نړۍ
د فلیپین په سوېل کې ۷.۸ درجې زلزله؛ د ۱۵ کسانو د مړینې وېره
زلزله نن سهار وختي هغه مهال رامنځته شوه، چې له رخصتیو وروسته په فلیپین کې ښوونځي بېرته پرانیستل شوي وه. د زلزلې ټکانونه د فلیپین په څو ولایتونو او آن د انډونیزیا د سولاوېسي ټاپو په ماناډو ښار کې، چې شاوخوا ۴۲۰ کیلومټره لرې پروت دی؛ هم احساس شوي دي.
د دوشنبې پر ورځ د فلیپین په سوېل کې مېنداناو ټاپو ته نږدې د رښتر پر کچه د یوې ۷.۸ درجې زورورې زلزلې له کبله د لږ تر لږه ۱۵ کسانو د مړینې وېره څرګنده شوې، چې په څو هېوادونو کې یې د سونامي خبرداری هم رامنځته کړی دی.
زلزله نن سهار وختي هغه مهال رامنځته شوه، چې له رخصتیو وروسته په فلیپین کې ښوونځي بېرته پرانیستل شوي وه. د زلزلې ټکانونه د فلیپین په څو ولایتونو او آن د انډونیزیا د سولاوېسي ټاپو په ماناډو ښار کې، چې شاوخوا ۴۲۰ کیلومټره لرې پروت دی؛ هم احساس شوي دي.
د دې پېښې له کبله د فلیپین په سوېل، د انډونیزیا په شمال او د مالیزیا د صباح ایالت لپاره د سونامي خبرداري ورکړ شوي دي. د زلزلې مرکز د مینډاناو د سارانګاني ولایت له ساحله شاوخوا ۲۰ کیلومټره لرې ښودل شوی دی.
د فلیپین چارواکي د اوښتو زیانونو ارزونه کوي او د دغه هېواد د ملکي دفاع اداره د هغو لومړنیو راپورونو پر څېړنه اخته دي، چې له مخې یې ۱۵ کسان مړه او ۱۲۹ نور ټپیان شوي دي.
د فلیپین ولسمشر فرډینانډ مارکوس جونیر د بېړني غبرګون امر کړی او ویلي یې دي، چې حکومت د ژغورنې او مرستو د چارو او د خوندي کېدو د مرکزونو د جوړولو لپاره چمتووالی نیولی دی.
دا پېښه داسې مهال رامنځته کېږي، چې فلیپین اته میاشتې مخکې هم د تېرو ۱۲ کلونو تر ټولو خونړۍ زلزله تجربه کړې وه.
فلیپین او انډونیزیا د «آرام سمندر د اور په کړۍ» کې پراته دي؛ دا د زلزلو سیمه ده، چې هر کال په کې سلګونه زلزلې ثبتېږي.
د فلیپین د زلزلهپېژندنې ادارې د څرګندونو له مخې، په دې سیمه کې د رښتر پر کچه ۶.۷ درجې زور لرونکې وروستي ټکانونه هم احساس شوې دي.
راپورونه ښيي، چې یو شمېر ودانیو ته زیان اوښتی، روغتونونه تخلیه شوي او ځینې پوهنتونونه هم زیانمن شوي دي. د مرستو لپاره پوځیان اغېزمنو سیمو ته استول شوي او مالیزیا هم د مرستې لپاره خپل چمتووالی اعلان کړی دی.
په انډونیزیا کې هم ځینې اوسېدونکي لوړو او خوندي سیمو ته لېږدول شوي او په ځینو سیمو کې د سونامي وړې څپې ثبت شوې دي.
