تازه خبرونه
د قطر په بهرني سیاست کې د منځګړیتوب ډیپلوماسۍ تر سرلیک لاندې علمي کنفرانس ترسره شو
د بهرنیو چارو وزارت د رسنیزې خبرپاڼې له مخې؛ په دې کنفرانس کې د قطر سفیر مردف القاشوطي د هېواد په بهرني سیاست کې د منځګړیتوب ډیپلوماسۍ د رول او حیثیت په اړه پراخ او بشپړ بحث وړاندې کړ.
د افغانستان اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت د سټراټیژیکو مطالعاتو مرکز د “د قطر په بهرني سیاست کې د منځګړیتوب ډیپلوماسۍ” تر سرلیک لاندې یو علمي کنفرانس ترسره کړ.
د بهرنیو چارو وزارت د رسنیزې خبرپاڼې له مخې؛ په دې کنفرانس کې د قطر سفیر مردف القاشوطي د هېواد په بهرني سیاست کې د منځګړیتوب ډیپلوماسۍ د رول او حیثیت په اړه پراخ او بشپړ بحث وړاندې کړ.
په دې پروګرام کې د بهرنیو چارو وزارت د بېلابېلو څانګو پر یو شمېر چارواکو او کارمندانو سربېره د نړیوالو اړیکو څيړونکو او همدارنګه د هېواد د پوهنتونونو د نړیوالو اړیکو استادانو او زدهکړیالانوهم ګډون درلود.
قطر د افغانستان په اړه د ډېرو غونډو کوربتوب کړې او اسلامي امارت تل قطر ته د یو باوري منځګړي په توګه کتلي او له نړۍ سره یې د خبرو او تعامل په برخه کې رغنده رول لوبولی؛ خو دې هېواد له اړتیا سره سم د افغانستان او پاکستان ترمنځ منځګړیتوب ونشو کړی.