به د څلور ورځو په لړ کې د ټول هېواد ټاکل شویو ځایونو ته ځانونه رسولي.

په دې کمباین کې کورنۍ هڅول کیږي، چې د واکسیناسیون له سیمه‌ییزو ځایونو سره ځان بلد کړي او له دې اړین روغتیایي چوپړ څخه ګټه پورته کړي.

دا وزارت د ټولنې له ټولو برخو غواړي، چې د ګوزڼ یا پولیو د له منځه وړلو او د افغانستان د ماشومانو د هوساینې او ودې لپاره د ګډو هڅو لپاره لاسونه سره ورکړي.

Trending

Exit mobile version