سیمه ییز خبرونه
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا پر ایران ځانګړې ناسته کوي
د ایراني چارواکو د راپورونو له مخې؛ له ۲۰۲۲ کال راپدېخوا دا اعتراضونه له ټولو پراخ لاریونونه ګڼل شوي، چې په کې لږ تر لږه ۵زره کسان وژل شوي دي.
د رویټرز د ترلاسه شوي سند له مخې؛ د راروانې جمعې پر ورځ به د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د ایران په اړه یوه ځانګړې ناسته ترسره کړي، چې د معترضانو پر وړاندې د «اندېښمنوونکي تاوتریخوالي» موضوع وڅېړي.
د ایراني چارواکو د راپورونو له مخې؛ له ۲۰۲۲ کال راپدېخوا دا اعتراضونه له ټولو پراخ لاریونونه ګڼل شوي، چې په کې لږ تر لږه ۵زره کسان وژل شوي دي.
دې ناارامیو پر نړیواله کچه له بشري حقونو څخه د پراخو سرغړونو په اړه اندېښنې هم راپارولي دي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو رییس فولکر تورک د اعتراضونو پر وړاندې سخت چلند غندلی او دا یې له نړیوالو قوانینو پوره سرغړونه ګڼلې ده.
په هغه لیک کې، چې رویټرز لیدلی؛ د آیسلینډ سفیر اینار ګونارسون، چې د جرمني او بریټانیا په ګډون د یو شمېر هېوادونو استازیتوب کويویلي: ځانګړې غونډه؛ ځکه اړینه ده، چې د «اندېښمنوونکي تاوتریخوالي، د لاریونکوونکو پر وړاندې د سختې ځپنې او په ټول هېواد کې د نړیوالو بشري حقونو د قانون د سرغړونو په اړه د باور وړ راپورونه» موجود دي.
ملګرو ملتونو تائید کړې، چې دا غونډه به د جمعې پر ورځ ترسره شي او تر اوسه ۲۱ هېوادونو له دې وړاندیز ملاتړ کړی دی.
د بشري حقونو د څار بنسټ (Human Rights Watch) د پراخو ناقانونه وژنو غندنه کړې او له ملګرو ملتونو یې غوښتي، چې د ایران د ۲۰۲۲ کال د اعتراضونو په اړه خپله پلټنه پراخه کړي او د حساب وړاندې کولو د ډاډ لپاره ورته اضافي مالي سرچینې برابرې کړي.
د ایران ډیپلوماټیک ماموریت د رویټرز نظر غوښتنې ته سمدستي ځواب ندی ورکړی؛ خو ډیپلوماټان وایي، چې ایران د ملګرو ملتونو ماموریتونو ته ځوابي لیکونه لېږلي او ادعا یې کړې، چې نښتې وروسته له هغې پیل شوې، چې پر امنیتي ځواکونو وسلهوال بریدونه وشول.
د « ایران امپېکټ » د ۱۹ نادولتي بنسټونو د ائتلاف غړي ګلن پایوت رویټرز ته ویلي؛ دا غونډه به «ایراني چارواکو ته یو روښانه پیغام ولېږي، چې وینه تویېدل او د بېلابېلوغږونو ځپل باید پای ته ورسېږي او دا، چې دوی تر نړیوال څار لاندې دي.»
هغه زیاته کړې: «دا د نړیوالې ټولنې لپاره هم یو فرصت دی، چې د ټولو ایرانیانو له سولهییز حق څخه ملاتړ وښيي او هغوی پرته له وېرې خپل غږ پورته کړي.»
په ایران کې روان اعتراضونه د اوږدمهالو ناخوښیو څرګندونه کوي؛ د ۲۰۲۲ کال پخواني لاریونونه هم له تاوتریخوالي سره مخ شول، چې سلګونه کسان په کې وژل شوي او زرګونه نور ونیول شول.
د ملګرو ملتونو دا بېړنۍ غونډه د ایران د مخالفتونو د مدیریت په اړه د نړیوالې ټولنې د زیاتېدونکې اندېښنې او د سیمې پر بشري حقونو د دې وضعیت د پراخو اغېزو څرګندونه کوي.