سیمه ییز خبرونه
د عمران خان ګوند پلویان د حکومت جوړولو په لټه کې دي
د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان ته نږدې یوه کس ویلي؛ د دغه ګوند له ملاتړه برخمن نومندان د حکومت جوړولو اراده لري او له پلویانو یې وغوښتل، چې که د انتخاباتو وروستۍ پایلې اعلان نهشي په سولهییز لاریونونه دې وکړي.
په پاکستان کې د پنجشنبې پر ورځ عمومي ټاکنې پیل شوې؛ خو وروستۍ پایلې نن یکشنبه هم اعلان شوې نهدي.
عمران خان او د هغه اصلي سیال پخواني لومړي وزیر نواز شریف دواړو د جمعې پر ورځ خپله بریا اعلان کړې ده.
د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ د پاکستان تحریک انصاف رییس ګوهر خان، چې د عمران خان د وکیل په توګه هم کار کوي؛ په پاکستان کې له ټولو بنسټونو وغوښتل، چې د دې ګوند ماموریت ته درناوی ولري.
نوموړي په یوه خبري ناسته کې څرګنده کړې؛ که د یکشنبې تر شپې د رایو بشپړې پایلې اعلان نهشي، ګوند به یې د یکشنبې پر ورځ د دولتي ادارو مخې ته سولهییز لاریون وکړي.
د عمران خان سلګونه پلویانو د پېښور په شمال لویدیځ ښار کې لاریون وکړ. خان ته نږدې دوه کسانو، چې د لاریون مشري یې کوله، ویلي؛ د ټاکنو له ګټلو سره – سره بایلونکي اعلان شوي دي.
تیمور خان جګړا، چې د عمران خان یو پخوانی ایالتي وزیر دی ویلي مونږ هیڅکله تمه نهدرلوده، چې له مونږ سره دا کړنه رامنځته شي.
لاریون کوونکیو د هغه څه پر ضد شعارونه ورکړل، چې دوی یې په ټاکنو کې درغلي بولي.
نوزاز شریف د جمعې پر ورځ ویلي وه، چې ګوند یې د لویې ډلې په توګه راڅرګند شوی او له نورو ډلو سره به د ائتلافي حکومت پر جوړولو خبرې وکړي.
د شنبې پر ورځ د مازیګر تر ۵ بجو پورې، د رای اچونې له پای ته رسیدو ۴۸ ساعته وروسته، د ټاکنو له ۲۶۵ څوکیو څخه د لس څوکیو پایلې اوس هم مشخصې شوې نهدي.
د ټاکنو کمیسیون په ویب پاڼه کې خپرې شوې تازه احصائې ښيي، چې خپلواکو نوماندانو ۱۰۰ څوکۍ او پاکستان مسلم لیګ نواز ۷۲ څوکۍ ګټلې دي.
د رویټرز د شننې له مخې؛ لږ تر لږه ۹۰ بریالي خپلواک نوماندان د عمران خان ملاتړي دي.
د عمران خان پلويانو په ټاکنو کې د خپلواکو نوماندانو په توګه برخه اخيستې؛ ځکه، چې د ټاکنو کمیسيون د ټاکنو د اصولو د نه مراعاتولو له کبله د نوموړي د ګوند تر بيرغ لاندې نوماندان منع کړي وه.
د دولتي رازونو د افشا کولو، فساد او ناقانونه واده کولو پر تور د عمران خان د بندیز او بند سره – سره ملیونونو پلویانو هغه ته رای ورکړه. که څه هم تر هغې، چې په زندان کې دی د حکومت برخه کېدی نهشي.
د بندي عمران خان د رسنیو سلاکار زلفا بخاري رویټرز ته ویلي؛ د هغه ګوند به له خپلو پلویانو وغواړي، چې له کوم ګوند سره یوځای شي.
په پاکستان کې، خپلواک نوماندان نهشي کولی پخپل سر حکومت جوړ کړي او باید له یوه ګوند سره یوځای شي. څوک، چې غواړي راتلونکی حکومت جوړ کړي د نورو ګوندونو ملاتړ ته اړتیا لري؛ ځکه، چې یو ګوند هم اکثریت رایې ګټلې نهدي.
سیمه ییز خبرونه
ایران د لاریجاني له وژنې وروسته پر تل ابیب خپل کلسټر توغندي وتوغول
اسرائیلو ويلي، چې دا مهمات په هوا کې پر کوچنیو ټوټو وېشل کیږي، چې مخنیوی یې ستونزمن دی. په دې شپنيو بریدونو کې لږ تر لږه دوه کسان وژل شوي دي.
ایران ویلي، چې د خپل لوړ پوړي امنیتي چارواکي علي لاریجاني د وژنې په غبرګون کې یې تل ابیب پر کلسټر توغندیو پر نښه کړی دی.
اسرائیلو ويلي، چې دا مهمات په هوا کې پر کوچنیو ټوټو وېشل کیږي، چې مخنیوی یې ستونزمن دی. په دې شپنيو بریدونو کې لږ تر لږه دوه کسان وژل شوي دي.
