د نوماندو پېژندنه

د عبدالرب الرسول سیاف لنډه پېژندنه

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

< ![endif]–>

عبدالرب رسول سياف د فقير محمد زوى او په ١٣٢٣ل کال د کابل په پغمان ولسوالۍ کې زېږېدلى دى.

لومړنۍ زده کړې يې په ١٣٣٩ل کال د کابل په امام ابوحنيفه مدرسې کې پاى رسولي دي.
سياف په افغانستان کې د روسانو په وړاندې جهادي څېره گڼل کېږي.

سياف په ١٣٤٦ل کال کې د کابل پوهنتون له شرعياتو پوهنځي څخه فارغ شو، وروسته په ١٣٤٨ل کال د شرعياتو په پوهنځي کې د استاد په توگه وټاکل شو، چې دوه کاله پر همدې دندې پاتې شو.


سياف په ١٣٥٠ل کال کې د مصر الازهر پوهنتون ته ولاړ او هلته يې د حديثو په برخه کې د فوق لسانس تر کچې له زدهکړو وروسته بېرته هېواد ته راستون شو.

هغه يو ځل بيا د استادۍ دنده پيل کړه او ور سره جوښت يې د مسلمانو ځوانانو په خوزښت کې سياسي فعاليتونه پيل کړل.


سياف په ١٣٥٣ل کال کې د حکومت پر خلاف د تندو ويناوو او تاوتريخوالي ته د خلکو د هڅولو له كبله زندان ته ولاړ او پېنځه کاله وروسته په ١٣٥٨ل کال کې له زندانه خوشې شو.


سياف له زندان څخه له خوشې کيدو وروسته پاکستان ته ولاړ او هلته يې د برهان الدين رباني په مشرۍ د اسلامي جمعيت په گوند کې د يوې مودې لپاده دنده ترسره کړه؛ خو وروسته يې په ١٣٥٩ل کال کې د افغانستان د اسلامي اتحاد گوند جوړ کړ.


نوموړى په ١٣٧١ ل کال کې د داکتر نجيب الله له حکومت وروسته د يو شمېر نورو جهادي ډلو له مشرانو سره يوځاى کابل ته راغى او د برهان الدين رباني په مشرۍ د حکومت له کلکو ملاتړو وگڼل شو.


د طالبانو لخوا د کابل له نيولو وروسته سياف د هغوى په مخالفت د افغانستان شمال ته ولاړ.

ده د پخواني ولسمشر برهان الدين رباني د مرستيال او د شمال اتحاد د رهبري شورا د غړي په توگه هم دندې ترسره کړي دي.


د طالبانو له حکومت وروسته، سياف په افغانستان کې د نوي حکومت په جوړښت کې ونډه اخستې ده. په بېړنۍ لويه جرگه او د اساسي قانون په لويه جرگه کې هم برخوال و.

سياف د ولسمشر حامد کرزي په مشرۍ د حکومت له کلکو ملاتړو بلل کېږي او د ولسي جرگې په دواړو ټاکنو کې د کابل د خلکو استازى پاتې شوى دى.


ده په تېرو ولسمشريزو ټاکنو کې د ولسمشر حامد کرزي ملاتړ وکړ او دا ځل، چې حامد کرزي نور د قانون له مخې نشي کولى ځان کانديد کړي، په خپله يې ځان ولسمشرۍ ته نومولى دى.


پخواني جهادي مشر محمد اسماعيل خان يې لومړى مرستيال او عرفان الله عرفان يې دوه يم مرستيال دى.


نوموړى په پښتو، فارسي او عربي ژبو فصيحې خبرې کولى شي.


سياف په افغانستان کې د روسانو پر خلاف د جهاد پر مهال په پېښور کې د دعوت الجهاد پوهنتون جوړ کړ، چې افغان، عربو او پاکستاني استادانو په کې تدريس کاوه.


سياف اوسمهال په کابل د دعوت په نوم د يوه خصوصي تلويزيوني چينل ترڅنگ په همدې نوم پوهنتون لري، چې سلگونه محصلين په کې په زدهکړو بوخت دي.


سياف د خپل گوند نوم هم په اسلامي دعوت اړولى دى.

Trending

Exit mobile version