سیمه ییز خبرونه
د كويټې شورا د استاد رباني د ترور۴ مياشتنى چمتووالى درلود- محمدي
د افغانستان د كورنيو چارو وزير وايي، چې:
د وسله والو طالبانو د كويټې شورا له تېرو څلورمياشتو راهيسې د سولې د خبرو په بهانه د سولې عالي شورا مصروفه كړې وه؛ ځكه، چې دوى د استاد رباني د ترور لپاره چمتووالي ته اړ ول.
نوموړي دا څرگندونې د ولسي جرگې په غونډه كې د تلې په ۹ وكړې .
ولسي جرگې د سولې د عالي شورا د رييس د وژل كيدو د څرگنوالي په اړه د افغانستان ملي دفاع او كورنيو چارو وزيران او د ملي امنيت رييس جرگې ته ورغوښتتي وه.
دغو امنيتې چارواكو وويل، چې د ياد ترور دسيسه د وسله والو طلبانو د كويټې د شورا او د پاكستان د اى اس اى له خوا تنظيم شوه وه.
د افغانستان ملي د فاع ، كورنيو چار وزيرانو او د ملي امنيت سر پرست رييس په افغانستان كې د ورستيو امنيتي ستونزو او د سولې عالي شورا د ريس برهان الدين رباني د ترور په اړه د ولسي جرگې دعمومي غوندې پوښتنو ته ځوابونه وويل.
ملي دفاع وزيرجنرال عبدالرحيم وردگ وويل، چې:
زما په مشرۍ د استاد برهان الدين رباني د وژلو د پېښې د څېړنې پلاوي كار تريو ځايه بشپړ شوى او له څېړنو داسې ښكاري، چې د نوموړي د وژلو طرحه څلور مياشتې وړاندې له هېواد بهر تنظيم شوې وه.
وردگ وايي، چې:
پربرهان الدين رباني د ځانمرگې بريد ترسره كوونكى بهرنى و او ټول هغه كسان، چې په ياد بريد كې يې مستقيم يا غيرمستقيم لاس درلود؛ پېژندل شوي او په دې اړه له پاكستان د همكارۍ غوښتنه شوې ده.
د كورنيو چار وزيربسم لله محمدي وويل، چې:
له تېروڅلورمياشتو را هيسي طالبانو د سولې د خبرو اترو لپاره څه نه درلودل او له سولې عالي شورا سره د دوى اړيكه يوازې يوه دسيسه وه، چې له دې سره يې د سولې عالي شورا مصروفه كړې وه او د يادو اړيكو جزيات له افغان امنيتې اورگانونو سره شريك نه ول.
هغه وويل، چې:
د دي پېښي ترشا د وسله والو طالبانو د كويټې شورا او د پاكستان د اى، اس ، اى لاس دي.
محمدي زياته كړه:
د افغانستان ستونزې له افغانستان څخه بهر په هغه ځاى كې دي، چې ترهگر روزل كيږي. تر هغې، چې په پاكستان كې له ترهگرۍ سره مبارزه ونشي؛ په افغانستان كې به ډاډمن امنيت را منځته نه شي.
د ملي امنيت سرپرست رييس رحمت الله نبيل د سولې عالي شورا د رييس په ترور كې څلورلاملونه په گوته كوي:
سولې ته د رسيدو په موخه د يو گټورميكانيزم نشتون، د وينو تويولو لپاره د ترهگرو هڅې، د دښمن په وړاندې د افغان حكومت خوشبيني او د امنيتي ارگانو په وړاندې د باورنشتون د سولې عالي شورا د رييس د ترو لاملونه دي.
هغه وويل:
كله، چې د سولې كميسيون جوړه شو؛ ويل شوي وه، چې له خپلو پخوانيو اړيكو څخه په گټه اخيستنه به طالبان سولې ته را وبولي، خو د سولې په بهير كې د وسله والو طالبانو د يو ځاى كيدو له وخت پرته، بل وخت په نورو وختونو كې امنيتې ځواكونه دخيل نه ول.