په اسرائیل کې د جګړې له پیل راپدېخوا د مړو شمېر ۱۴ ته رسېدلی دی.
دغه راز د ایران دننه، یو توغندی د بوشهر اټومي بټۍ ته نږدې راکښته شوی؛ خو چارواکو ویلي، چې زیان نلري.
د نړیوالې اټومي انرژۍ ادارې رییس رافیل ګروسي د اټومي حادثې د خطر د مخنیوي لپاره د زغم غوښتنه کړې ده.
امریکا او اسرائیل ویلي؛ وروستي بریدونه اټومي وسلو ته د ایران د نه لاسرسي لپاره تر سره شوي، چې په کې یو شمېر لوړ پوړي ایراني چارواکي ووژل شول.
د ایران حکومت د هېواد د ملي امنیت عالي شورا د مشر لاریجاني وژنه تائید کړې ده.
دغه راز د راپورونو له مخې د لاریجاني زوی او د لاریجاني مرستیال علیرضا بیات هم د دوشنبې پر شپه په یوه برید کې ووژل شول.
رویټرز د ایراني چارواکو د څرګندونو له مخې ویلي، چې د ایران نوي رهبر مجتبی خامنهیي د تاوتریخوالي کمولو یا اوربند لپاره هر ډول وړاندیز رد کړی او زیاتوي، چې «د سولې وخت اوس هم ندی راغلی.» هغه د خپلې بهرنۍ پالیسۍ په لومړۍ غونډه کې ویلي، چې امریکا او اسرائیل باید خپله ماتې ومني؛ غرامت او تاوان ورکړي.
په سیمه کې د هرمز تنګی، چې د نړۍ د تېلو د لېږد یوه اړینه لار ده؛ تړلې پاتې ده او دې کار د تېلو بیې لوړې کړې دي.
ویل کیږي، چې روانو نښتو د انفلاسیون او د تېلو د بیو له لوړېدا څخه نیولې ان د الوتنو د ګډوډیو او په نړۍ کې د خوراکي توکو د ناورین رامنځته کېدا پورې پراخې نړیوالې اندېښنې راپارولې دي.
سیمه ییز خبرونه
اسرائیل د علي لاریجاني د وژلو او تهران پر خلیج هېوادونو د بریدیدونو څرګندونې کوي
رویټرز راپور ورکړی، چې کاټز په یوه خبرپانه کې څرګنده کړې؛ پوځ خبر ورکړی، چې د ایران د ملي امنیت عالي شورا منشي علي لاریجاني وژل شوی دی.
د اسرائیلو دفاع وزیر اسرائیل کاټز د سېشنبې پر ورځ ویلي، چې د اسرائیلو پوځ د تېرې شپې په هوايي بریدونو کې د ایران د ملي امنیت عالي شورا منشي علي لاریجاني وژلي او تهران پر خلیج هېوادونو بریدونه روان ساتلي، چې ورسره یې د انرژۍ بیې لوړې کړې دي.
رویټرز راپور ورکړی، چې کاټز په یوه خبرپانه کې څرګنده کړې؛ پوځ خبر ورکړی، چې د ایران د ملي امنیت عالي شورا منشي علي لاریجاني وژل شوی دی.
د ایران دولتي رسنیو د امریکا په برید کې د وژل شویو ایراني بحري ځواکونو د جنازې مراسمو ته، چې د جنازې مراسم به یې د سېشنبې پر ورځ تر سره کیږي په نغوته کې د علي لاریجاني پر لاس لیکل شوی یادښت خپور کړی؛ تهران د کاټز د څرګندونو په اړه تر دې دمه څه ندي ویلي.
لاریجاني د فبرورۍ پر اتهویشتمه د اسرائیلو او امریکا د هوايي بریدونو پر لومړۍ ورځ د ستر مذهبي رهبر ایت الله خامنهیي له وژل کېدا راپدېخوا تر ټولو لوړ پوړی کس و.
کاټز زیاته کړې، چې د ایران د بحري ځواکونو قومندان غلام رضا سلیماني هم وژل شوی دی.
بحري ځواکونه د سپاه پاسدارانو تر څارنې لاندې پوځي ځواک دی، چې ډېری وختونه په ایران کې د لاریونونو د ځپلو لپاره کارول کیږي.
د اسرائیلو د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو دفتر په خبرپاڼه کې راغلي، چې د اسرائیلو مشر “د ایراني رژیم د لوړ پوړو چارواکو د له منځه وړلو” امر کړی دی.
د ایران پر وړاندې د امریکا او اسرائیلو د جګړې دریېمه اوونۍ روانه ده، چې لږترلږه ۲۰۰۰ کسان په کې وژل شوي او پای یې هم نهلیدل کیږي.
د هرمز تنګی په لویه کچه تړلی پاتې دی او د امریکا متحدینو د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغه غوښتنې رد کړي، چې د دغو اړینو اوبو د لارې د بیا پرانیستلو لپاره مرسته وکړې ا و د نړۍ د ۲۰ سلنې تېلو او مایع طبیعي ګاز د لېږد بهیر روان وساتي.
