Connect with us

تازه خبرونه

د ملګرو ملتونو امنیت شورا سراج الدین حقاني ته متحده عربي اماراتو ته د سفر اجازه ورکړې ده

له دې مخکې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د حج د فریضې د ادا کولو لپاره سعودي عربستان ته د سراج الدین حقاني او د اسلامي امارت د درې نورو لوړپوړیو غړیو سفر له بندیز څخه معاف کړ.

خپور شوی

د

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د  افغانستان د کورنیو چارو وزارت چارسمبالي سراج الدین حقاني ته یې د متحده عربي اماراتو ابوظبۍ ښار ته د سفر اجازه ورکړې ده.

د دې شورا د خبرپاڼې له مخې؛ سراج الدین حقاني ته اجازه ورکړ شوې، چې د چنګاښ له لومړۍ نېټې څخه تر پېنځمې نېټې پورې ابوظبۍ ته سفر وکړي.

دې شورا په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د جون له یوویشتمې څخه تر پېنځه‌ویشتمې د سراج الدین حقاني د سفر معافیت تصویب شو.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې د دې سفر موخه د امنیت، ثبات او سولې په اړه په سیمه‌ییزو غونډو کې ګډون و.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په خبرپاڼه کې راغلي: د ۲۰۲۴ کال د جون پر شلمه د امنیت شورا کمیټه، چې د ۱۹۸۸ ز. کال د پرېکړه لیک پر بنسټ جوړه شوې وه؛ د سراج الدین حقاني د سفر د بندیز معافیت تصویب کړ، چې د جون له یوویشتمې څخه تر پېنځه‌ویشتمې پورې متحده عربي اماراتو ابوظبۍ ته سفر وکړي. د دې سفر موخه د سیمې د امنیت او ثبات په اړه په غونډو کې ګډون دی.

د هغې غونډې په اړه، چې د کورنیو چارو وزارت چارسمبالي په کې ګډون کړی جزئیات په لاس کې نشته.

له دې مخکې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د حج د فریضې د ادا کولو لپاره سعودي عربستان ته د سراج الدین حقاني او د اسلامي امارت د درې نورو لوړپوړیو غړیو سفر له بندیز څخه معاف کړ.

سراج الدین حقاني او د اسلامي امارت یو شمېر نور لوړپوړي غړي د ملګرو ملتونو د امنیت شورا تر بندیزونو لاندې دي.

اسلامي امارت وايي، چې پر غړیو یې د ملګرو ملتونو لخوا لګول شوي بندیزیونه غیر عادلانه دي او باید دا بندیزونه پای ته ورسيږي.

اړوند خبرونه:

اسلامي امارت د نړۍ له ټولو دولتونو سره د دوه اړخیزو اړیکو پراختیا غواړي

د م.م امنیت شورا د اسلامي امارت د مشرانو د سفر په اړه ووېشل شوه

تازه خبرونه

کویټ له افغانستان بشري صندوق سره ۲.۵ میلیون ډالر مرسته وکړه

د دې صندوق خپرې شوې خبرپاڼې له مخې، د دغو هوکړه‌لیکونو له مخې د افغانستان او سوریې بشري صندوقونو ته ۲.۵ میلیون ډالر ځانګړي شوي دي.

Published

on

د کویټ عربي اقتصادي پراختیا صندوق ویلي، چې له ملګرو ملتونو بشري چارو همغږۍ دفتر(اوچا) سره یې د پېنځه میلیون ډالرو پر ټولیز ارزښت د بشري مرستو دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک کړي، چې یوه برخه یې افغانستان ته ځانګړې شوې ده.

د دې صندوق خپرې شوې خبرپاڼې له مخې، د دغو هوکړه‌لیکونو له مخې د افغانستان او سوریې بشري صندوقونو ته ۲.۵ میلیون ډالر ځانګړي شوي دي.

