سیمه ییز خبرونه
د ملي امنيت پر رييس د ځانمرگي بريد د څېړنې حكم شوى
افغان ولسمشر حامد كرزي د كورنيو چارو د وزير په مشرۍ يوه پلاوي ته دنده سپارلې، چې د ملي امنيت پر رييس د ځانمرگي بريد څېړنه وكړي.
د ملي امنيت رييس اسدالله خالد د پنجشنبې په ورځ(د ليندۍ۱۶) په يوه ځانمرگي بريد كې ټپي شو.
وروستي رپوټونه وايي، چې:
د خالد روغتيايي حالت مخ په ښه كيدو دى.
ځينې كارپوهان په دې باور دي، چې:
د وسله والو طالبانو له مبهمو ادرسونو سره د افغان حكومت د د لوړ پوړيو چارواكو اړيكې او هڅې د قربانيو لامل گرزيدلي دي.
سياسي كارپوه وحيد مژده وايي:
د ملي امنيت پررييس بريد د كويټې له شورا سره د اړيكو پايله ده، چې څرگندهويت هم نلري.
اسدالله خالد، چې شاو خوا درې مياشتې د مخه يې د ملي امنيت د رييس په توگه دنده پيل كړې، د كابل په يوه ميلمستون كې د ځانمرگي بريد هدف وگرزيد او ټپي شو.
امنيتي سرچينو نه دي ويلي، چې دغه بريد نورو ته هم زيان اړولى كه نه.
د چارو د ادارې د عامه اړيكو مسوول سيد احسان طاهري وايي، چې:
افغان ولسمشر حامد كرزي د كورنيو چارو د وزير په مشرۍ يوه پلاوي ته دنده سپارلې، چې د ملي امنيت پر رييس د ځانمرگي بريد ژوره څېړنه وكړي او د يوې اوونۍ په ترڅ كې د خپلو څېړنو رپوټ وړاندې كړي.
د هغه په وينا د ملي امنيت د رييس روغتيايي حالت مخ په ښه كيدو دى او كه افغان ولسمشر لازم وگڼي ؛ نو د غوره درملنې لپاره به كوم بل هېواد ته واستول شي.
دا په داسې حال كې ده، چې ولسمشرحامد كرزي له رښتينو طالبانو سره خبرې اړينې او د افغانستان په گټه وگڼلې.