نوموړى د هغو كسانو په اړه له دقيقو څېړنو خبرې پيل كړې، چې د سولې خبرو ته چمتو كيدل، خو د ولسي جرگې د اداري پلاوي لخوا غونده سري شوه او د تړلو دروازو تر شا د دوى نورو بحثونو دوام وكړ.
په پام كې ده، چې د افغا نستان له لوري يو پلاوى پاكستان ته لاړ شي، چې د پاكستاني چارواكو په مرسته د سولي عالي شورا د رييس د وژنې په اړه څېړنه وكړي؛ خو ولسمشر حامد كرزي ويلي كه پاكستاني لورى په دې اړه مرسته ونكړي؛ نو له نړيوالې ټولنې به مرسته وغواړي
سیمه ییز خبرونه
د اماراتو له لارې د ایراني وګړو تګ راتګ ودرول شو
دغه راز فلای دوبۍ اوبپاڼې څرګنده کړې: هغه ایرانی وګړي، چې د متحده عربي اماراتو «زرینه یا طلایي ویزه» لري؛ له دې قانون څخه مستثنا دي او اجازه لري، چې د دې هېواد له لارې داخل شي او یا ټرانزیټ وکړي.
په دوبۍ کې د اماراتو هوایي شرکت اوبپاڼې د چارشنبې پر ورځ څرګنده کړې، چې ایراني وګړي د متحده عربي اماراتو له لارې د ننوتلو یا لېږد اجازه نلري.
دغه راز فلای دوبۍ اوبپاڼې څرګنده کړې: هغه ایرانی وګړي، چې د متحده عربي اماراتو «زرینه یا طلایي ویزه» لري؛ له دې قانون څخه مستثنا دي او اجازه لري، چې د دې هېواد له لارې داخل شي او یا ټرانزیټ وکړي.
دا بندیزونه په داسې حال کې پلي کیږي، چې د ایران او خلیجي هېوادونو ترمنځ تاوتریخوالی مخ پر زیاتېدا دی.
سیمه ییز خبرونه
د کویټې ښار په څنډه کې د ګازنللیکه له چاودنې سره مخ شوې
د سویلي سویي ګاز شرکت ویاند ویلي؛ د بلوچستان ایالت د مرکز کویټې ښار په څنډه کې نامعلومو کسانو د ګاز رسولو یوې ۱۸ انچه نللیکې ته چاودنه ورکړې، چې له کبله یې پېنځه سیمې له ګاز رسولو بې برخې شوې دي.
د راپورونو له مخې؛ د دوشنبې پر ورځ د کویټې ښار په څنډه کې د طبیعي ګاز نللیکه له چاودنې سره مخ شوې، چې له کبله یې څو سیمو ته د ګاز رسولو چارې ځنډېدلې دي.
د سویلي سویي ګاز شرکت ویاند ویلي؛ د بلوچستان ایالت د مرکز کویټې ښار په څنډه کې نامعلومو کسانو د ګاز رسولو یوې ۱۸ انچه نللیکې ته چاودنه ورکړې، چې له کبله یې پېنځه سیمې له ګاز رسولو بې برخې شوې دي.
هیچا د دغې چاودنې مسوولیت پر غاړه ندی اخیستی؛ خو په سیمه کې بیلتون غوښتونکي وسلوال هڅې لري.
بیلتون غوښتونکي له اوږدې مودې راپدېخوا له حکومت سره جګړه کوي؛ حکومت او پوځ پر نښه کوي. دوی په اسلامآباد کې مرکزي حکومت تورنوي، چې ځایي خلک یې له هغه څه څخه بېبرخې کړي، چې دوی یې خپل حق ګڼي.
د سویلي سویي ګاز شرکت ویاند ډاډ څرګند کړی، چې انجینرانو د نللیکې پر رغولو کار پیل کړی دی.
