Connect with us

سیمه ییز خبرونه

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا پر ایران ځانګړې ناسته کوي

د ایراني چارواکو د راپورونو له مخې؛ له ۲۰۲۲ کال راپدېخوا دا اعتراضونه له ټولو پراخ لاریونونه ګڼل شوي، چې په کې لږ تر لږه ۵‌زره کسان وژل شوي دي.

خپور شوی

د

د رویټرز د ترلاسه شوي سند له مخې؛ د راروانې جمعې پر ورځ به د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د ایران په اړه یوه ځانګړې ناسته ترسره کړي، چې د معترضانو پر وړاندې د «اندېښمنوونکي تاوتریخوالي» موضوع وڅېړي.

د ایراني چارواکو د راپورونو له مخې؛ له ۲۰۲۲ کال راپدېخوا دا اعتراضونه له ټولو پراخ لاریونونه ګڼل شوي، چې په کې لږ تر لږه ۵‌زره کسان وژل شوي دي.

دې ناارامیو پر نړیواله کچه له بشري حقونو څخه د پراخو سرغړونو په اړه اندېښنې هم راپارولي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو رییس فولکر تورک د اعتراضونو پر وړاندې سخت چلند غندلی او دا یې له نړیوالو قوانینو پوره سرغړونه ګڼلې ده.

په هغه لیک کې، چې رویټرز لیدلی؛ د آیسلینډ سفیر اینار ګونارسون، چې د جرمني او بریټانیا په ګډون د یو شمېر هېوادونو استازیتوب کويویلي: ځانګړې غونډه؛ ځکه اړینه ده، چې د «اندېښمنوونکي تاوتریخوالي، د لاریونکوونکو پر وړاندې د سختې ځپنې او په ټول هېواد کې د نړیوالو بشري حقونو د قانون د سرغړونو په اړه د باور وړ راپورونه» موجود دي.

ملګرو ملتونو تائید کړې، چې دا غونډه به د جمعې پر ورځ ترسره شي او تر اوسه ۲۱ هېوادونو له دې وړاندیز ملاتړ کړی دی.

د بشري حقونو د څار بنسټ (Human Rights Watch) د پراخو ناقانونه وژنو غندنه کړې او له ملګرو ملتونو یې غوښتي، چې د ایران د ۲۰۲۲ کال د اعتراضونو په اړه خپله پلټنه پراخه کړي او د حساب وړاندې کولو د ډاډ لپاره ورته اضافي مالي سرچینې برابرې کړي.

د ایران ډیپلوماټیک ماموریت د رویټرز نظر غوښتنې ته سمدستي ځواب ندی ورکړی؛ خو ډیپلوماټان وایي، چې ایران د ملګرو ملتونو ماموریتونو ته ځوابي لیکونه لېږلي او ادعا یې کړې، چې نښتې وروسته له هغې پیل شوې، چې پر امنیتي ځواکونو وسله‌وال بریدونه وشول.

د « ایران امپېکټ » د ۱۹ نادولتي بنسټونو د ائتلاف غړي ګلن پایوت رویټرز ته ویلي؛ دا غونډه به «ایراني چارواکو ته یو روښانه پیغام ولېږي، چې وینه تویېدل او د بېلابېلوغږونو ځپل باید پای ته ورسېږي او دا، چې دوی تر نړیوال څار لاندې دي.»

هغه زیاته کړې: «دا د نړیوالې ټولنې لپاره هم یو فرصت دی، چې د ټولو ایرانیانو له سوله‌ییز حق څخه ملاتړ وښيي او هغوی پرته له وېرې خپل غږ پورته کړي.»

په ایران کې روان اعتراضونه د اوږدمهالو ناخوښیو څرګندونه کوي؛ د ۲۰۲۲ کال پخواني لاریونونه هم له تاوتریخوالي سره مخ شول، چې سلګونه کسان په کې وژل شوي او زرګونه نور ونیول شول.

د ملګرو ملتونو دا بېړنۍ غونډه د ایران د مخالفتونو د مدیریت په اړه د نړیوالې ټولنې د زیاتېدونکې اندېښنې او د سیمې پر بشري حقونو د دې وضعیت د پراخو اغېزو څرګندونه کوي.

سیمه ییز خبرونه

ایران امریکا ته د هرمز تنګي د بیا پرانیستلو او جګړې د پای ته رسولو وړاندیز وکړ- اکسیوس

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د یکشنبې پر ورځ ویلي وه، چې که ایران غواړي د جګړې د پای ته رسولو لپاره خبرې وکړي؛ نو کولی شي له هغه سره ټیلیفوني اړیکه ونیسي او ټینګار یې کړی، چې تهران هیڅکله نشي کولی اټومي وسلې ولري. دا په داسې حال کې ده، چې ایران ویلي وه: امریکا باید د هوکړې پر وړاندې د ایران د بندرونو د محاصرې په ګډون خنډونه لرې کړي.

