سیمه ییز خبرونه
د ملي امنيت پر رييس شوى بريد به د سولې پر خبرو اغېزه ونه كړي
په كابل كې آيساف وايي، چې:
د افغانستان د ملي امنيت پر رييس شوى ځانمرگى بريد به د افغان دولت او وسله والو مخالفينو ترمنځ د سولې پر خبرو ناوړه اغېزه ونه كړي.
د آيساف مسوولين په افغانستان كې د سولې له بهير سره د وسله والو مخالفينو د يو ځاى كيدو له پروسې څخه خپل ملاتړ څرگندوي او ټينگار كوي، چې:
د دغه پروگرام د بريالي ساتلو لپاره به خپلو هڅو ته دوام وركړو.
افغان دولت په دې باوردى، چې د ملي امنيت پر رييس د بريد طرحه په پاكستان كې جوړه شوې وه.
ويل كيږي، چې بريدگر ادعا درلوده، چې د وسله والو طالبانو لخوا يې د سولې پيغام راوړى دى.
د آيساف ځواكونو په چوكاټ كې د بيا يوځاي كيدو مرستيال ديويد بارنر يوې خبري ناستې ته وويل، چې:
آيساف د افغانستان د ملي امنيت پر رييس تر سره شوى بريد د اندېښنې وړ او د سولې د پروسې د گډوډولو لپاره د ترهگرو هڅې بولي.
د يويد بارنر ټينگار كوي، چې:
دغه بريد به د سولې پر پروسې کوم منفي اغېز ونه كړي، ځکه دغه پروسه د افغانستان په کليو او بانډو کې پخپله د افغانانو له خوا پلې کېږي او افغانان له بېلابېلو لارو غواړي وسله وال مخالفين د سولې پروسې ته وهڅوي.
آيساف د پاكستان له زندانونو څخه د طالب بنديانو خوشي كيدل د سولې پروسي لپاره يوه لاسته راوړنه بولي او د افغانستان د سولې لپاره د پاكستان او افغانستان وروستي گامونه مثبت ارزوي.
نړوموړى زياتوي:
زموږ او د سولي عالي شورا تر منځ همغږي شته، چې تر راتلونكيو دوه مياشتو به د افغانستان او پاكستان ترمنځ خبري اتري ښې پايلي ولري.
آيساف ټينگار كوي، چې د افغان دولت وسله وال مخالفين بايد د بيا يوځاى كيدو بهير د ځان لپاره يو مهم چانس وبولي او له جگړې لاس واخلي.
كه څه هم له تېرو څو كلونو راهيسې ملكي ژوند ته د وسله والو مخالفينو د راگرځيدو بهير پيل شوى او سلگونه وسله وال مخالفين له دغه بهيرسره يوځاى شوي؛ خو د كارپوهانو په باور دې بهير د سولې د ټينگښت لپاره كومه جوته مثبته پايله نه ده وركړې.