Connect with us

تازه خبرونه

په غزني كې د وسله والو بريد د ۱۹ بريد گرو په وژل كيدو پاى ته ورسيد

خپور شوی

د

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

2

د غزني چارواكي وايي، چې وسله والو نن سهار(د وږي ۱۳)په غزني كې د چټك غبرگون د قطعې پر قوماندانۍ او ورڅيرمه نورو ودانيو بريد وكړ.

په غزني کې د چټک غبرگون قوماندان پاچا خان وايي؛ وسلوال بریدگرټول ۱۹ کسان ول ، چې د پولیسو جامې یې په غاړه وې.

د نوموړي په وینا، بریدگرټول وژل شوي دي.

ښاغلی پاچا خان زیاتوي، په دې برید کې اته پولیس وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي.

له بلې خوا د غزني د ولايتي روغتون مسوولين وايي، چې دغه روغتون ته د بريد له سيمې څخه اويا ټپيان وروړل شوي، چې د ډېرو روغتيايي حالت نازك او كابل ته ليږدول شوي دي.

همدا راز په غزني ښار كې د يو خصوصي روغتون مسوولينو ويلي، چې له پېښې څخه تر نوي پورې ټيپان وروړل شوي دي.

 عيني شاهدانو ويلي، چې په دې پېښه كې څه نا څه ۱۰ ملکي وگړي وژل شوي او ۱۵۰ نورټپیان دي.

Advertisement

تازه خبرونه

د یو او بل ترڅنګ ودرېږئ او د دښمنانو بدې ارادې شنډې کړئ – د اسلامي امارت رهبر

هغه د افغانستان له خلکو غوښتي، چې د امنیت، هوساینې، آبادۍ او شرعي نظام درناوی وکړي او د پیاوړتیا او پایښت لپاره د یو او بل ترڅنګ ودرېږي.

Published

on

د اسلامي امارت رهبر شیخ هبة‌الله آخوندزاده د لوی اختر په مناسبت په خپل پیغام کې د افغانستان خلکو او د نړۍ مسلمانانو ته د اختر مبارکي ویلې او د شرعي نظام پر ساتنه، د شریعت پر پلي کېدا او د بېرته راستنېدونکو کډوالو ستونزو ته پر رسېدنې یې ټینګار کړی دی.

هغه د افغانستان له خلکو غوښتي، چې د امنیت، هوساینې، آبادۍ او شرعي نظام درناوی وکړي او د پیاوړتیا او پایښت لپاره د یو او بل ترڅنګ ودرېږي.

د اسلامي امارت رهبر زیاته کړې، چې د اسلامي نظام پر حاکمیت د خلکو شرعي حقونه خوندي شوي او د ظلم او تېري مخه نیول شوې ده.

هغه د شرعي محکمو فعالیتونه او د امر بالمعروف او نهی عن المنکر پلي کېدل د ټولنې د اصلاح برخه بللې ده.

په دې پیغام کې له عالمانو، د امر بالمعروف مسولانو او د دعوت او ارشاد ادارو غوښتل شوي، چې د دیني پوهاوي په ځانګړي ډول د لمانځه او عقیدې اړوند برخو کې خپلې هڅې روانې وساتي.

مولوي هبة‌الله آخوندزاده ویلي، اسلامي امارت د یتیمانو، کونډو، معلولانو او اړمنو خلکو ملاتړ ته ژمن دی او له افغان پانګوالو یې غوښتي، چې له بې‌وزلو او زیانمنو خلکو سره خپلو مرستو ته ډېره پاملرنه وکړي.

هغه ټینګار کړی، چې اسلامي امارت له نړۍ؛ په ځانګړي توګه له اسلامي هېوادونو سره د شریعت د اصولو پر بنسټ سیاسي او اقتصادي اړیکې غواړي.

د اسلامي امارت رهبر د خپل پیغام په یوه برخه کې حکومتي مسوولانو ته سپارښتنه کړې، چې د خپلو دندو پر مهال د خلکو خدمت، هوساینه او د چارو چټکتیا په پام کې ونیسي او پر خلکو له ظلم څخه ډډه وکړي.