Published

on

اکسیوس خبري اوب‌پاڼې د یکشنبې پر ورځ د یوه امریکايي چارواکي او دوه باخبره سرچینو د څرګندونو له مخې راپور ورکړی: ایران د پاکستانيو منځګړو له لارې امریکا ته یو نوی وړاندیز وړاندې کړی، چې د هرمز تنګی بیا پرانیستل شي؛ جګړه پای ته ورسېږي او اټومي خبرې راتلونکي پړاو ته وځنډول شي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د یکشنبې پر ورځ ویلي وه، چې که ایران غواړي د جګړې د پای ته رسولو لپاره خبرې وکړي؛ نو کولی شي له هغه سره ټیلیفوني اړیکه ونیسي او ټینګار یې کړی، چې تهران هیڅکله نشي کولی اټومي وسلې ولري. دا په داسې حال کې ده، چې ایران ویلي وه: امریکا باید د هوکړې پر وړاندې د ایران د بندرونو د محاصرې په ګډون خنډونه لرې کړي.

د سولې د هڅو د بیا راژوندي کېدا هیلې د شنبې پر ورځ هغه مهال کمزورې شوې، چې ټرمپ اسلام‌آباد ته د خپلو استازو سټیو ویټکوف او جرډ کوشنر سفر لغوه کړ. د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د یکشنبې پر ورځ روسیې ته له سفر مخکې، چې هلته به د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره وویني، پاکستان او عمان ته تګ راتګ درلود.

ټرمپ فاکس نیوز ته ویلي: «که دوی غواړي خبرې وکړي؛ کولی شي مونږ ته راشي یا له مونږ سره ټیلیفوني اړیکې ونیسي. تاسې پوهېږئ، چې ټیلیفون شته. مونږ خوندي او ښې کرښې لرو.»

هغه زیاته کړې: « دوی پوهېږي، چې په هوکړه کې باید څه وي. دا ډېر ساده ده: هغوی نه‌شي کولی اټومي وسلې ولري، پرته له دې د لیدنې لپاره هیڅ دلیل نه‌شته.»

Continue Reading

سیمه ییز خبرونه

د ټرمپ پرېکړې د ایران–امریکا د سولې هیلې اغېزمنې کړې

د خبرو د درېدا دې حالت د نړۍ تر ټولو لوی اقتصاد او یو ستر نفتي ځواک په داسې تقابل کې ښکېل کړ، چې د انرژۍ بیې یې د وروستیو څو کلونو تر ټولو لوړې کچې ته رسولي، انفلاسیون یې زیات کړی او د نړیوالې اقتصادي ودې راتلونکی یې تیاره کړی دی.

Published

on

د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي له پاکستان څخه ووت او د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د خپلو استازو سټیو ویټکوف او جرډ کوشنر پلان شوی سفر اسلام‌آباد ته لغوه کړ.

د خبرو د درېدا دې حالت د نړۍ تر ټولو لوی اقتصاد او یو ستر نفتي ځواک په داسې تقابل کې ښکېل کړ، چې د انرژۍ بیې یې د وروستیو څو کلونو تر ټولو لوړې کچې ته رسولي، انفلاسیون یې زیات کړی او د نړیوالې اقتصادي ودې راتلونکی یې تیاره کړی دی.

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د پاکستان له لومړي وزیر شهباز شریف سره په ټیلیفوني خبرو کې ویلي، چې تهران به د ګواښ یا محاصرې تر فشار لاندې «تپلې‌خبرې» ونه‌مني.

پزشکیان زیاته کړې؛ امریکا باید لومړی د ایران د بندرونو د محاصرې «عملیاتي خنډونه» لرې کړي، چې مذاکره کوونکي وکولی شي د دې شخړې د حل لپاره زمینه برابره کړي.

عراقچي پاکستان ته خپل سفر «ډېر ګټور» وباله.

د رویټرز د راپور له مخې؛ په اسلام‌آباد کې یوې ایراني ډیپلوماټیکې سرچینې ویلي، چې تهران به د امریکا «افراطي غوښتنې» ونه‌مني.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په فلوریډا کې خبریالانو ته ویلي، چې هغه له ایران سره د لیدنې لپاره اسلام‌آباد ته د امریکایي استازو سفر لغوه کړی دی.