د سې شنبې پر ورځ د دواړو خواوو لهخوا په بریدونو کې کوم کمښت ندی راغلی؛ ایران د شپې لهخوا پر اسرائیلو توغندي وتوغول.
د اسرائیلو پوځ ویلي، چې دوی پر تهران د بریدونو په نوې څپه کې “د ایران رژیم ودانیز بنسټونه” پر نښه کړي او همدارنګه په بیروت کې د حزب الله ځالې ویشتل شوې دي.
اسرائیلو ویلي، چې له ایران سره د لږ تر لږه درې نورو اوونیو د جګړې لپاره پراخ پلانونه لري.
سیمه ییز خبرونه
ایران د تېلو د بندېدا او ټرمپ د سختو بریدونو ګواښ کړی
د ایران سپاه پاسداران د سېشنبې پر ورځ( د کب نولسمه ) ویلي، چې که امریکا او اسرائیل خپل بریدونه روان وساتي؛ نو دوی به “یو لیټر تېلو” ته له منځني ختیځ څخه د لېږدولو اجازه ورنکړي، خو د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خبرداری ورکړی، چې که ایران د انرژۍ له تولیدونکې سیمې څخه د صادراتو مخه ونیسي له سختو بریدونو سره به مخ شي.
ایران وايي، چې د تېلو بندول به تر هغې روان وساتي، چې پر دې هېواد بریدونه پای ته ونهرسیږي؛ خو د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرې د سختو بریدونو ګواښ کړی دی.
د ایران سپاه پاسداران د سېشنبې پر ورځ( د کب نولسمه ) ویلي، چې که امریکا او اسرائیل خپل بریدونه روان وساتي؛ نو دوی به “یو لیټر تېلو” ته له منځني ختیځ څخه د لېږدولو اجازه ورنکړي، خو د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خبرداری ورکړی، چې که ایران د انرژۍ له تولیدونکې سیمې څخه د صادراتو مخه ونیسي له سختو بریدونو سره به مخ شي.
د رویټرز د راپور له مخې؛ د ټرمپ څرګندونې له هغې وروسته راپورته شوې، چې د دوشنبې پر ورځ امنیتي بنسټونو د ایران د نوي مذهبي رهبر مجتبا خامنهیي له غوراوي خبر ورکړ، چې ورسره نړیوال مالي بازارونه هم له اندېښنو سره مخ شول.
ټرمپ څرګنده کړې؛ امریکا د ایران پوځ ته جدي زیان رسولی او وړاندویېنه یې کړې، چې شخړه به د هغه له ټاکل شوي څلور اوونیز وخت څخه مخکې پای ته ورسیږي. که څه هم هغه د بریا له څرنګوالي څه ندي ویلي.
اسرائیل ويلي؛ د دوی د جګړې موخه د ایران د مذهبي واکمنۍ د سیسټم نسکورول دي.
امریکایي چارواکو ويلي، چې د واشنګټن هدف د ایران د توغندیزو وړتیاوو او اټومي پروګرام له منځه وړل دي؛ خو ټرمپ ویلي، جګړه یوازې د ایران د حکومت له اطاعت سره پای ته رسېدلی شي.
د ایران یوه ویاند دولتي رسنیو ته ویلي، “مونږ هغه کسان یوو، چې د جګړې پای ټاکو.”
دغه راز ویل کیږي، چې د تهران د تېلو پر چاڼخونې له برید وروسته د جګړې له کبله د هرمز تنګي د بندېدا ګواښ نړۍ ته د انرژۍ نهرسېدلو په اړه بېلابېلې سیاسي، اقتصادي او سوداګریزې اندېښنې رامنځته کړې دي.
-
تازه خبرونه2 days agoد اسلامي امارت یوه غړي په برلین کې د افغانستان سفارت چارسمبالي پر غاړه اخیستې
-
تازه خبرونه2 days agoد پاکستان پوځي رژیم یو ځل بیا اوربند مات کړ
-
نړۍ17 hours agoکیم جونګ اون یو ځل بیا د شمالي کوریا د دولتي چارو رییس وټاکل شو
-
تازه خبرونه11 hours agoپاکستان له افغانستان سره په روان جنګ کې د روسیې د منځګړیتوب غوښتنه وکړه
-
لوبی2 days agoپه کوکپر نړیوالو سیالیو کې د وزلوبې ملي لوبډله درېیمه شوه
-
تازه خبرونه15 hours agoنړۍ دې د افغانستان او پاکستان د پراخې جګړې مخه ونیسي – فایننشل ټایمز
-
تازه خبرونه1 day agoد افغانستان او پاکستان ترمنځ تاوتریخوالی خطرناک پړاو ته رسېدلی – د بحران نړیواله ډله
-
نړۍ2 days agoټرمپ ایران ته د انرژۍ پر ودانیزو بنسټونو د بریدونو ګواښ وکړ
