تازه خبرونه

د قطر پر غوښتنه مو پر افغانستان پوځي عملیات وځنډول

اسحاق  ډار د شنبې پر ورځ( د لیندۍ اتمه ) په یوه خبري کنفرانس کې ویلي؛ د قطر بهرنیو چارو وزارت د پاکستان له پلان شوي پوځي اقدام څخه خبر شو او بیا یې منځګړیتوب ته راودانګل، چې ورسره د هغه شپې د عملیاتو د درولو لامل شو.

Published

on

د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار ويلي، چې اسلام‌آباد تېره میاشت د قطر پر غوښتنه د افغانستان پر وړاندې خپل احتمالي پوځي عملیات وځنډول.

اسحاق  ډار د شنبې پر ورځ( د لیندۍ اتمه ) په یوه خبري کنفرانس کې ویلي؛ د قطر بهرنیو چارو وزارت د پاکستان له پلان شوي پوځي اقدام څخه خبر شو او بیا یې منځګړیتوب ته راودانګل، چې ورسره د هغه شپې د عملیاتو د درولو لامل شو.

هغه زیاته کړې؛ د قطر هڅې ناکامې شوې او د منځګړیتوب له ناکامۍ ناخوښه شو.

ډار ټینګار کړی، چې د افغانستان اسلامي امارت باید پخپلې پالیسۍ بیاکتنه وکړي؛ له هغه وخت راپدېخوا، چې دوی واک ته رسیدلي له ۴۰۰۰ څخه ډېر پاکستاني سرتېري وژل شوي او له ۲۰ زره ډېر نور ټپیان دي.

هغه خبرداری ورکړی؛ پاکستان “د افغانستان له خاورې څخه د راپورته شوې ستونزې حل کولو” وړتیا لري؛ خو ټینګار کوي، چې د “ورور هېواد” پر وړاندې مستقیم نظامي اقدام ښه غوراوی ندی.

ډار روسیې او بحرین ته د خپلو وروستیو سفرونو په اړه ویلي، چې په افغانستان کې سوله د سیمه‌ییز ثبات لپاره خورا مهمه ده.

نوموړي دا ادعا هم کړې، چې اروپايي ټولنې د افغانستان په اړه د پاکستان له دریځ ملاتړ کړی او د افغان کډوالو د ستنولو بهیر “پر درناوي” روان دی.

د افغانستان اسلامي امارت د اسحاق ‌ډار دې څرګندونو ته تر دې دمه ځواب ندی ویلی.

په دې وروستیو میاشتو کې د کابل او اسلام‌آباد ترمنځ تاوتریخوالی زیات شوی؛ پاکستان پرله‌پسې ډول اسلامي امارت د ټي ټي پي پر ساتلو تورن کړی، خو دا ادعا تل کابل رد کړې او څرګندوي، چې پاکستان دې خپلې ستونزې په کور کې دننه پخپله حل کړي.

Trending

Exit mobile version