تازه خبرونه
د لغمان امنیتي چارواکو په دې ولایت کې د داعش شتون رد کړ
په داسې حال کې چې د لغمان په ګاوندي ولایت ننګرهار کې د داعش د فعالیتونو راپوټونه خپاره شوي؛ د لغمان امنیتي چارواکي وایي چېپه دغه ولایت کې داعش حضور نه لري.
دوی مني چې د دې ولایت یو شمېر درې د وسلوالو طالبانو په واک کې دي چې د لغمان د امنیت لپاره گواښ بلل کیږي.
د لغمان امنیه قوماندان داوود امین وايي چې وسلوال مخالفین له همدغو درو څخه شمالي ولایتونو ته تګ او راتګ کوي.
د لغمان امنیه قوماندان – داوود امین:
“پنځه شپږ درې دي چې د مخالفینو په ولکه کې دي او خپل تحرکات تر سره کوي او په ازاده توګه شمالي سیموته هم له دي لارو ځي؛ نو دوی هڅه کوي چې په ټولو ولسواليو کې غلچکي بریدونه وکړي.“
ښاغلی آمین وايي چې که څه هم تر پخوا د لغمان امنیتي وضعیت ښه شوی، خو بیا هم د وسلوالو د مخالفینو د ځپلو لپاره له اختر وروسته عملیات پیلوي.
همدا راز په لغمان کې یو شمېر مېشت پوځیان وایي چې د لغمان د خلکو د امنیت د ساتنې لپاره دوی چمتو دي چې مخالفین وځي.
په همدې وخت کې د لغمان ولایت ویاند سرحدي ځواک وايي چې په دغه ولایت کې داعش هیڅ فعالیت نلري.
“داعش په لغمان کې تشه آوازه ده. د دوی د فعالیت او شتون کومه بېلګه نه ده لیدل شوې. خو هغه وسلوال مخالفین شته چې غلچي بریدونه کوي چې مرکز هم تر تهدی لاندي نیسی؛ خو دوی بیا د مخامخ جګړې توان نلري.“
د لغمان یو شمیر اوسیدونکو د آریانا نیوز له خبریال سره په خبرو کې د لغمان په مرکز کې د امنیت په اړه ډاډ ښودلی؛ خو د ولسوالیو د امنیت په اړه یې اندیښنې ښودلي.
همداراز د لغمان ولایتی شورا غړي د پاکستاني جنګیالیو له حضور هم اندیښنه لري او وایي چې یو شمر سیم د پاکستان تر ګواښ لاندې دي او باید دولت جدی تدابیر وینسی.
د لغمان د ولایتي شورا منشي – محمد ظاهر حسین خیل:
“همدا اوس د پاکستان له ګواښ سره مخامخ یو. ځینې ولسوالۍ تر ګواښ لاندې دي. د نورستان په سیمه کې د پاکستان تر ګواښ لاندی یو. سرحدي ځواکونه باید پیاوړي شي او کشفي سیستم نوی شي.“
ویل کیږي چې په لغمان کې د طالبانو تر څنګ پاکستاني جنګیالي هم د افغان حکومت پر وړاندی جنګیږي.
خبریال: عبدالعزیز کریمي
تازه خبرونه
د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې
نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.
د سیمهییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخاندریا د والي لهخوا د بلخ چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.
د سرخاندریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.
په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.
کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.
تازه خبرونه
په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي
نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.
نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.
بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.
او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.
ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.
تازه خبرونه
له اسلامي امارت سره نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼشمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.
ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.
د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.
-
نړۍ3 days ago
د فلسطین پر رفح ښار اسرائیلي ځواکونو د ځمکنيو بریدونو ګواښ وکړ
-
نړۍ5 days ago
د مالیزیا بحري ځواکونو د چورلکو په ټکر کې ۱۰ کسان مړه شول
-
تازه خبرونه5 days ago
راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو
-
لوبی3 days ago
اټکانرژۍ لوبډلې په نهمه سیالۍ کې سرخپوشانخوافي ته ۱ـ ۰ ماتې ورکړه
-
سیمه ییز خبرونه4 days ago
د غزې په شمال کې د قحطۍ خطر ډېر دی
-
سیمه ییز خبرونه3 days ago
امریکا دې د بشري حقونو په اړه دوه ګوني سیاست ودروي – ترکیه
-
لوبی4 days ago
ابو مسلم فراه اوومه لوبه له خراسان فاریاب لوبډلې څخه ۶ د صفر پر توپیر وګټله
-
تازه خبرونه4 days ago
ایران او پاکستان په افغانستان کې پر ترهګرو ډلو اندېښنه څرګنده کړه