نړۍ
د فرانسې ولسمشر پر یوه ډیپلوماټیک ماموریت مسکو ته سفر کوي
د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون د دوشنبې پر ورځ د روسیې پر لوري په داسې حال کې سفر کوي، چې د لویدیځ مشران پر اوکراین د دې هېواد له بریده په وېره کې دي.
مکرون په تېره اوونۍ کې د دغه سفر په اړه له لویدیځو متحدینو، پوتین او د اوکراین له مشر سره ټیلیفوني خبرې روانې ساتلې وې.
رویټرز راپور ورکړی، چې هغه به د سې شنبې پر ورځ کیف ته سفر ولري، هغه په دې ماموریت کې ځان له غوره سیاسي پانګونې برخمن بولي او نه غواړي د اوکراین په اړه له ولسمشر پوتین څخه تش لاس راستون شي.
رویټر، مکرون ته د یوې نږدې سرچینې د څرګندنو له مخې په ډاګه کړې؛ مونږ د پوتین کندې ته روان یوو، چې له ډېرو لارو د نرۍ ورغورځول دي.
روسیې اوکراین ته نږدې پر پوله سل زره پوځیان ځای پر ځای کړي او له ناټو او امریکا یې د سیمې د امنیتي ضمانتونو غوښتنه کړې. په داسې حال کې، چې ناټو به اوکراین د خپل غړیتوب په توګه ونه مني.
د فرانسې دغه مشر، چې په ۲۰۱۷ کې یې د واک له ترلاسه کولو وروسته یې ډیپلوماټیکې هڅې د پام وړ دي هڅه یې کړې، چې پوتین تر اغېز لاندې راولي؛ خو وګورو، چې د روسیې له مشر سره به یې نږدې خبرې اترې څه پایلې ولري.
فرانسوي چارواکي فکر کوي، چې د کرملین لخوا یې ملاتړ کیږي او اروپایانو ته ښیي، چې سیاست پر جګړې غلبه لري.