د اسلامي امارت رهبر امنیتي ادارو ته هم لارښوونه کړې، چې د اختر په ورځو کې د خلکو د امنیت او آرامۍ لپاره لازم تدابیر ونیسي. همداراز اړوند مسوولانو ته یې سپارښتنه کړې، چې بېرته راستنېدونکو کډوالو ته د استوګنې، د ځمکو د وېش او نورو آسانتیاوو برابرولو ته ډېره پاملرنه وکړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د ملي تدارکاتو کمیسیون د شاوخوا ۴.۲ میلیارډ افغانیو پر ارزښت ۱۵ پروژې منظور کړې

د ریاست‌الوزرا د خبرپاڼې له مخې؛ په منظور شویو او تعدیل شویو پروژو کې د غزني ولایت د زردالو بند د جیوتخنیکي څېړنو بشپړول، د بلخ ولایت په حیرتان بندر کې د ۱۴ کیلومټره سړک جوړول، د کابل ـ لوګر لویې لارې د لومړۍ برخې له پای څخه تر سنګ‌نوشته سیمې پورې د سړک جوړول او د فاریاب ولایت د لولاش، د غزني ولایت د اندر، د دایکنډي ولایت د کجران، د بادغیس ولایت د بالامرغاب، د بامیان ولایت د کهمرد او د خوست ولایت د موسی‌خېل ولسوالیو د عامه روغتونونو جوړول او دغه راز د بېلابېلو ولایتونو د برښنا رسونې او برښنا وېش د پاتې چارو بشپړول هم شامل دي.

Published

on

Last Updated on: غبرګولى ۳, ۱۴۰۵

د ملي تدارکاتو کمیسیون، چې مشري یې د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر کوله؛ نن (شنبه د غبرګولي دوه‌یمه) د شاوخوا ۴.۲ میلیارډ افغانیو پر ارزښت ۱۵ پروژې منظور کړې او په ۷ نورو پروژو کې یې ځینې تعدیلات راوستل.

د ریاست‌الوزرا د خبرپاڼې له مخې؛ په منظور شویو او تعدیل شویو پروژو کې د غزني ولایت د زردالو بند د جیوتخنیکي څېړنو بشپړول، د بلخ ولایت په حیرتان بندر کې د ۱۴ کیلومټره سړک جوړول، د کابل ـ لوګر لویې لارې د لومړۍ برخې له پای څخه تر سنګ‌نوشته سیمې پورې د سړک جوړول او د فاریاب ولایت د لولاش، د غزني ولایت د اندر، د دایکنډي ولایت د کجران، د بادغیس ولایت د بالامرغاب، د بامیان ولایت د کهمرد او د خوست ولایت د موسی‌خېل ولسوالیو د عامه روغتونونو جوړول او دغه راز د بېلابېلو ولایتونو د برښنا رسونې او برښنا وېش د پاتې چارو بشپړول هم شامل دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

چین او روسیې د افغانستان په تړاو د همغږۍ پر پراختیا ټینګار وکړ

دغه خبرپاڼه چین ته د ولادیمیر پوتین د سفر او له شي جین‌پین سره له لیدنې وروسته خپره شوې ده. دواړو هېوادونو ویلي، چې د ترهګرۍ پر ضد د افغانستان له هڅو ملاتړ کوي او ټینګار یې کړی، چې د افغانستان خاوره باید د ګاونډ او سیمې د هېوادونو پر ضد ونه کارول شي.

Published

on

شي جین‌پینګ او ولادمیر پوتین په یوه ګډه خبرپاڼه کې د افغانستان په اړه د همغږۍ او همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی او خبرداری ورکوي، چې ترهګري اوس هم د سیمې او نړۍ د امنیت لپاره جدي ګواښ بلل کېږي.

