سیمه ییز خبرونه

د كندهار په تخته پل كې لومړنۍ محكمې درې تنه په اعدام محكوم كړل

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

دكندهار ولايت د تخته پل ولسوالۍ  لومړنۍ محكمې درې تنه د اعدام په سزا محكوم كړل. دغو درې تنو، چې دوه يې پوليس سرتيري دى د روان كا ل د چنگاښ په مياشته كې د كندهار- بولدك پرلويه لار يو ټكسي چلوونكى وژلى او موټريې تـښتولى و.

يادو كسانو د ابتدائيه محكمې حكم زياتى وباله او د استيناف غوښتونكي شول.

دا قضايې جلسه، چې د شنبې په ورځ(د ليندۍ۱۸) د ښاري محكمې د سرپرست قاضي عبدالحليم مسلم په مشرې جوړه شوې وه؛ موظف څارنوا ل په صورت دعوه كې وويل، چې:

درې تنو هر يوه فرهاد  د خواجه محمد زوى،  عبدالوارث د محمد اسمعيل زوى د پروان ولايت اسيدونكيو او شېرمحمد د خان محمد  زوى د كاپيسا ولايت اوسيدونكي د روان كا ل د چنگاښ په مياشت كې د محمد سليم نومي فلډرموټر له بولدك څخه په كرايه نيولى و او د لارې په اوږدو كې يې نوموړى په تومانچه وژلى او موټر يې تښتولى و، چې د موټر له ټكركولو وروسته د امنيتي ځواكونو له لوري نيول شوي ول.

په دې محكمه كې د تورنو كسانو د وكيل او څارنوا ل د څرگندونو وروسته قضايې هيات درې مجرمينو ته د اعدام سزا واوروله.

تورنو كسانو د محكمې پرحكم قناعت ونكړ او د ايستناف غوښتونكي شول.

د يادونې وړ ده، چې د روان كا ل په اوږدو كې څو ځله يو شمېر تورنو كسانوته د سزا حكمونه اورول شوي؛ خو خلك غواړي، چې مجرمينو ته ښكاره سزا وركړشي.

Trending

Exit mobile version