نړۍ
د اسرائیلو ټاکنې؛ هیڅ سیاسي لوري اړین اکثریت نهدی ترلاسه کړی
نتانیاهو د« ښي اړخو د یوه پیاوړي ملي حکومت» د جوړولو غوښتنه کړې؛ خو آیزنکوټ ویلي، چې رایورکوونکي د نټانیاهو د پېر د پای ته رسېدا غوښتونکي دي او له هغه یې غوښتي، چې له سیاست څخه لاس واخلي. له دې سره- سره هیڅ یوه لوري د ټاکنو د بریا ادعا نهده کړې.
د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نټانیاهو او سیال یې ګادي آیزنکوټ د سېشنبې د ټاکنو له پای ته رسېدا وروسته د راتلونکي حکومت د مشرۍ په اړه څرګندونې کړې دي؛ نټانیاهو د ښي اړخو د حکومت جوړولو غوښتنه کړې، خو آیزنکوټ ویلي: خلکو د نټانیاهو د لومړي وزارت د روان ساتلو مخالفت کړی دی. د رایو پایلې ښيي، چې هیڅ سیاسي ډلې د حکومت جوړولو لپاره اړین اکثریت نهدی ترلاسه کړی.
نتانیاهو د« ښي اړخو د یوه پیاوړي ملي حکومت» د جوړولو غوښتنه کړې؛ خو آیزنکوټ ویلي، چې رایورکوونکي د نټانیاهو د پېر د پای ته رسېدا غوښتونکي دي او له هغه یې غوښتي، چې له سیاست څخه لاس واخلي. له دې سره- سره هیڅ یوه لوري د ټاکنو د بریا ادعا نهده کړې.
د رایو د شمېرنې لومړنۍ پایلې هم د حکومت د جوړولو لپاره روښانه انځور نه وړاندې کوي؛ د کان ۱۱ او چینل ۱۳ ټلویزیونونو د رایو د نظرپوښتنو له مخې؛ د دواړو ائتلافونو شمېر ۵۱ ـ ۵۱ څوکۍ اټکل شوی؛ خو د چینل ۱۲ د نظرپوښتنې له مخې، د نتانیاهو پر مشرۍ د لیکوډ ائتلاف ۵۲ او سیال لوری ۴۹ څوکۍ ګټلې دي. په هیڅ یوه اټکل کې دواړه لوري د پارلمان په ۱۲۰ کسیزه جرګه کې د اکثریت لپاره اړینو ۶۱ څوکیو ته نهدي رسېدلي.
دا سیاسي بندښت ښايي د نټانیاهو پر ګټه تمام شي؛ ځکه هغه کولی شي د ائتلافي خبرو د اوږدېدا پر مهال د چارسمبالي لومړي وزیر دنده روانه وساتي او ان تر نویو ټاکنو پورې په واک کې پاتې شي.
اټکل کیږي، چې د ایټامار بنګویر او بزالل سموټریچ پر مشرۍ ښياړخي مذهبي ګوندونه به د نټانیاهو په ائتلاف کې ټولې ۱۳ څوکۍ ترلاسه کړي؛ خو د دوی په څوکیو کې د پام وړ زیاتوالی نهدی اټکل شوی.
له دوه اصلي ائتلافونو بهر عربي ګوندونه هم ښايي د حکومت په جوړولو کې پرېکنده رول ولوبوي؛ خو د یاشار ګوند مشر او پخواني پوځي قومندان آیزنکوټ له دغو ګوندونو سره د حکومت جوړولو امکان نږدې رد کړی، چې دې چارې واک ته د هغه د رسېدا لاره پېچلې کړې ده.
د امنیت پر سر سیاسي ناندرۍ
نټانیاهو د لیکوډ ګوند په مرکزي دفتر کې خپلو پلویانو ته د چارشنبې پر لومړیو ساعتونو کې د اسرائیلو پوځي بریاوې وستایلې او له امریکا سره یې د ایران پر وړاندې د ګډو پوځي اقداماتو د بیا پیل شونتیا وړاندې کړه.
