تازه خبرونه
د عامې روغتیا وزارت د پولیو واکسین دوهیم ملي کمپاین پیل کړ
دې وزارت زیاته کړې؛ دغه کمپاین د څلورو ورځو لپاره دی، چې د غبرګولې له پېنځمې تر اتمې / د می له شپږویشتمې تر نههویشتمې پورې به روان وي. په دې کمپاین کې به د هېواد په ټولو حوزو کې له ۵ کلونو کم عمره شاوخوا ۱۱.۸ میلیون ماشومان واکسین شي.
د عامې روغتیا وزارت ویاند د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ د نړیوالو ادارو پر ملاتړ د ۲۰۲۵ز. کال د ګوزڼ یا پولیو ضد واکسینو دوهیم ملي کمپاین پیل شو.
دې وزارت زیاته کړې؛ دغه کمپاین د څلورو ورځو لپاره دی، چې د غبرګولې له پېنځمې تر اتمې / د می له شپږویشتمې تر نههویشتمې پورې به روان وي. په دې کمپاین کې به د هېواد په ټولو حوزو کې له ۵ کلونو کم عمره شاوخوا ۱۱.۸ میلیون ماشومان واکسین شي.
په خبرپاڼه کې راغلي؛ په دې کمپاین کې به هغو ماشومانو ته، چې له ۲۴ څخه تر ۵۹ میاشتو پورې عمر ولري د البنډازول ګولۍ هم ووېشل شي، چې موخه ترې د چنجیو اړوند ناروغیو مخنیوی دی.
دا ګولۍ د چینجیو ضد درمل دی، چې د کولمو د چینجیو انټاناټو د درملنې لپاره کارول کیږي او د ماشومانو روغتیا او تغذیې په ښه کولو کې مرسته کوي.
د عامې روغتیا وزارت چارسمبالي نور جلال جلالي ویلي: “د عامې روغتیا وزارت له خپلو شریکانو سره یوځای له افغانستان څخه د وحشي پولیو ویروس له منځه وړلو ته ژمن دی.”
هغه وایي:”مونږ به د پولیو واکسین کمپاینونو پلي کول تر هغه وخته روان وساتو، چې بشپړ روغتیایي خدمات چمتو او پولیو له منځه لاړه شي.”
نور جلال جلالي د کمپاین د بریالیتوب په یقیني کولو کې د ټولنې د ښکېلتیا پر مهم رول ټینګار وکړ.
هغه زیاته کړې: “دا اړینه ده، چې د ټولنې ټول اغېزمن کسان د دیني عالمانو، مشرانو او والدینو په ګډون د هېواد په هر ګوټ کې د واکسیناسیون له دلو ملاتړ وکړي. مونږ پر درنښت له ټولو وګړو غواړو، چې د پولیو پر وړاندې په مبارزه کې برخه واخلي او د ماشومانو د راتلونکي په ساتنه کې مرسته وکړي.”
ګوزڼ یوه ساري ویروسي ناروغي ده، چې هیڅ درملنه نلري. دا ناروغي کولی شي په اغېزمنو ماشومانو کې دایمي فلج رامنځته او حتا د مړینې لامل شي.
افغانستان د اړوند پېښو په کمولو کې د پام وړ پرمختګ کړی؛ خو د دې وحشي ګوزڼ ویروس لېږد په ځینو سیمو کې شته دی.
د عامې روغتیا وزارت چمتو دی، چې د دې ویروس هرې نوې پېښې ته چټک او کاري ځواب ووایي.
روغتیایي چارواکو ټینګار کړی، چې د کمپاین بریالیتوب د کورنیو او د ټولنې د مشرانو له فعال ګډون سره تړلی دی.
له والدینو او څارونکو څخه غوښتنه کیږي، چې ډاډ ترلاسه کړي؛ د کمپاین په بهیر کې له پېنځه کلنو څخه کم عمر لرونکي ټول ماشومان واکسین کړي، چې په دې توګه به د دې ناروغۍ له پایلو خوندي پاتې شي.
د واکسیناسیون ډلې به د څلور ورځو په لړ کې د ټول هېواد ټاکل شویو ځایونو ته ځانونه رسولي.
په دې کمباین کې کورنۍ هڅول کیږي، چې د واکسیناسیون له سیمهییزو ځایونو سره ځان بلد کړي او له دې اړین روغتیایي چوپړ څخه ګټه پورته کړي.
دا وزارت د ټولنې له ټولو برخو غواړي، چې د ګوزڼ یا پولیو د له منځه وړلو او د افغانستان د ماشومانو د هوساینې او ودې لپاره د ګډو هڅو لپاره لاسونه سره ورکړي.
تازه خبرونه
پاکستان دې د کابل د روږدو پر روغتون برید وڅېړي – مسلمان علماء
د مسلمانو علماوو نړیوالې ټولنې په کابل کې د روږدو پر امید روغتون د پاکستانیو پوځیانو د وروستي هوایي برید د غندلو تر څنګ ویلي، چې له کبله یې سلګونه کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې او دا په اسلام کې یوه لویه ګناه ده او د دواړو ګاونډیو ترمنځ د روانې وینې تویېدنې په اړه خپله ژوره اندېښنه څرګندوي.
