تازه خبرونه

د غصب شویو ځمکو لپاره د ځانګړې محکمې په چارو کې د نه‌لاسوهنې حکم صادر شو

ویل کیږي، چې ياده محکمه د امارتي غصب شويو ځمکو اړوند شخړې د کمیسيون له لوري پر هر اړخيزه بڼه ارزوي او په اړه یې شرعي پرېکړه صادره کوي.

Published

on

د اسلامي امارت رهبر حکم کړی؛ د غصب شویو امارتي( سلطاني) ځمکو، عامه څړځایونو او وقفونو د قضیو څېړنه یوازې د غصب شویو ځمکو لپاره د ځانګړې محکمې په واک کې ده او هیڅ بل وزارت یا اداره حق نلري، چې په دې قضیو کې لاسوهنه وکړي.

د دې حکم د لومړۍ مادې له مخې؛ د غصب شویو اماراتي ځمکو، عامه څړځایونو او وقفونو پورې اړوند ټولې قضیې یوازې د دې محکمې په واک کې دي او نورې امارتي ادارې نشي کولی په کې مداخله وکړي.

د حکم دوه‌یمه ماده ښیي، چې څنګه شکایتونه وړاندې شي. هغه اشخاص، چې د ځمکو د غصب مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو کمیسیون یا ولایتي تخنیکي کمیټو پر وړاندې شکایتونه لري کولی شي خپل شکایتونه پر لیکلې بڼه ځانګړې محکمې ته د بیاکتنې او حل لپاره وسپاري.

د حکم درېیمه ماده ټینګار کوي؛ وزارتونه او نورې امارتي ادارې حق نلري، چې د کمیسیون یا تخنیکي کمیټو پورې اړوند شکایتونه ترلاسه کړي یا له هغوی څخه پوښتنې وکړي. د دې حکم له صادرېدا وروسته هر راز هڅې، چې له واک پرته ترسره شي غیر مجاز ګڼل کیږي.

د امارتي غصب شويو ځمکو قضیو ته د رسېدنې ځانګړې محکمه د ځمکو له غصب څخه د مخنيوي کمیسيون په چوکاټ کې د غصب شويو ځمکو قضيو ته د رسیدګۍ لپاره کار کوي او په کابل، بلخ، هرات او کندهار زونونو کې فعاليت لري، چې د يادو ولايتونو او د هغو ګاونډ ولايتونو اړوندو قضيو ته رسېدګي کوي.

ویل کیږي، چې ياده محکمه د امارتي غصب شويو ځمکو اړوند شخړې د کمیسيون له لوري پر هر اړخيزه بڼه ارزوي او په اړه یې شرعي پرېکړه صادره کوي.

Trending

Exit mobile version