دغه خبرپاڼه چین ته د ولادیمیر پوتین د سفر او له شي جین‌پین سره له لیدنې وروسته خپره شوې ده. دواړو هېوادونو ویلي، چې د ترهګرۍ پر ضد د افغانستان له هڅو ملاتړ کوي او ټینګار یې کړی، چې د افغانستان خاوره باید د ګاونډ او سیمې د هېوادونو پر ضد ونه کارول شي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې چین او روسیه به د افغانستان په تړاو خپلې دوه‌اړخیزې او څو‌اړخیزې همکارۍ پراخې کړي او د افغانستان اړوند سیمه‌ییزو ډیپلوماټیکو چوکاټونو ملاتړ به روان وساتي.

دواړو هېوادونو د افغانستان د ګاونډ هېوادونو بهرنیو چارو وزیرانو غونډه د «مسکو فارمټ» ناستې، د چین، روسیې، پاکستان او ایران څلوراړخیز میکانېزم او همداراز شانګهای همکاریوټولنې  د افغانستان د مسئلې د سیاسي حل او په دغه هېواد کې د اوږدمهاله ثبات لپاره مهمې لارې بللې دي.

د خبرپاڼې په یوه برخه کې راغلي: «دواړه لوري د افغانستان د مسئلې د سیاسي حل لپاره د سیمه‌ییزو پلاتفورمونو مثبت او رغنده رول ته ځانګړی ارزښت ورکوي او ملاتړ یې کوي.»

چین او روسیې خبرداری ورکړی، چې ترهګري اوس هم افغانستان او شاوخوا هېوادونه ګواښي او د سیمې له هېوادونو او نړیوالې ټولنې یې غوښتي، چې له کابل سره د ترهګرۍ ضد همکارۍ پراخې کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې اسلامي امارت څو ځله ویلي؛ هیڅ وسله‌والې ډلې ته اجازه نه‌ورکوي، چې د افغانستان له خاورې د ګاونډ هېوادونو پر ضد کار واخلي.

د خبرپاڼې له مخې؛ دواړو هېوادونو په افغانستان کې د «تلپاتې سولې او ثبات» د ټینګښت لپاره له ګډو هڅو ملاتړ کړی او د امنیتي ننګونو پر وړاندې یې د سیمه‌ییزې همغږۍ پر اهمیت ټینګار کړی دی.

افغانستان د چین او روسیې خبرپاڼې یوه پراخه برخه وه، چې په کې سیمه‌ییز امنیت، اقتصادي همکارۍ، یو‌اړخیز بندیزونه او د منځني ختیځ، اوکراین او کوریا ټاپووزمې بدلونونه د ټینګار وړ ول.

په خبرپاڼه کې دواړو هېوادونو پر ایران د امریکا او اسرائیلو پوځي بریدونه د نړیوالو قوانینو او د نړیوالو اړیکو د بنسټیزو اصولو خلاف بللي او ویلي یې دي، چې دغو بریدونو د منځني ختیځ ثبات سخت زیانمن کړی دی.

چین او روسیې ټینګار کړی؛ ښکېل لوري باید ژر تر ژره خبرو او مذاکراتو ته بېرته راوګرځي، چې د کړکېچ د پراخېدو مخه ونیول شي.

هغوی له نړیوالې ټولنې هم غوښتي، چې بې‌طرفه او عادلانه دریځ غوره کړي او د کړکېچونو د کمولو او د نړیوالو اړیکو د بنسټیزو اصولو د ساتنې لپاره هڅې وکړي.

دغه راز دواړو هېوادونو په غزه کې د تلپاتې اوربند غوښتنه کړې او ویلي یې دي، چې دا اقدام کولی شي د اوږدمهاله ثبات او د بشري مرستو د بې‌خنډه رسېدو زمینه برابره کړي.

چین او روسیې د نړیوالو قوانینو او د دوه دولتونو د حللارې پر بنسټ د فلسطین د مسئلې پر عادلانه او دایمي حل ټینګار کړی او د داسې خپلواک، سوکاله او بشپړ ځمکني بشپړتیا لرونکي فلسطیني دولت غوښتنه یې کړې، چې له اسرائیلو سره په سوله او امنیت کې ژوند وکړي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!