هغه ویلي:« اسرائیل له خپل شریک ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره یوځای تاریخي فرصت لري، چې د ایران موجودیت ته متوجه ګواښ د تل لپاره له منځه یوسي؛ خو نورې موخې باید مونږ له دې سپېڅلي ماموریت څخه بل لوري ته وانهړوي.»
آیزنکوټ له دې مخکې نټانیاهو ته خبرداری ورکړی و، چې د اسرائیلو امنیتي موضوعات دې د سیاسي موخو لپاره نهکاروي.
هغه ویلي:« نټانیاهو یو چارسمبالی لومړی وزیر دی، چې نه د واک روښانه واکلیک لري او نه د خلکو باور.» نوموړي د اسرائیلو له امنیتي ادارو غوښتي، چې د هېواد د امنیت پر وړاندې سیاسي ګټو ته د لومړیتوب ورکولو د هرې هڅې پر وړاندې ټینګ ودرېږي.
د اسرائیلو د ټاکنو مرکزي کمیسیون ویلي، چې د رایورکوونکو ګډون ۷۷.۷ سلنې ته رسېدلی؛ دا په تېرو دوه لسیزو کې د ګډون تر ټولو لوړه کچه ده او د ۲۰۲۲ز.کال پر پرتله شاوخوا اووه سلنه لوړه ده.
تمه ده، چې وروستۍ پایلې د پنجشنبې یا جمعې پر ورځ اعلان شي.
د اسرائیلو په سیاسي نظام کې د کوچنیو ګوندونو رول هم مهم دی؛ ځکه په تېرو ټاکنو کې د ائتلافي حکومت د جوړولو خبرې څو اوونۍ او ان څو میاشتې اوږدې شوې دي. که هیڅ یو ائتلاف د حکومت پر جوړولو بریالی نهشي، ښايي بیا ټاکنې ترسره شي؛ خو آیزنکوټ د رایورکوونکو د لوړې ونډې له په پام کې نیولو سره له دې لارې سره مخالفت کړی دی.
د اسرائیلو د ډیموکراسۍ انسټیټیوټ مشر یوهانان پلیسنر د نظرپوښتنو پایلې د نټانیاهو د ائتلاف لپاره ستره ماتې بللې؛ خو ټینګار یې کړی، چې آیزنکوټ هم روښانه بریا نهده ترلاسه کړې او د رایو د شمېرنې په بهیر کې ډېر څه بدلېدی شي.
نتانیاهو ته سیاسي ضربه؛ خو روښانه ګټونکی نشته
که د رایو اټکلونه سم ثابت شي؛ د نټانیاهو ملتپال ـ مذهبي ائتلاف، چې په یوه پړاو کې یې ۶۸ څوکۍ لرلې، د حکومت جوړولو لپاره به د اړینو ۶۱ څوکیو له ترلاسه کولو ډېر لرې پاتې شي. پدې توګه به د حکومت جوړولو لپاره د هغه لاره روښانه نهوي.
۶۶ کلن آیزنکوټ، چې د غزې په جګړه کې یې یو زوی او دوه ورېرونه وژل شوي؛ د ۷۷ کلن نټانیاهو تر ټولو پیاوړی سیال بلل کېږي. هغه به د خپلې پوځي سابقې پر یادولو ځان د امنیت په برخه کې تجربهکار معرفي کړی او په کورنیو چارو کې یې منځلاری دریځ خپل کړی دی.
آیزنکوټ یوازې څلور کاله مخکې سیاست ته داخل شوی و او د ۲۰۲۳ز.کال د حماس له برید وروسته د نټانیاهو د جګړې د کابینې غړی شو؛ خو اته میاشتې وروسته یې پر لومړي وزیر یې له نیوکې وروسته استعفا ورکړه.
