سیمه ییز خبرونه

د مركزي بغلان پخوانى ولسوال او امنيه كوماندان دې ونيول شي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د ولسي جرگې او بغلان ولايتي شورا يو شمېرغړي خبردارى وركوي، چې كه:

د اميرگل او محمد كمين په نامه پخواني وسله وال  ژر تر ژره ونه نيول شي، په دغه ولايت كې به وضع نوره هم خرابه شي.

ځينې دا كسان وايي:

د مركزي بغلان ولسوالۍ پخوانى ولسوال او امنيه كوماندان د غير مسوولو وسله والو له ليكو سره يوځاى شوي او د هغو امنيتي ځواكونو مقابلې ته راوتلي، چې د دوى دنيولو هڅه كوي.

د بغلان ولايت د مركزي بغلان ولسوالۍ ولسوال اميرگل او د دغه ولسوالۍ امنيه كوماندان محمد كمين د ملي اردو د درې سرتېرو په وژلو تورن دي.

دا درې سرتېري د لوى اخترپه لومړۍ شپه په بازاركې ووژل شول. له هغې وروسته، چې د دغو دوه محلي چارواكو د نيولو حكم صادرشو؛ له سيمې وتښتيدل.

كه څه هم د بغلان والي په شمول د ولسي جرگې غړې ناجيه ايماق په دې اړه له څه ويلو ډډه كوي، خو د بغلان مرستيال والي وايي:

د اميرگل او محمد كمين د نيولو د حكم په صادريدو او د نوي ولسوال او امنيه كوماندان د معرفي كولو په وخت كې يو شمېركسان د محمد كمين او اميرگل په دستور له پوليسو سره په نښته كې ښكېل شول، چې په نتيجه كي يې څلورتنه ووژل شول او يو شمېرنورټپيان شول.

د بغلان ولايتي شورا غړى ندا كياني وايي:

سلگونه غيرمسوول وسله وال له دې كسانو سره يو ځاى شوي او دې كسانو د پوليسو يو شمېر وسلې او وسايط هم له ځان سره وړي دي.

د ولسي جرگې غړې ناجيه ايماق خبردارى وركوي، چې كه دا دوه كوماندانان ونه نيول شي په بغلان كې به امنتيي وضعه نوره هم بده شي.

د كورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي د دغو دوه كوماندانانو له خوا  د پوليسو د وسايلو د وړلو ادعا ردوي؛  خو وايي:

يو شمېرغيرمسوول وسله وال له اميرگل او محمد كمين سره يوځاى شوي دي، چې ډېر ژر به د دغو كسانو د نيولو خبر هم واورئ.

د ۲۰۹ شاهين قول اردو كوماندان زلمى ويسا د گرځند په ليكه څرگنده كړه:

كه لارښوونه را ته وشي، دا دوه پخواني كوماندانان به ډېر ژر ونيول شي.

دا په داسې حال كې ده، چې د كورنيو چارو وزارت د دې كسانو د نيولو په موخه گډ عمليات پيل كړي دي.

Trending

Exit mobile version