سیمه ییز خبرونه
د كابل په وزير اكبر خان سيمه كې ځانمرگي درې تنو ته مرگ و ژوبله واړوله
Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱
په كابل كې نن سهار ځانمرگي خپل چاوديدونكي توكي وچول، چې په كې يو تن وژل شوى او دوه نور ټپيان دي.
د كابل امنيتي چارواكي وايي، چې:
دا بريد نن سهار لس باندې اته بجې د وزير اكبر خان په سيمه كې د ايگر كمپ او د سترې محكمې د رييس كور ته نږدې شوى، چې له كبلله يې يو امنيتي گارد وژل شوى او د ملي دفاع وزارت دوه كاركوونكي، چې د پېښې له سيمې تېريدل ټپيان شوي دي.
دغه راز نوموړى زياتوي، چې:
د موټرد ښيښو په ماتيدو دوه تنه نورسطحې ټپيان شوي دي.
تراوسه د بريد كوونكي موخه څرگنده نه ده ، خو د بريد مسووليت طالبانو په غاړه اخيستى دى.