تازه خبرونه

د لوړو زده‌کړو وزیر د روسیې د تاتارستان جمهوریت ته سفر کړی

Published

on

(Last Updated On: غبرګولى ۱۸, ۱۴۰۲)

د اسلامي امارت د لوړو زده‌کړو وزیر ندا ​​محمد ندیم د سې شنبې پرشپه ( د غبرګولي ) د یوه پلاوي په مشرۍ د روسیې د تاتارستان پلازمېنې کازان ته روان شو.

د لوړو زده کړو وزارت ویاند ضیاء الله هاشمي ويلي، دغه سفر د روسیې فدراسیون د تاتارستان په رسمي بلنه ترسره شوی او ندا محمد ندیم د تاتارستان له چارواکو سره د کتنې ترڅنګ مسکو ته د بېلابېلو پوهنتونونو او افغان محصلینو سره د لیدنې لپاره هم سفر وکړي.

ضیاء الله هاشمي زیاته کړې، چې په دغه سفر کې به ندا محمد ندیم او ورسره پلاوی په تاتارستان کې د پوهنې او لوړو زده‌کړو د وزیرانو په غونډه کې ګډون وکړي.

دغه راز د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال په ډاګه کړې، چې د لوړو زده‌کړو وزیر شیخ ندا محمد ندیم او ورسره مل پلاوی یې د روسیې فدراسیون د تاتارستان په جمهوریت کې د پوهنې وزیرانو نړیوال فورم (راتلونکې جوړونه) ته د ګډون لپاره دغه هېواد ته سفر کړی دی.

یاد فورم د روان زېږدیز کال د می له ۷ څخه تر ۱۰ مې نېټې دوام مومي، چې د افغانستان په ګډون ورته د نړۍ د ٢٠ هېوادونو د ښوونې او روزنې وزیران لکه؛کوبا، وینزویلا، کنګو، میانمار، زیمبابوی، پاکستان، او قطر حضوري او د ۸ نورو هېوادونو لکه؛ ویتنام، شمالي کوریا، ماداګاسکار، نامیبیا، اتیوپي، برازیل او جنوبي آفریقا وزیران به په انلاین ډول په فورم کې ګډونوال وي.

په روسیه کې د افغانستان پر لوی سفارت سربېره، د عربي متحده اماراتو، برازیل، کیوبا او زیمبابوې سفیران او دیپلوماتان هم را بلل شوي دي.

یو شمېر کار پوهانو ویلي، چې په داسې شرایطو کې، چې د افغانانو پر زده‌کړو محدودیتونه دي، دا ډول سفرونه د محصلینو د شمېر پر لوړولو، د محصلینو لپاره د بورسونو د ونډې پر زیاتولو او همدارنګه د حکومتدارۍ د ښې تجربې پر ترلاسه کولو مثبت اغېز لرلی شي.

که څه هم د اسلامي امارت ځینو چارواکو ویلي؛ د نجونو لپاره د پوهنتونونو او ښوونځیو د بیا پرانستلو پر کړنلاره کار روان دی؛ خو خلک پر اسلامي امارت نیوکه کوي، چې دا ستونزه باید زر تر زره حل کړي او نجونو ته د تعلیم او تحصیل بشپړه زمینه برابره کړي.

Trending

Exit mobile version