د مسلمانو علماوو نړیوالې ټولنې له پاکستان غوښتي، چې د کابل د روږدو د درملنې پر روغتون دې د برید څېړنه وکړي.
د مسلمانو علماوو نړیوالې ټولنې په کابل کې د روږدو پر امید روغتون د پاکستانیو پوځیانو د وروستي هوایي برید د غندلو تر څنګ ویلي، چې له کبله یې سلګونه کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې او دا په اسلام کې یوه لویه ګناه ده او د دواړو ګاونډیو ترمنځ د روانې وینې تویېدنې په اړه خپله ژوره اندېښنه څرګندوي.
د یادې ټولنې د خبرپاڼې له مخې؛ دا برید د روژې په وروستیو لس شپو کې رامنځته شوی، چې په کې د ژوند پر درناوي ټینګار کیږي.
په دې خبرپاڼه کې راغلي؛ د روغتیایي ودانیزو بنسټونو پر نښه کول له نړیوالو قوانینو او اصولو ښکاره سرغړونه ده او باید په هر حالت کې روغتونونه خوندي پاتې شي.
دې ټولنې د پاکستان پر حکومت او پوځي مشرتابه غږ کړی، چې سمدلاسه دا ډول کړنې ودروي، خپل مذهبي، اخلاقي او بشري مسوولیتونه درک کړي او د ملکي تلفاتو د څېړلو لپاره یوه بېپرې او رڼه کمیټه جوړه کړي.
د مسلمانو علماوو نړیوالې ټولنې له دواړو لوریو وغوښتل، چې دښمني ودروي؛ د قرآن کریم له آیتونو سره سم پخلا شي او د قطر او ترکیې د منځګړیتوب هڅې بیا پیل کړي.
دغه راز ټینګار شوی، چې د مسلمانو هېوادونو ترمنځ خبرې اترې او همکاري دواړه مذهبي دنده او د سیمهییز ثبات لپاره یوه اړتیا ده.
تازه خبرونه
امیر خان متقي د اسلامي امارت له خپلو بهرنیو استازولیو سره انلاین ناسته ترسره کړه
د یاد وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ امیر خان متقي د ټولو استازولیو مسوولان وهڅول، چې په هېواد کې د وروستي وضعیت په اړه د اسلامي امارت دریځ تر نړیوالو ورسوي.
بهرنیو چارو وزارت ویلي؛ امیر خان متقي د اسلامي امارت د سفارتونو او قونسلګریو له استازیو سره په انلاین ناسته کې د پاکستاني پوځي رژیم له لوري د افغانستان پر ملي حاکمیت د تېري او د روږدو د درملنې پر امید روغتون د ترسره شوي ظالمانه هوایي برید په اړه، چې په کې سلګونه هېوادوال شهیدان او زخمیان شول معلومات وړاندې کړل او هغه یې له بشري اصولو ښکاره سرغړونه وګڼله.
د یاد وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ امیر خان متقي د ټولو استازولیو مسوولان وهڅول، چې په هېواد کې د وروستي وضعیت په اړه د اسلامي امارت دریځ تر نړیوالو ورسوي.
ویل کیږي، چې د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان اسلامي امارت د روښانه دریځ، بهرني سیاست او راتلونکو اقداماتو په تړاو خپلو استازولیو ته لازمې سپارښتنې هم کړې دي.
تازه خبرونه
پاکستان د هند او افغانستان د اړیکو له عادي کېدا سره مخالف دی – سهیل شاهین
سهیل شاهین له انډیا ټوډی سره په یوه مرکه کې ویلي؛ اسلامآباد ممکن د افغانستان لپاره نور پلانونه ولري او پر ملکي وګړو پراخ بریدونه د فشار د یوې وسیلې په توګه کاروي، چې پر کابل خپلې غوښتنې ومني.
-
سیمه ییز خبرونه3 days agoایران د لاریجاني له وژنې وروسته پر تل ابیب خپل کلسټر توغندي وتوغول
-
تازه خبرونه4 days agoافغانستان د کابل له خونړي برید وروسته پاکستان ته «غاښ ماتوونکي» غبرګون څرګند کړ
-
لوبی4 days agoد افغانستان د وزلوبې ملي لوبډلې مجارستان ته ۱۴ پر صفر ماتې ورکړه
-
تازه خبرونه5 days agoد م.م د امنیت شورا د بندیزونو نوملړ بیا خپرول له فردي حقونو سرغړونه ده -ذبیحالله مجاهد
-
تازه خبرونه4 days agoهند د روږدو پر روغتون د هوایي برید د عاملانو د مسوول ګڼلو غوښتنه وکړه
-
تازه خبرونه3 days agoپاکستان د هند او افغانستان د اړیکو له عادي کېدا سره مخالف دی – سهیل شاهین
-
تازه خبرونه5 days agoد پاکستان پوځي رژیم په کابل کې پر نشهيي توکو د روږدو روغتون پر نښه کړ
-
سیمه ییز خبرونه4 days agoاسرائیل د علي لاریجاني د وژلو او تهران پر خلیج هېوادونو د بریدیدونو څرګندونې کوي
