تازه خبرونه
د لاجورد لارې پېنځه اړخیز متن لاسلیک ته چمتو شوی
دلاجورد لار ېپېنځه اړخېز متن دافغانستان، ترکمنستان، آذربایجان، ګرجستان او ترکیې تر منځ وروستی شوی او لاسلیک ته چمتو دی.
د بهرنیوچارووزارت ویاند شیکیب مستغني وايي، چې دغه متن په آاذربایجان کې د پېنځه هېوادونو د استازیو په حضور کې وروستی شوی دی.
د لاجورد لار د سیمې د هېوادونو تر منځ د ترانسپورتي دهلېز په رامنځته کیدو کې مهم رول لوبولی شي.
د سوداګرۍ او صنایعو خونې صنعتي مرستیال حاجي بازمحمد وایي، له دغې لارې څخه مونږ کولی شو، چې خپلي وچې او تازه میوې او لاسي صنایع اروپايي او د منځنۍ آسیا هېوادونو بازارونو ته ورسوو. دولت باید د اقتصادي پراختیا لپاره د دغې لارې د فعالیت کار ژرپیل کړي.
اقتصادي کارپوه تاج محمد تلاش هم دغه لار افغانستان ته مهمه بولي او له دولت یې غوښتنه دا ده، چې د فعالیدو لپاره یې په جدي توګه لاس په کار شي.
هغه دغه راز هغه مسوولین ملي خاینان بولي، چې په وینا یې د دغې ملي پروژې په وړاندې ستونزې جوړوي.
دا مو د هېواد لپاره ډېره مهمه اقتصادي پروژه ده؛ خو په سکتورې وزارتونو او نظام کې د شته ستونزو له امله يي کارونه پڅ روان دي.
د ترکمنستان، آذربایجان، ګرجستان او ترکیې له لارې د سړک او د اوسپنې د پټلۍ په واسطه د افغانستان، منځنی آسیا، قفقاز، بالکان او مرکزی اروپا ترمنځ تر ټولو مناسبه لار ده او له اروپایی هېوادونو سره د سهیلی آسیا د نښلولو لپاره ډېره اغېزمنه بلل کېږی.
د افغانستان لپاره د دې لارې اهمیت دا دی، چې دا لار دې سیمو ته د رسیدلو لپاره ترټولو لنډه، ارزانه او ډاډمنه لار ده.
دغه ترانزیتی لار د فاریاب ولایت د آقینې له بندر او د هرات ولایت د تورغنډی له بندر څخه پیل او د ترکمنستان د ترکمن باشی بندر پر لوري غزیدلی او د خزر له بحیرې څخه له تېریدو وروسته د آذربایجان پلازمېنی باکو او وروسته له هغه د ګرجستان پلازمېنی تفلیس او د تورې بحیرې تر پوتی او باتومی بندرونو پورې رسېږي او سر بېره پر دې د قارص له بندر څخه د ترکیې هېواد د استانبول بندرونو ته او په پایله کې اروپا سره نښلول کیږي.
د افغانستان سوداګري په ځانګړي توګه ترانزیتی سوداګري له ډېرو کلونو راپدیخوا د ګاونډ هېوادونو له سترو خنډونو سره مخ ده، چې تل د دې هېوادونو له لورې په بېلابېلو پلمو اغېزمنه کېږي او د هېواد اقتصاد ته يې هم درانده زیانونه رامنځته کړي دي.
افغانستان اړ دی، چې د نورو لارو د موندلو په لټه کې له یو یا دوه ګاونډ هېوادونو له لوری د خپلې اغېزمنتیا کچه راټیټه کړي.
د لاجورد لار د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په نوښت طرح او له ښکېلو ګاوند هېوادونو سره شریکه شوې، چې د افغانستان د طرحی په توګه د سیمی هېوادونو له تود هرکلی سره مخ ده.
د لاجورد لارې د پېنځه اړخیزو همکاریو هوکړه لیک د طرح په اړه د کاری ډلو لومړنی تخنیکی ناسته د افغانستان، ترکمنستان، آذربایجان، ګرجستان او ترکیې هېوادونو ترمنځ د ۱۳۹۳ ل کال د لړم د میاشتې په ۲۴ مه نېټه د ترکمنستان د بهرنی چارو وزارت په انګړ کې جوړه شوې وه.
تازه خبرونه
جاپان د افغانستان له سیلاب ځپلیو سره د بېړنیو مرستو ژمنه وکړه
په افغانستان کې د جاپان سفارت د پنجشنبې پر ورځ په ډاګه کړه، چې د افغانستان د شمال له سیلاب ځپلیو خلکو سره به بېړنۍ مرستې وکړي.
د سفارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ دا مرستې به د جاپان د نړيوالې همکارۍ ادارې (JICA) له لارې د سره صليب او سرې مياشتې ټولنې (IFRC) او افغاني سرې مياشتې ټولنې (ARCS) پر همکارۍ ترسره شي.
