سیمه ییز خبرونه

د كوماندان حكيم شجاعي د نيولو امر صادر شو

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د كورنيو چارو وزارت مسوولين وايي، چې:

په روزگان ولايت كې مو د نامسوول وسله وال كوماندان حكيم شجاعي د نيولو امرصادر كړى دى.

ويل كيږي، چې:

حكيم شجاعي د سيمه ييزو پوليسو كوماندان او د حكومت د لوړ پوړيو چارواكو له ملاتړه برخمن دى.

حكيم شجاعي د خاص روزگان ولسوالۍ د يو سل و شل اوسيدونكيو په وژنه تورن شوى دى.

د كورنيو چارو وزيرمجتبى پتنگ، چې د سه شنبې په ورځ(د لړم۲۳) د ولسي جرگې د شكايتونو كميسيون ته بلل شوى و؛ وايي:

حكيم شجاعي په روزگان كې نامسووله وسله واله ډله لري، چې د نيونې امر يې له ملي امنيت او ملي پوځ سره په همغږۍ كې صادرشوى دى.

د ولسي جرگې د شكايتونو د كميسيون رييس عبدالله باركزى وايي، چې:

شجاعي په خاص روزگان كې يو شمېرامنيتي پوستې لري.

حكيم شجاعي هغه نامسوول وسله وال كوماندان دى، چې د روزگان ولايت په خاص روزگان ولسوالۍ كې يې يو سل و شل كسان وژلي او له پاتې نورو جزيه ټولوي.

دغه كميسيون كورنيو چارو وزارت ته دنده سپارلې، چې د يوې اوونۍ په ترڅ كې شجاعي ونيسي؛ خو د كورنيو چارو وزير وايي، چې:

تراوسه مو د شجاعي د اوسيدو د ځاى په اړه معلومات نه دي ترلاسه كړي.

د روزگان ولايت اوسيدونكي بيا وايي، چې:

شجاعي د سيمه ييزو پوليسو كوماندان دى، چې د لوړ پوړيو چارواكو له بشپړملاتړه برخمن دى.

شجاعي له پېنځه كلونو راهيسې په خاص روزگان ولسوالۍ كې وسله وال فعاليت كوي. نوموړى يو ځل د امنيتي بنسټونو لخوا نيول شوى و، خو له څليريشتو ساعتونو وروسته په ضمانت ازاد شوى دى.

Trending

Exit mobile version