هغه د نټانیاهو له رهبرۍ او ښياړخو متحدانو سره د بدلون ژمنه کوي؛ خو د امنیت په برخه کې د سخت دریځۍ ملاتړ کوي، چې د ۲۰۲۳ز.کال د حماس له برید وروسته په اسرائیلو کې پیاوړې شوې ده. آیزنکوټ د فلسطیني دولت له جوړېدا سره مخالفت کوي او وايي، د حماس پوځي څانګه باید له منځه یووړل شي یا بېوسلې شي.
نوموړي د اسرائیلو غبرګون، چې د غزې د روغتیايي چارواکو پر وینا، په پایله کې یې له ۷۴ زره ډېر فلسطینیان وژل شوي، ناکام بللی؛ ځکه حماس اوس هم پر غزې واکمن دی.
د عربي ګوندونو ائتلاف د رایو د پایلو له اعلان سره سم د پلویانو پر چیغو او چکچکو بدرګه شو. دا شپه په اسرائیلو کې د فلسطیني وګړو د رایورکولو د ګډون له پلوه تاریخي بلل شوې ده.
د دې ائتلاف نوماندې فاټن غطاس د دغه ائتلاف د ناصرې په مرکزي دفتر کې وویل:« مونږ اشغال او توکمپالنه نهمنو او دلته به پاتې کېږو.»
د عربي ګوندونو نوماندان هیلهمن ول، چې د خپلو رایورکوونکو پراخ ګډون به دوی ته دا فرصت ورکړي، چې واک ته د نټانیاهو د ائتلاف د بېرته رسېدا مخه ونیسي.
د جګړې په سیوري کې ټاکنې
رایورکوونکو په دغو ټاکنو کې د اسرائیلو د تاریخ تر ټولو خونړۍ ورځې، د غزې جګړې او له لبنان د حزبالله او ایران سره د جګړو اغېزې په پام کې لرلي؛ د ۲۰۲۳ز.کال د اوکټوبر پر اوومه د حماس په برید کې ۱۲۰۰ کسان ووژل شول او ۲۵۱ نور یرغمل شول.
که څه هم نټانیاهو د اسرائیلو د امنیت په برخه کې د سترې ناکامۍ له کبله له نیوکو سره مخ شوی؛ خو هغه ادعا کړې، چې د حماس، حزبالله او ایران د مهمو مشرانو پر وژلو یې اسرائیل او نړۍ خوندي کړي دي.
د نټانیاهو د ښياړخي ائتلاف سیاستونه په کور دننه د اختلافونو لامل شوي او په نړیواله کچه یې د اسرائیلو انزوا زیاته کړې ده؛ خو نوموړي ځان د اسرائیلو د دښمنانو پر وړاندې د درېدا وړ مشر بللی دی.
۷۷ کلن نټانیاهو په تېرو ۳۰ کلونو کې نږدې ۱۹ کاله لومړی وزیر پاتی شوی او څو ځله یې له سیاسي کړکېچونو ځان ژغورلی دی.
نټانیاهو دغو ټاکنو ته په داسې حال کې دانګلي، چې له اوږدې مودې راپدېخوا د فساد له تورونو سره مخ دی؛ هغه دغه تورونه ردوي. پر نوموړي د استخباراتي ناکامیو له کبله هم نیوکې کېږي، چې د ۲۰۲۳ز.کال د اوکتوبر پر اوومه یې د حماس پر مشرۍ وسلهوالو ته د برید زمینه برابره کړې وه.
نړۍ
حوثیانو د سعودي عربستان د ریاض پر هوايي ډګر او د تېلو تاسیساتو له بریدونو خبر ورکړ
د رویټرز خبري آژانس د راپور له مخې، سعودي چارواکو تر اوسه د حوثیانو دغه ادعاوې تائید کړې نهدي.
د یمن حوثیانو د دوشنبې پر ورځ اعلان وکړ، چې د سعودي عربستان د ختیځ او لویدیځ ترمنځ د تېلو د نللیکې د پمپ کولو تاسیسات او د ریاض هوايي ډګر یې پر نښه کړي دي. که دا ادعاوې تائید شي په سیمه کې به د انرژۍ د تاسیساتو او د تېلو د لېږد د امنیت په اړه اندېښنې نورې هم زیاتې کړي.