د کویټ عربي اقتصادي پراختیا صندوق د څرګندونو له مخې، دا مرستې به د بېړنیو بشري پروګرامونو او پروژو د تمویل، د حیاتي اړتیاوو د پوره کولو او زیانمنو او اړمنو کسانو ته د ژوند ژغورونکو مرستو د رسولو لپاره ولګول شي.

په خبرپاڼه کې راغلي، دا مالي مرسته به د اوچا تر مدیریت لاندې د افغانستان بشري صندوق ته دا وړتیا ورکړي، چې بشري کړکېچونو ته په چټکۍ او ډېرې اغېزمنې همغږۍ ځواب ووایي، له همکارو بنسټونو ملاتړ وکړي او د بشري مرستو د عملیاتو همغږي پیاوړې کړي.

د کویټ عربي اقتصادي پراختیا صندوق زیاته کړې، چې د دغو هوکړه‌لیکونو پر لاسلیک له اوچا سره په ګډو پروژو کې د کویټ ټولې مرستې شاوخوا ۱۶.۱ میلیون ډالرو ته رسېدلې دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

چین له اسلامي امارت څخه د ترهګرو ډلو پر ضد د اقدام غوښتنه وکړه

هغه د چارشنبې پر ورځ د امنیت شورا په غونډه کې، چې د نړیوالې سولې او امنیت پر وړاندې د ترهګریزو بریدونو د ګواښونو په اړه جوړه شوې وه؛ د ملګرو ملتونو د سرمنشي راپور ته په نغوته کې ویلي، په افغانستان کې میشتې ترهګرې ډلې اوس هم د دې هېواد او ګاونډ هېوادونو لپاره جدي ګواښ بلل کېږي.

Published

on

د ملګرو ملتونو په ټولنه کې د چین دایمي استازي چارسمبالي سون لي ویلي، په افغانستان کې د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې وضعیت اوس هم د نړیوالې ټولنې جدي پاملرنې ته اړتیا لري.

هغه د چارشنبې پر ورځ د امنیت شورا په غونډه کې، چې د نړیوالې سولې او امنیت پر وړاندې د ترهګریزو بریدونو د ګواښونو په اړه جوړه شوې وه؛ د ملګرو ملتونو د سرمنشي راپور ته په نغوته کې ویلي، په افغانستان کې میشتې ترهګرې ډلې اوس هم د دې هېواد او ګاونډ هېوادونو لپاره جدي ګواښ بلل کېږي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې، په افغانستان کې میشتو ډلو، د داعش خراسان په ګډون، د پولو پورې غاړې د بریدونو لپاره خپلې هڅې او وړتیاوې زیاتې کړې دي.

سون لي له اسلامي امارت وغوښتل، چې د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې په برخه کې پخپلو ژمنو عمل وکړي او په افغانستان کې د ټولو میشتو ترهګرو ډلو، د هغو کسانو او بنسټونو پر ګډون، چې د امنیت شورا د دولس‌سوه اووه‌شپېتم پرېکړه‌لیک د بندیزونو په نوملړ کې شامل دي، پر ضد جدي ګامونه پورته کړي.

هغه خبرداری ورکړی، چې باید اجازه ورنه‌کړ شي افغانستان یو ځل بیا د ترهګرۍ د ودې او پراختیا پر مرکز بدل شي.

د چین استازي همداراز ویلي؛ نړیواله ټولنه باید د افغانستان د اقتصاد د بیارغونې او د خلکو د ژوند د ښه والي لپاره له دغه هېواد سره مرسته وکړي، چې د ترهګرۍ د رامنځته کېدا لاملونه له منځه ولاړ شي.

هغه زیاته کړې؛ چین د افغانستان، منځنۍ آسیا هېوادونو او سیمه‌ییزو بنسټونو او د شانګهای همکاریو ټولنې ترمنځ د پولې پورې غاړې ترهګریزو ګواښونو پر ضد د ګډې همکارۍ ملاتړ کوي.

دا څرګندونې داسې مهال کیږي، چې اسلامي امارت په افغانستان کې د ترهګرو ډلو شتون رد کړی او ټینګار یې کړی، چې د افغانستان خاوره به د هیڅ هېواد د امنیت پر ضد ونه‌کارول شي.

