Connect with us

تازه خبرونه

د ملګرو ملتونو نوی پرېکړه لیک به پر اسلامي او ملي اصولو وارزوو – اسلامي امارت

دې وزارت د خپلې خبرپاڼې په یوه برخه کې د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې د پرېکړه لیک د ځینو مثبتو اړخونو ستاینه کړې او د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې یې د ځينو هېوادونو له لوري د افغانستان د امنیت ټينګښت، له نشه‌يي توکو سره د اسلامي امارت مبارزه، لاس ته راوړنې او د اقتصادي ودې پر وړاندې د خنډونو لرې کول مثبت ارزول؛ ستايلي.

خپور شوی

د

د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت څرګنده کړې، چې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د وروستي پرېکړه لیک محتوا به د اسلامي ارزښتونو او ملي ګټو پر بنسټ وارزوي.

دې وزارت د خپلې خبرپاڼې په یوه برخه کې د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې د پرېکړه لیک د ځینو مثبتو اړخونو ستاینه کړې او د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې یې د ځينو هېوادونو له لوري د افغانستان د امنیت ټينګښت، له نشه‌يي توکو سره د اسلامي امارت مبارزه، لاس ته راوړنې او د اقتصادي ودې پر وړاندې د خنډونو لرې کول مثبت ارزول؛ ستايلي.

دا خبرپاڼه هغه پرېکړه لیک، چې د افغانستان د وضعیت په اړه وړاندې شوی؛ ځکه ردوي، چې په پرېکړه لیک کې د بشري وضعیت په اړه ځمکني واقعیتونه او د تصویب پر مهال یې د اسلامي امارت نظر له پامه غورځولي.

د بهرنیو چارو وزارت ټینګار کړی، چې سره له دې به هم اسلامي امارت د دغه پرېکړه لیک، غوښتنې او سپارښتنې د اسلامي لارښوونو او ملي ګټو پر بنسټ و ارزوي.

دا دریځ د ملګرو ملتونو لخوا د نوي پرېکړه لیک له تصویب وروسته راپورته شوی، چې په افغانستان کې د بشري، امنیتي او بشري حقونو موضوعاتو ته نغوته(اشاره) کوي او د هېواد دننه او بهر یې بېلابېل  غبرګونونه راپارولي دي.

د ملګرو ملتونو د پرېکړه لیک محتوا

د ملګرو ملتونو عمومي غونډې د دوشنبې پر ورځ یو نوی پرېکړه لیک تصویب کړ او د افغانستان له اسلامي امارت څخه یې وغوښتل، چې د ښځو او نجونو پر وړاندې بندیزونه لغوه کړي او له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د پراخې ښکېلتیا غوښتنه وکړي؛ خو امریکا او اسرائیلو یې مخالفت وکړ.

دا نا‌الزامي پرېکړه لیک د ۱۱۶ رایو پر ملاتړ تصویب شو او په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه ژوره نړیواله اندېښنه څرګندوي. په ځانګړي توګه د اسلامي امارت لخوا د ښځو پر زده‌کړو او کارموندنې لګول شوي بندیزونه.

د روسیې، چین، هند او ایران په ګډون دولس هېوادونو له رای ورکولو څخه ډډه وکړه. په داسې حال کې، چې امریکا او اسرائیلو یې پر ضد رایې ورکړې دي.

دا پرېکړه لیک له اسلامي امارت څخه غوښتنه کوي؛ هغه بندیزونه لرې کړي، چې له شپږم ټولګي څخه پورته نجونې په ښوونځیو کې له زده‌کړو منع کوي او په عامه برخو کې یې د کار او رول لوبولو مخه نیسي. دغه راز د ترهګرو ډلو لکه القاعده او داعش د له منځه وړلو غوښتنه هم کوي، چې په افغانستان کې فعالیت لري.

سربېره پردې؛ پرېکړه لیک د اقتصادي بیارغونې او بشري مرستو پر اړتیا ټینګار کوي، د ایران او پاکستان په څېر له هغو هېوادونو ستاینه کوي، چې د افغان کډوالو کوربتوب لري او نړیواله ټولنه ورسره پراخې همکاري او ملاتړ ته هڅوي.

دغه راز د ملګرو ملتونو له عمومي منشي هم غوښتنه شوې، چې له افغانستان سره د نړیوالې ښکېلتیا او  همغږۍ د ودې لپاره یو ځانګړی همغږي کوونکی وټاکي.

تازه خبرونه

سوداګر دې قانوني پانګونه وکړي – د بدخشان والي مرستیال

حقجو په فیض‌آباد ښار کې د افغان ملي بانک د پرانیستلو د مراسمو پر مهال له سوداګرو وغوښتل، چې د شتمنېدا لپاره خپلې پانګې د نشه‌يي توکو قاچاق ته ځانګړې نه‌کړي او په دې کار سره ځوانان پر نشه‌يي توکو اخته نه‌کړي.

Published

on

د بدخشان ولایت د والي مرستیال جمال‌الدین حقجو له سوداګرو غوښتي، چې خپلې پانګې په قانوني او تولیدي برخو کې ولګوي او د هېواد په اقتصادي وده کې ونډه واخلي.

حقجو په فیض‌آباد ښار کې د افغان ملي بانک د پرانیستلو د مراسمو پر مهال له سوداګرو وغوښتل، چې د شتمنېدا لپاره خپلې پانګې د نشه‌يي توکو قاچاق ته ځانګړې نه‌کړي او په دې کار سره ځوانان پر نشه‌يي توکو اخته نه‌کړي.