د رویټرز خبري آژانس د راپور له مخې، سعودي چارواکو تر اوسه د حوثیانو دغه ادعاوې تائید کړې نهدي.
دغه راز د سعودي عربستان پر مشرۍ ائتلاف اعلان کړی، چې د یمن په پلازمېنه صنعا کې یې د بالسټیک توغندیو دوه توغوونکي له منځه وړي دي.
د دې ائتلاف د څرګندونو له مخې، له دغو توغوونکو څخه یو د ریاض پر لور د توغندي توغولو لپاره کارول شوی و، چې توغندی یې په هوا کې شنډ شوی دی.
حوثیانو همدارنګه ادعا کړې، چې په ریاض کې یې د ملک خالد نړیوال هوايي ډګر پر نښه کړی دی.
دغه هوايي ډګر له دې مخکې د یوه برید له کبله د دوه ترمینلونو فعالیت درولی و؛ هغه برید، چې حوثیانو یې مسوولیت منلی؛ خو وروسته یې د دغو ترمینلونو فعالیت بېرته پیل شو.
دغه راز د سعودي عربستان پر مشرۍ ائتلاف په یمن کې د حوثیانو پر مورچو له پوځي عملیاتو خبر ورکړی او څرګندوي، چې د بالسټیک توغندیو د ساتلو لپاره یې پېنځه تونلونه، د توغندیو څلور توغوونکي او د توغندیو د زېرمه کولو یو مرکز پر نښه کړي دي.
دا بدلونونه په داسې حال کې رامنځته کېږي، چې د سعودي عربستان د ختیځ او لویدیځ ترمنځ د تېلو نللیکه، چې سرې بحیرې ته د تېلو د لېږد له مهمو لارو څخه ده؛ ډېره مهمه شوې ده؛ ځکه سیمهییزې جګړې د هرمز تنګي له لارې د تېلو لېږد محدود کړی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې د سعودي عربستان، ترکیې او پاکستان لوړپوړي چارواکي په تهران کې له ایراني چارواکو سره ګوري او د سیمهییزو همغږیو په اړه خبرې کوي.
نړۍ
د اماراتو ډیپلوماټه لانا نصیبه د ملګرو ملتونو د عمومي منشي څوکۍ ته نومانده شوه
نصیبه، چې له یوې لسیزې ډېر یې په ملګرو ملتونو کې د متحده عربي اماراتو استازیتوب؛ رویټرز ته ویلي: که دې څوکۍ ته وټاکل شي؛ هڅه به وکړي، چې د نړیوالو کړکېچونو د زیاتېدا په اوسني وضعیت کې د شخړو د ډیپلوماټیک اواري لپاره د ملګرو ملتونو رول بېرته پیاوړی کړي.
د متحده عربي اماراتو لوړپوړې ډیپلوماټه لانا نصیبه د چارشنبې پر ورځ( د تلې نههویشتمه د اوکټوبر یوویشتمه) د ملګرو ملتونو د عمومي منشي څوکۍ ته د رسېدا لپاره سیالۍ ته نومانده شوه.
نصیبه، چې له یوې لسیزې ډېر یې په ملګرو ملتونو کې د متحده عربي اماراتو استازیتوب؛ رویټرز ته ویلي: که دې څوکۍ ته وټاکل شي؛ هڅه به وکړي، چې د نړیوالو کړکېچونو د زیاتېدا په اوسني وضعیت کې د شخړو د ډیپلوماټیک اواري لپاره د ملګرو ملتونو رول بېرته پیاوړی کړي.
