لوبی
د غازي امان الله خان د ۲۰۲۳ سیمهيیز الف نوملړ سیالۍ پیل شوې
د یکشنبې پر ورځ په ننګرهار ولایت کې د غازي امان الله خان ۲۰۲۳ سیمهییز الف نوملړ تورنمنت شپږم پړاو پیل شو.
د دغو سیالیو د پرانیستې مراسمو کې، چې نن سهار په یاد لوبغالي کې ترسره شول؛ د افغانستان کرکت بورد د عمومي رییس میرویس اشرف په ګډون د کورني کرکت څانګې مسوول نظیم جار عبدالرحیمزي، د اتصالات افغانستان او ملي رادیو تلویزیون استازیو او ګڼ شمېر نورو میلمنو شتون درلود.
د افغانستان کرکت بورد په خپره شوې خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې په دغو پنځوس اوریزو سیالیو کې پېنځه غوره سیمهییزې لوبډلې د دوه پړاوونو پر بڼه سیالي کوي، چې دوه مخکښې لوبډلې به د نومبر پر شلمه د ننګرهار ولایت په غازي امان الله خان کرکت لوبغالي کې پایلوبې ته لار ومومي.
په نننۍ پرانیستونکې لوبه کې دفاعي اتله لوبډله مس عینک زون له آمو زون سره مخ کیږي. نورې درې لوبډلې سپین غر، بند امیر او بست دي.
په دې تورنمنت او سیالیو کې به د فاینل په ګډون ۲۱ لوبې ترسره شي.
دغه سیالۍ د کورني کرکت د جوړښت یوه لویه برخه ده او په افغانستان کې د لوبغاړیو او لوبې په وده کې مرسته کوي. د افغانستان کرکت بورد د څرګندونو له مخې؛ دا د شین افغانستان له یو ورځنیي جام وروسته د کال دوهیم الف نوملړ سیالۍ دي، چې د روان کال په می میاشت کې ترسره شوې.
لوبی
راشد خان او عظمتالله عمرزي په پنځوسآوریزو لوبو کې خپل لومړي ځایونه وساتل
د پاکستان ابرار احمد د ۶۷۵ امتیازونو له لرلو سره دوهیم او د سویلي افریقا کیشو مهاراج د ۶۶۷ امتیازونو پر لرلو درېیم ځای ته پورته شوی دی.
لوبی
د افغانستان کرکټ بورډ د چټک توپاچوونکو د استعداد موندنې ملي پروګرام پیلوي
د افغانستان کرکټ بورډ د څرګندونو له مخې، دغه پروګرام به د اوکټوبر پر څلورمه په کندوز ولایت کې پیل شي او له هغې وروسته به ارزونې په هرات، کندهار، کابل، خوست، پکتیا او کونړ کې روانې وي او د اوکټوبر پر اووهویشتمه به په ننګرهار کې پای ته ورسېږي.
د افغانستان کرکټ بورډ د ظرفیت لوړونې مرکز راتلونکې میاشت د هېواد په څو ولایتونو کې د چټک توپاچوونکو د استعداد موندنې لپاره « تندر» نومی ملي پروګرام پیلوي.
د افغانستان کرکټ بورډ د څرګندونو له مخې، دغه پروګرام به د اوکټوبر پر څلورمه په کندوز ولایت کې پیل شي او له هغې وروسته به ارزونې په هرات، کندهار، کابل، خوست، پکتیا او کونړ کې روانې وي او د اوکټوبر پر اووهویشتمه به په ننګرهار کې پای ته ورسېږي.
د دغه بورډ د څرګندونو له مخې: د ګډون شرایط دا دي، چې لوبغاړي له ۱۹ څخه تر ۲۶ کلونو عمر ولري؛ لږ تر لږه ۱۸۰ سانټيمټره لوړوالی ولري، د اعتبار وړ برښنايي تذکره ولري او توپ په ساعت کې لږ تر لږه ۱۴۰ کیلومټره چټکتیا سره وغورځولی شي.