حقجو وویل، اوس مهال په ټول افغانستان کې زرګونه کسان په نشه‌يي توکو روږدي دي او له سوداګرو یې وغوښتل، چې د نشه‌يي توکو په قاچاق کې پانګونه ونه‌کړي.

دغه راز په دې مراسمو کې نورو سیمه‌ییزو چارواکو له ولس وغوښتل، چې د حکومت پر وړاندې د درېدا پر ځای دې د هېواد د اقتصادي ودې لپاره کار وکړي.

دوی ویلي؛ د اقتصادي فعالیتونو پراختیا کولی شي د بېوزلۍ او نورو هغو ستونزو په کمولو کې مرسته وکړي، چې زرګونه کورنۍ ورسره مخ دي.

چارواکو له بانکونو او سوداګرو هم وغوښتل، چې خپل فعالیتونه د اسلامي اصولو له مخې ترسره کړي.

د افغان ملي بانک نوې پرانیستل شوې څانګه به د بدخشان اوسېدونکو ته بانکي خدمتونه وړاندې کړي.

د بانک ملي بانک چارواکي وايي؛ هغه دولتي کارکوونکي، چې معاشونه یې د دې بانک له لارې ترلاسه کیږي؛ د بانک د تګلارې له مخې به د پور له خدمتونو هم برخمن شي.

د بدخشان اوسېدونکو د دې څانګې پرانیستل بانکي خدمتونو ته د لاسرسي د آسانتیا لپاره مهم وبلل او له بانکونو یې وغوښتل، چې د دغه ولایت په لرې پرتو ولسوالیو کې هم خپلې څانګې پرانیزي.

چارواکو له سوداګرو او دولتي ادارو وغوښتل، چې د پانګونې او د بانک له خدمتونو څخه د ګټې اخیستنې له لارې د دغه بانک ملاتړ وکړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په ایران کې د ټرافیکي پېښې له کبله اووه افغان کډوال مړه شوي

د بشري حقونو د «حال‌وش» بنسټ د راپور له مخې؛ دغه ټرافیکي پېښه د جمعې پر ورځ( د ۱۴۰۵ لمریز لېږدیز کال د سنبلې پر اووه‌ویشتمه) د سیستان او بلوچستان په سرباز نومې سیمه کې رامنځته شوې ده.

Published

on

د ایران په سیستان او بلوچستان ولایت کې د افغان کډوالو لېږدوونکي موټر او د تېلو لېږدوونکي موټر د ټکر له کبله اووه کسان مړه شوي دي.

د بشري حقونو د «حال‌وش» بنسټ د راپور له مخې؛ دغه ټرافیکي پېښه د جمعې پر ورځ( د ۱۴۰۵ لمریز لېږدیز کال د سنبلې پر اووه‌ویشتمه) د سیستان او بلوچستان په سرباز نومې سیمه کې رامنځته شوې ده.

د سیستان او بلوچستان د ټرافیک پولیسو قومندان سیاوش محبي ویلي، چې افغان وګړي ناقانونه ایران ته راننوتلي وه.

هغه زیاته کړې، چې په دې پېښه کې نهه نور ټپیان شوي دي.

محبي د پېښې لامل د کډوالو لېږدوونکي موټر د چلوونکي بې‌احتیاطي بللې ده.

 
Continue Reading

تازه خبرونه

د اسلامي همکاریو ټولنه د افغانستان په اړه د تماس ډلې ناسته تر سره کوي

د اسلامي همکاریو ټولنې ویلي، په دې غونډه کې به د افغانستان پر روان وضعیت، د دغه هېواد له خلکو سره د ملاتړ او د افغانستان په اړه د ګډو هڅو پر څرنګوالي خبرې وشي.

Published

on

د اسلامي همکاریو ټولنې اعلان کړی، چې د افغانستان په اړه د دې ټولنې د تماس ډلې غونډه به د ملګرو ملتونو د یواتیاومې عمومي غونډې په څنډه کې ترسره شي.

د اسلامي همکاریو ټولنې ویلي، په دې غونډه کې به د افغانستان پر روان وضعیت، د دغه هېواد له خلکو سره د ملاتړ او د افغانستان په اړه د ګډو هڅو پر څرنګوالي خبرې وشي.

د غونډې موخه د افغانستان په اړه د اسلامي همکاریو ټولنې د غړیو هېوادونو ترمنځ د نظرونو همغږي او د دغه هېواد د وضعیت په تړاو د ګډ دریځ پیاوړتیا بلل شوې ده.

د ملګرو ملتونو د یواتیاومې عمومي غونډې په څنډه کې به د اسلامي همکاریو ټولنې د غړیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو کلنۍ غونډه هم ترسره شي.

د بهرنیو چارو وزیرانو په دې کلنۍ غونډه کې به د اسلامي نړۍ پر مهمو موضوعاتو سربېره د افغانستان وضعیت او له دغه هېواد سره د اړیکو او همکاریو د پراختیا په اړه هم خبرې وشي.

د اسلامي همکاریو ټولن د افغانستان د وضعیت په اړه د تماس ډله کې د غړیو هېوادونو استازي شامل دي او دغه ډله د افغانستان اړوند د بحثونو او د نظرونو د همغږۍ لپاره جوړ شوې ده.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!