هغې د خپلې نوماندۍ له رسمي اعلان لږ مخکې ویلي: « … نن داسې عمومي منشي ته اړتیا لرو، چې د څو اړخیزې همکارۍ پر راتلونکي او د ستونزو د اواري لپاره د ملګرو ملتونو پر رول بیا ټینګار وکړي؛ نه داسې بنسټ، چې یوازې د نړۍ کړکېچونه ننداره کوي.»
۴۸ کلنه نصیبه، چې د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزیره ده؛ په وروستي پړاو کې دې سیالۍ ته رسمي ننوته.
د سرچینو د څرګندونو له مخې؛ د امنیت شورا په غیررسمي نظرپوښتنه کې د کوسټاریکا د ولسمشر پخوانۍ مرستیالې ربیکا ګرینسپن له لږ توپیر سره لومړی ځای خپل کړی و، خو ګرینسپن په غیررسمي نظرپوښتنو کې مخکښه وه؛ هغې او نورو ټولو نوماندانو تېره اوونۍ د امنیت شورا د پېنځه دایمي او پرېکړه کوونکو غړو( بریټانیا، چین، فرانسې، روسیې او امریکا) لږ تر لږه دوه مخالفې رایې ترلاسه کړې.
د امنیت شورا غړي په دې سلا مشورو بوخت دي، چې بله نظرپوښتنه د جمعې پر ورځ ترسره کړي او که یې بل وخت ته وځنډوي.
نصیبه وایي؛ د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې د وروستۍ ناستې پر مهال څو هېوادونو ترې غوښتي، چې د عمومي منشي څوکۍ ته ځان نومانده کړي. هغې له دې مخکې د امنیت شورا د غړیتوب لپاره د متحده عربي اماراتو د بریالۍ هڅې مشري هم کړې وه. په نیویارک کې ډیپلوماټان هغه وړ مدیره بولي.
هغې ویلي: « نن دا لیدلوری شته؛ ملګري ملتونه داسې کس ته اړتیا لري، چې د نسلونو بدلون رامنځته کړي.»
په ملګرو ملتونو کې د نصیبې کاري دوره په ۲۰۲۳ز.کال کې د غزې د جګړې له پیل سره هممهاله وه. هغې په هغه وخت کې د دوه زره اووهسوهشلم پرېکړهلیک د تصویب لپاره هڅې وکړې؛ دې پرېکړهلیک غزې ته د بشري مرستو د رسولو زمینه برابره کړه.
نصیبې ویلي؛ د دغه پرېکړهلیک د ملاتړ د ترلاسه کولو لپاره یې د امنیت شورا د غړیو رفح سرحدي دروازې ته د سفر زمینه برابره کړه، چې هغوی وضعیت له نږدې وویني. هغې دا اقدام د «نوښتګرې او عملپالې ډیپلوماسۍ» تګلارې یوه برخه بللې ده.
-
لوبی4 days agoفضلالحق فاروقي په نړیوال۲۰آوریز لیګ کې د داوطلبۍ ریکارډ مات کړ او له اماراتو سره یوځای شو
-
تازه خبرونه3 days agoد سعودي، ایران، پاکستان او ترکیې اتحاد د افغانستان د ستونزو په اواري کې مرسته کولی شي
-
نړۍ4 days agoحوثیانو د سعودي عربستان د ریاض پر هوايي ډګر او د تېلو تاسیساتو له بریدونو خبر ورکړ
-
تازه خبرونه3 days agoامریکا غواړي یو شمېر افغان کډوال پاکستان ته ولیږدوي – بلومبرګ
-
لوبی3 days agoآریانا ټلویزیون د ۲۰۲۶ داکار ځوانانو المپیک سیالۍ خپروي
-
تازه خبرونه4 days agoد افغانستان، پاکستان او ایران په سرحدي سیمو کې د کوکنارو کښت پراخ شوی – راپور
-
لوبی4 days agoآرمان افسي د خراسان فاریاب لوبډلې ته درې پر یو ماتې ورکړه
-
څار4 days agoڅار: پر افغانستان د بریدونو د دوام ګواښ