دا مرست خیمې، کمبلې او نور اړین توکي رانغاړي.
په یادې خبرپاڼه کې راغلي؛ جاپان پرېکړه کړې، چې ډېر ژر به د افغانستان د سيلاب ځپلیو خلکو د مرستې لپاره بېړنۍ مرستې وکړي. مونږ تل د افغانستان د خلکو تر څنګ ولاړ یوو.
دغه راز د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) ویلي، چې په بغلان، بدخشان او تخار ولایتونو کې د سختو بارانونو او سیلابونو له کبله ۸ زره ۹۷۵ کورونه ویجاړ شوي او یا هم زیانمن شوي دي.
روسیې هم د اړتیا په صورت کې د مرستې ژمنه کړې ده.
دا په داسې حال کې، چې د اسلامي همکاریو ټولنې (OIC) هم له اسلامي هېوادونو او مرستندویه ټولونو غوښتي، چې د افغانستان له سیلاب ځپلیو سره مرسته وکړي.
تازه خبرونه
د ترکیې سفیر د افغانستان سیلاب ځپلیو ته د ۶۷۰ ټنو مرستې اعلان وکړ
په کابل کې د ترکیې سفیر د اقتصاد وزارت له چارسمبالي سره په کتنه کې څرګنده کړې، چې سبا (جمعه د غویی ۲۸ ) ته به د افغانستان د وروستیو سیلاب ځپلیو لپاره د لومړنیو توکو څه باندې۲۰ ټنه مرسته راولېږدول شي.
د اقتصاد وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ جنګ اونال له دین محمد حنیف سره په کتنه کې له ترکیې څخه د ۶۵۰ ټنو نورو بشري مرستو له رالېدولو هم خبر ورکړی، چې په کې خیمې، خوراکي توکي، درمل، جامې او نور توکي شامل دي.
هغه دا ډاډ هم ورکړی، چې افغانستان ته به دا مرستې د اوسپنېپټلۍ له لارې د هرات تورغنډۍ بندر ته رادننه شي.
په دې کتنه کې دین محمد حنیف له دغو مرستو څخه د هرکلي تر څنګ ویلي، چې د ترکیې هېواد د تاریخ په اوږدو کې د افغانستان یو ښه دوست او همکار پاتې شوی دی.
تازه خبرونه
ملګري ملتونه غواړي په افغانستان کې د ځمکو خړبولو لپاره سولري پمپونه ولګوي
د ریاست الوزراء اداري مرستیال عبدالسلام حنفي د سې شنبې پر ورځ ( د غویی پېنځهویشتمه ) د ملګرو ملتونو د پروژې خدمتونو د دفتر (UNOPS) له اجرائیوي رییس جورج موریرا داسیلوا سره وکتل.
په دې کتنه کې جورج موریرا داسیلوا اداري مرستيال ته د خپلو تېرو هڅو او لاسته راوړنو په اړه معلومات ورکړل او څرګندوي؛ دا اداره غواړي، چې په افغانستان کې د سولري پمپونو پر لګولو د کرنيزو ځمکو د خړوبولو يوه نوې پروژه پيل کړي.
عبدالسلام حنفي د دې ادارې د فعالیتونو او لاسته راوړنو د ستاینې ترڅنګ ویلي، چې اسلامي امارت په افغانستان کې د (UNOPS) ادارې له هڅو ملاتړ کوي او د پروژو د پلي کولو لپاره یې لازمې اسانتیاوې برابروي.
ویل کیږي، چې عبدالسلام حنفي له ټولو نړیوالو مرستندویه بنسټونو وغوښتل، چې کروندګرو ته د کوکنارو د بدیل کښت او افغان ځوانانو ته د کار د زمینې په برابرولو کې همکاري وکړي.
-
تازه خبرونه4 days ago
الله ګل مجاهد د قتل پر تور ونیول شو
-
تازه خبرونه4 days ago
په بغلان کې سېلابونو ۱۹۴۵ کسانو ته مرګ او ژوبله اړولې
-
تازه خبرونه3 days ago
د اسلامي هېوادونو همکاریو ټولنې د افغانستان له سیلاب ځپلیو سره د مرستې غوښتنه وکړه
-
لوبی2 days ago
د کابل کرکټ غوره لیګ لوبغاړو د داوطلبۍ مراسم ترسره شول
-
سوداگري4 days ago
افغانستان او پاکستان د بار وړونکیو موټرو پر نوي ټرانسپورټي میکانیزم هوکړه وکړه
-
تازه خبرونه2 days ago
د یوناما استازې د ایران له بهرنیو چارو وزیر سره وکتل
-
تازه خبرونه4 days ago
څو ایراني شرکتونو د افغانستان په کانونو کې د پانګونې پرېکړه وکړه – قدیر قیافه
-
تازه خبرونه2 days ago
په ننګرهار کې د ناکامورا کانال پروژه بشپړه شوه