Connect with us

سیمه ییز خبرونه

د غزې په جبالیه کې د اسرائیلو پر بریدونو ۱۹۵ فلسطینیان وژل شوي – حماس

خپور شوی

د

د حماس د دولتي رسنیو دفتر څرګنده کړې؛ سې شنبه او چارشنبه د غزې په جبالیه کې د کډوالو پر کمپ د اسرائیلو په بریدونو کې لږ تر لږه ۱۹۵ فلسطینیان وژل شوي دي.

یاد دفتر په یوه اعلامیه کې ویلي، څه باندې ۱۲۰ کسان اوس هم تر خاورو او ویجاړیو لاندې دي او لږ تر لږه ۷۷۷ نور ټپیان دي.

د رویترز خبري اژانس د راپور له مخې؛ اسرائیل ویلي، چې په کمپ کې یې د حماس مشران پر نښه کړي او وژلي دي.

سیمه ییز خبرونه

د امریکا او ایران درېیم پړاو خبرې د پنجشنبې پر ورځ ترسره کیږي

دا په داسې حال کې ده، چې امریکا په منځني ختیځ کې خپل پوځي حضور زیات کړی او ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېره پنجشنبه خبرداری ورکړی، چې که د تهران د هستوي پروګرام پر سر د اوږدمهاله اختلاف د حل لپاره هوکړه و نشي؛ «رښتیا هم بدې پېښې به رامنځته شي».

Published

on

د عمان بهرنیو چارو وزیر بدر البوسعید څرګنده کړې، چې ایران او امریکا به د پنجشنبې پر ورځ( د کب اوومه ) د هستوي خبرو درېیم پړاو په ژنیو کې ترسره کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې امریکا په منځني ختیځ کې خپل پوځي حضور زیات کړی او ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېره پنجشنبه خبرداری ورکړی، چې که د تهران د هستوي پروګرام پر سر د اوږدمهاله اختلاف د حل لپاره هوکړه و نشي؛ «رښتیا هم بدې پېښې به رامنځته شي».

د عمان بهرنیو چارو وزیر، چې د واشنګټن او تهران ترمنځ په غیرمستقیمو خبرو کې د منځګړيتوه هڅه کوي؛ د یکشنبې پر ورځ ویلي: «خوښ یم، چې تأئیدوم؛ د امریکا او ایران خبرې د پنجشنبې پر ورځ په ژنیو کې تنظیم شوي او د هوکړې د وروستي کولو لپاره هم مثبتې هڅې روانې دي.»

رویټرز د یکشنبې پر ورځ راپور ورکړ، چې ایران چمتو دی د خپلې هستوي برنامې په اړه نوي امتیازات وړاندې کړي؛ خو په دې شرط، چې اقتصادي بندیزونه لرې شي او د تهران د «سوله‌ییز هستوي بډاینې» حق پر رسمیت وپېژندل شي.

د ایران ولسمشرمسعود پزشکیان د یکشنبې پر ورځ په ایکس پاڼه کې په پوره پاملرنه لېوالتیا ښکاره کړه، چې وروستیو خبرو «هیله‌بښونکې نښې» لرلي؛ خو په دغه راز یې د «هرې احتمالي سناریو» لپاره د تهران پر چمتووالي ټینګار وکړ.

ټرمپ د غور په حال کې دی، چې ولې تهران «سرټیټ» نګړ

د ټرمپ ځانګړي استازي سټیو ویټکوف، چې د امریکا له لوري د هستوي خبرو مشري کوي؛ د شنبې پر ورځ ویلي: د امریکا ولسمشر غواړي پوه شي، چې ولې ایران اوس هم «سرټیټ» نکړ او د خپلې هستوي برنامې د محدودولو منلو ته حاضر شوی ندی.

ویټکوف له فاکس نیوز سره په مرکه کې ویلي: « زه نه غواړم د ناهیلۍ کلمه وکاروم؛ ځکه هغه پوهېږي ډېر انتخابونه لري، خو لیواله دی پوه شي ولې هغوی سرټیټ کړی ندی… ولې د دې فشار او د سمندري ځواک د دې پراخ حضور تر سیوري لاندې هغوی مونږ ته سرنه‌ټیټوي او نه وایي: مونږ اعلان کوو، چې وسلې نه غواړو؛ نو دا هغه څه دي، چې مونږ یې ترسره کولو ته چمتو یوو. سره له دې هغوی دې ټکي ته رسول لږ څه ستونزمن دي.»

د ایران بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي په دې اړه په ایکس پاڼه کې د ټرمپ خبرو ته خپل غبرګون داسې لیکلی: «غواړئ پوه شئ، چې ولې مونږ سرټیټ نکړ؟ ځکه مونږ ایرانیان یوو.»

هغه همداراز له سي‌بي‌اس سره په مرکه کې ویلي، چې اختلافات د ډیپلوماسۍ له لارې حل کېدی شي.

Continue Reading

سیمه ییز خبرونه

ایران به له ستونزو سره – سره سر ټیټ نکړي- پزشکیان

پزشکیان په دولتي ټلویزیون کې، چې پر ژوندۍ بڼه خپره شوې د وینا پر مهال ویلي: “نړیوال قدرتونه په یوه کتار کې ولاړ دي، چې مونږ د سر ټیټولو اړ کړي؛ خو مونږ به له ټولو هغو ستونزو سره – سره، چې دوی یې مونږ ته رامنځته کوي سر ټیټ نکړو.”

Published

on

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان ويلي، چې هېواد به یې له امریکا سره د اټومي خبرو اترو په بهیر کې د نړۍ د قدرتونو فشار ته سر ټیټ نکړي.

پزشکیان په دولتي ټلویزیون کې، چې پر ژوندۍ بڼه خپره شوې د وینا پر مهال ویلي: “نړیوال قدرتونه په یوه کتار کې ولاړ دي، چې مونږ د سر ټیټولو اړ کړي؛ خو مونږ به له ټولو هغو ستونزو سره – سره، چې دوی یې مونږ ته رامنځته کوي سر ټیټ نکړو.”

Continue Reading

سیمه ییز خبرونه

د سې شنبې پر ورځ په ژنیو کې د ایران او امریکا خبرې کیږي

نوموړي زیاته کړې، چې که امریکایي اړخ د بندیزونو د لرې کولو په اړه خبرو اترو ته چمتو وي؛ نو ایران چمتو دی، چې له امریکا سره اټومي هوکړې  ته د رسېدو لپاره ځینې امتیازات وړاندې کړي.

Published

on

د ایران بهرنیو چارو وزارت مرستیال  مجید تخت روانچي له بي بي سي سره په یوه مرکه کې ویلي، چې د ایران او امریکا د خبرو اترو دوه‌یم پړاو به د سې‌شنبې پر ورځ په ژنیو کې ترسره شي.

نوموړي زیاته کړې، چې که امریکایي اړخ د بندیزونو د لرې کولو په اړه خبرو اترو ته چمتو وي؛ نو ایران چمتو دی، چې له امریکا سره اټومي هوکړې  ته د رسېدو لپاره ځینې امتیازات وړاندې کړي.

مجید تخت روانچي دې خبرو اترو ته په نغوته(اشاره) ویلي؛ دوی هیله لري، چې د ډیپلوماسۍ له لارې یوې پایلې ته ورسیږي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ مونږ چمتو یوو، چې له واشنګټن سره د یورانیمو د غني کولو په اړه د ۶۰ سلنې په اړه بحث وکړو.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!