Continue Reading

تازه خبرونه

ملګرو ملتونو د افغانستان د غنمو د حاصلاتو د کمېدو د مخنیوي لپاره د مرستې غوښتنه وکړه

یادې ادارې ویلي، دا مرسته به شاوخوا ۶۰۰ زره بزګرو کورنیو ته زمینه برابره کړې، چې د ژمنیو غنمو د کر موسم له پیلېدو مخکې اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سره ترلاسه کړي.

Published

on

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې(اف‌ای‌او) خبرداری ورکړی، چې د کیمیاوي سرو د بیو لوړېدو د افغانستان د ۲۰۲۷ز.کال د غنمو حاصلات له ګواښ سره مخ کړي دي. دې ادارې د دې ستونزې د مخنیوي لپاره د ۳۸.۳ میلیون ډالرو مرستې غوښتنه کړې ده.

یادې ادارې ویلي، دا مرسته به شاوخوا ۶۰۰ زره بزګرو کورنیو ته زمینه برابره کړې، چې د ژمنیو غنمو د کر موسم له پیلېدو مخکې اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سره ترلاسه کړي.

د دې ادارې د څرګندونو له مخې، په ۲۰۲۶ز.کال کې د منځني ختیځ له کړکېچ وروسته د کیمیاوي سرو بیې په بې‌ساري ډول لوړې شوې دي. که څه هم سره په بازار کې شته؛ خو ډېر بزګران یې د پېرلو وس نه‌لري.

په افغانستان کې د اف‌ای‌او استازي ریچارډ ټرینچارډ ویلي، بزګران له یوه وچکالۍ ځپلي کال وروسته د ښه کرنیز فصل فرصت لري؛ خو د سرو د بیو لوړېدا دا فرصت له ډېرو بزګرانو اخیستی دی.

هغه ټینګار کړی، چې ستونزه د سرو کمښت نه، بلکې لوړې بیې دي.

اف‌ای‌او خبرداری ورکړی، که بزګران ونه‌شي کولی کافي سره وپېري؛ د غنمو حاصلات به کم شي، د کورنیو د خوړو خوندیتوب به زیانمن شي او پورونه به یې زیات شي.

د دې ادارې د څرګندونو له مخې، زیانمنې کورنۍ، د ښځو پر مشرۍ کورنۍ او بېرته راستانه شوي کډوال به تر ټولو ډېر اغېزمن شي.

اف‌ای‌او ویلي، د برښنايي نوم‌لیکنې او کوپون د سیسټم له لارې به بزګرانو ته کیمیاوي سره او د غنمو اصلاح شوي تخمونه په سبسایډۍ ورکړي. تر اوسه له ۱۰۰زره څخه ډېرو بزګرانو په دې پروګرام کې نوم‌لیکنه کړې ده.

دې ادارې ټینګار کړی، که اړینه بودجه د سپټمبر تر نیمايي برابره شي؛ بزګران به وکولی شي د کر موسم له پیلېدا مخکې اړین تخمونه او سره ترلاسه کړي او د راتلونکي کال د غنمو د حاصلاتو له کمېدو مخنیوی وشي.

اف‌ای‌او زیاته کړې، چې د اصلاح شویو تخمونو، کافي کیمیاوي سرو او مناسبو کرنیزو لارو چارو ګډه کارونه کولی شي د غنمو حاصلات تر ۳۲.۸ سلنه پورې لوړ کړي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!


Warning: Undefined array key "slug" in /var/www/vhosts/ariananews.af/httpdocs/wp-includes/class-wp-theme-json.php on line 2117

Warning: Undefined array key "slug" in /var/www/vhosts/ariananews.af/httpdocs/wp-includes/class-wp-theme-json.php on line 2117

Warning: Undefined array key "slug" in /var/www/vhosts/ariananews.af/httpdocs/wp-includes/class-wp-theme-json.php on line 2117