سیمه ییز خبرونه
په پاکستان کې د ایران د جګړې په اړه سیمه ییزه غونډه د هرمز تنګي پر بیا پرانستلو راڅرخیږي
د اسلامآباد په ترسره شویو خبرو اترو کې د هرمز تنګي د بیا پرانستلو او د انرژۍ د حیاتي لارې په اوږدو کې د بار وړلو د بیا پیلولو پر وړاندیزونو بحث وشو.
پاکستان د ترکیې، مصر او سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیرانو د دوه ورځنۍ ناستېې کوربتوب ترسره کړ، چې خبرې په کې د ایران د جګړې د پای ته رسولو پر لارو چارو راوڅرخېدې.
د اسلامآباد په ترسره شویو خبرو اترو کې د هرمز تنګي د بیا پرانستلو او د انرژۍ د حیاتي لارې په اوږدو کې د بار وړلو د بیا پیلولو پر وړاندیزونو بحث وشو.
د غونډې له لومړۍ ورځې وروسته د پاکستان بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار ویلي، چې د سیمې د هېوادونو بهرنیو چارو وزیرانو «په سیمه کې د جګړې د ژر او دوامداره پای ته رسولو لپاره د ممکنه لارو په اړه بحث وکړ.»
هغه دا هم ویلي، چې ګډونوالو ته په اسلام آباد کې د ایران او امریکا ترمنځ د خبرو اترو د امکان په اړه هم خبر ورکړ شوی دی.
دا غونډه په داسې وخت کې ترسره شوې، چې ایران د امریکا د هر ډول ځمکني برید خبرداری ورکړی او همدارنګه د ایران، امریکا او اسرائیل ترمنځ د روانې نښتې پر مهال په نړیوالو بازارونو کې د تېلو بیې لوړې شوې دي.
د راپورونو له مخې؛ په خلیج کې د بار وړلو د مدیریت لپاره ځینې وړاندیزونه هم شوي دي.
د هرمز تنګی پخوا د نړۍ د تېلو او مایع طبیعي ګازو د نږدې پېنځمې برخې لپاره د ټرانزیټ لارې په توګه کار کاوه؛ خو پر ایران د امریکا او اسرائیلو له هوایي بریدونو وروسته له دې لارې تګ راتګ محدود شوی دی.
اسحاقدار ویلي، چې ګډون کوونکو هېوادونو په ډیپلوماټیکو هڅو کې د پاکستان له رول ملاتړ کړی او چین هم د دې نوښت لپاره خپل بشپړ ملاتړ څرګند کړی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې د ایران بهرنیو چارو وزارت ویاند په اسلامآباد کې د سیمهییزو هېوادونو (پاکستان، سعودي عربستان، ترکیې او مصر) د وروستیو ډیپلوماټیکو هڅو په غبرګون کې ویلي، چې دا ډول ناستې د دغو هېوادونو لهخوا رامنځته کیږي او ایران په کې هيڅ راز ګډون نهکوي.
-
تازه خبرونه2 days agoپه ۳ ولایتونو کې له ۲۷.۵ میلیون جریب څخه ډېر څړځایونه تثبیت شول
-
سیمه ییز خبرونه3 days agoد اماراتو له لارې د ایراني وګړو تګ راتګ ودرول شو
-
نړۍ4 days agoله برید پرته به د ایران په جګړه کې برخه وانخلو – احمد الشرع
-
سیمه ییز خبرونه5 days agoد کویټې ښار په څنډه کې د ګازنللیکه له چاودنې سره مخ شوې
-
لوبی4 days agoآریانا ټلویزیون د آریانا سنوکر اتلولۍ جام دوهیم پړاو خپروي
-
تازه خبرونه4 days agoاسلامي رفاه بنسټ د افغان- پاکستان کړکېچ د کمېدا او بېځایه شویو ته د مرستو غوښتنه وکړه
-
تازه خبرونه3 days agoد پېښور جرګې د نښتو پر درولو او خبرو پیلولو ټینګار څرګند کړ
-
لوبی4 days agoآریانا ټلویزیون د غېږنیونې غوره لیګ د خپرولو حق ترلاسه کړ