د اعلان شوې مهالوېش له مخې؛ په کندوز کې به ارزونې د اوکټوبر پر څلورمه او پېنځمه، په هرات کې د اوکټوبر پر نهمه او لسمه، په کندهار کې د اوکټوبر پر دولسمه، په کابل کې د اوکټوبر پر څوارلسمه او پېنځلسمه، په خوست کې د اوکټوبر پر نولسمه، په پکتیا کې د اوکټوبر پر یوویشتمه او په کونړ کې د اوکټوبر پر پېنځهویشتمه ترسره شي. وروستی پړاو به هم د اوکټوبر پر اووهویشتمه په ننګرهار کې ترسره شي.
د افغانستان کرکټ بورډ له ټولو هغو لوبغاړو، چې په لوړه کچه چټک توپاچوونکي کېدی شي؛ په ټاکل شویو نېټو په خپلو اړوند ولایتونو کې د «تندر» نومي چټک توپاچوونکو د استعدادونو د موندنې په پروګرام کې ګډون وکړي.
د افغانستان کرکټ بورډ وایي، د دغه پروګرام موخه د افغانستان له بېلابېلو سیمو څخه د چټک توپاچولو هیلهبښوونکو استعدادونو موندل او د هېواد د کرکټ د لوړې کچې د فعالیتونو د سیسټم له لارې د مستعدو لوبغاړو د ودې او پرمختګ لپاره د زمینې برابرول دي.
لوبی
طوفان هرات او عینو مېنه کندهار ۱-۱ مساوي شول
عنایتالله کوهي د لوبې په لومړۍ نیمایي کې طوفان هرات ته لومړی ګول وواهه؛ خو احمد بنيمقدس د لوبې په دوهدېرشمه دقیقه کې عینو مېنه کندهار ته ګول ورکړ او لوبه مساوي شوه.
د افغانستان اتلانو لیګ روشن د سېشنبې پر ورځ په کابل کې د نههویشتمې لوبې پر مهال طوفان هرات او عینو مېنه کندهار یو پر یو مساوي ولوبېدل.
عنایتالله کوهي د لوبې په لومړۍ نیمایي کې طوفان هرات ته لومړی ګول وواهه؛ خو احمد بنيمقدس د لوبې په دوهدېرشمه دقیقه کې عینو مېنه کندهار ته ګول ورکړ او لوبه مساوي شوه.
د لوبې په دوهیمه نیمایي کې دواړو لوبډلو د ګول وهلو څو فرصتونه درلودل؛ خو ونه توانېدل، چې له دغو فرصتونو ګټه واخلي او لوبه یو- یو پای ته ورسېده.
طوفان هرات په دې لوبه کې ۱۲ سرغړونې وکړې او یو ژېړه کارت یې واخیست. عینو مېنه کندهار بیا ۱۶ سرغړونې وکړې او دوه ژېړ کارتونه یې ترلاسه کړل.
طوفان هرات به خپله راتلونکې لوبه د اوکټوبر پر لومړۍ له آرمان افسي سره وکړي او عینو مېنه کندهار به د اوکټوبر پر دوهیمه له ابومسلم فراه سره مخ شي.
د افغانستان اتلانو لیګ روشن د شپږم پړاو سیالۍ پر ژوندۍ بڼه له آریانا ټلویزیون څخه خپرېږي.
-
تازه خبرونه3 days agoد افغانانو د پناه غوښتنې په دوسیو کې ۴۰ سلنه تېروتنې شوي – د امریکا کورني امنیت وزارت
-
تازه خبرونه4 days agoد ملګرو ملتونو خبرداری؛ مالي کړکېچ ۸.۳ میلیون کډوال له مرستو بېبرخې کولی شي
-
سیمه ییز خبرونه4 days agoد جګړې د پای ته رسولو نوې هڅې؛ امریکا او ایران له منځګړو سره بېلابېل ولیدل
-
نړۍ5 days agoد صربستان ولسمشر له پارلماني ټاکنو مخکې له دندې ګوښه شو
-
تازه خبرونه4 days agoامریکايي پلاوي د افغانستان جنګ په اړه له عاصم منیر سره ولیدل
-
تازه خبرونه3 days agoپه هلمند کې له ځانګړي ۱۴ کلن کورني بند څخه یوه ښځه وژغورل شوه
-
تازه خبرونه4 days agoنیکولا بلومو په افغانستان کې د اروپايي ټولنې نوی چارسمبالی شو
-
لوبی5 days agoد افغانستان او هند د آسیايي سیالۍ د اته غوره لوبډلو پړاو لوبه د باران له کبله لغوه شو