ټرمپ په ټروت‌پاڼه کې لیکلي: «ما همدا اوس د پاکستان اسلام‌آباد ته د خپلو استازو هغه سفر لغوه کړ، چې ټاکل شوې وه له ایرانیانو سره وویني. سفر ډېر وخت ضایع کوي، کار هم ډېر دی! سربېره پردې د دوی (ایران) په «مشرتابه» کې کورنۍ شخړې او ګډوډي هم شتون لري. هیڅوک؛ حتا په‌خپله ایرانیان هم نه‌پوهیږي، چې مسوول څوک دی. د شونو کارونو ټول کارتونه له مونږ سره دی؛ دوی هیڅ نلري! که دوی غواړي خبرې وکړي، نو باید یوازې اړیکه ونیسي.»

پزشکیان د پنجشنبې پر ورځ ویلي وه، چې په تهران کې «نه تندلاري شته او نه هم منځلاري» او هېواد د خپل مشر تر شا متحد ولاړ دی.

محمد باقر قالیباف او عباس عراقچي هم په وروستیو ورځو کې همدا پیغام تکرار کړی دی.

دغه راز د بنیامین نتنیاهو دفتر اعلان کړی، چې خپلو ځواکونو ته یې په لبنان کې د حزب‌الله پر مورچلو د برید امر کړی، چې دا کار درې اوونیز اوربند نور هم له خطر سره مخ کوي.

تهران د هرمز تنګي لار تر ډېره تړلې ده، چې عموماً د نړۍ شاوخوا پېنځمه برخه تېل او ګاز ترې تېرېږي. په داسې حال کې، چې واشنګټن د ایران د تېلو صادرات بند کړي دي.

د سپینې‌ ماڼۍ ویاندې کارولین لیویټ له دې مخکې ویلي وه، چې امریکا د ایران له لوري ځینې پرمختګونه لیدلي او جی ډي ونس پاکستان ته د سفر لپاره چمتو دی. ونس روانه میاشت په اسلام‌آباد کې د ناکامو خبرو د لومړي پړاو مشري کړې ده.

د امریکا او ایران شخړه، چې اوس‌مهال هم اوربند روان دی؛ د فبرورۍ پر اته‌ویشتمه د امریکا او اسرائیلو د هوايي بریدونو سره پیل شوې ده. له برید وروسته ایران پر اسرائیلو، د امریکا پر پوځي اډو او د خلیج پر هېوادونو بریدونه کړي دي.

Continue Reading

سیمه ییز خبرونه

ایران د هرمز تنګي پر سټرټیژیکه لار خپل واک او څار زیات کړ

د راپورونو له مخې؛ ایران په دې اړینه سمندري لار کې دوه بېړۍ نیولي او دا هڅه له واشنګټن سره د ماتېدونکي اوربند په اړه د روانو اختلافونو پر مهال رامنځته شوې ده.

Published

on

راپورونه ښيي؛ د هرمز تنګي په سیمه کې د ایران او امریکا ترمنځ د اوربند وضعیت اوس هم ناڅرګند دی، خو ایران په دې سیمه کې خپل واک او څار زیات کړی دی.

د راپورونو له مخې؛ ایران په دې اړینه سمندري لار کې دوه بېړۍ نیولي او دا هڅه له واشنګټن سره د ماتېدونکي اوربند په اړه د روانو اختلافونو پر مهال رامنځته شوې ده.

د ایران د پارلمان رییس محمدباقر قالیباف ویلي، چې هر ډول رښتینی اوربند هغه وخت ممکن دی، چې د ایران پر سمندري سوداګرۍ محدودیتونه لرې شي. هغه سمندري محاصره د احتمالي هوکړو څخه سرغړونه بللې ده.

همدارنګه سپاه پاسداران څرګنده کړی، چې دوه بهرنۍ بېړۍ د مقرراتو د ماتولو او د جواز د نشتوالي له کبله درول شوې دي. دغه راز، امنیتي سرچینو خبر ورکړی، چې پر یوې بلې بېړۍ ډزې شوې دي؛ خو کوم زیان نه‌دی اوښتی.

امریکا دا هڅې «سمندري غلا» بللي او په ځواب کې یې د سمندري محاصرې او د ځینو ایراني بېړیو د نیولو لړۍ روانه ساتلې ده.

دې وضعیت د انرژۍ په نړیوالو بازارونو کې اندېښنې راپارولې او د برنټ اوومو نفتو د هر بېرل بیه یې  تر ۱۰۰ ډالرو لوړه کې ده.

دغه راز د دواړو لورو ترمنځ د خبرو د بیا پیل لپاره ډیپلوماټیکې هڅې تر اوسه بې‌پایلې پاتې دي.

کارپوهان خبرداری ورکوي، چې د دې کړکېچ دوام کولی شي د نړیوالې انرژۍ د سوداګرۍ دا لار له جدي خطر سره مخ کړي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!