تازه خبرونه
د ملګرو ملتونو نوی پرېکړه لیک به پر اسلامي او ملي اصولو وارزوو – اسلامي امارت
دې وزارت د خپلې خبرپاڼې په یوه برخه کې د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې د پرېکړه لیک د ځینو مثبتو اړخونو ستاینه کړې او د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې یې د ځينو هېوادونو له لوري د افغانستان د امنیت ټينګښت، له نشهيي توکو سره د اسلامي امارت مبارزه، لاس ته راوړنې او د اقتصادي ودې پر وړاندې د خنډونو لرې کول مثبت ارزول؛ ستايلي.
د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت څرګنده کړې، چې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د وروستي پرېکړه لیک محتوا به د اسلامي ارزښتونو او ملي ګټو پر بنسټ وارزوي.
دې وزارت د خپلې خبرپاڼې په یوه برخه کې د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې د پرېکړه لیک د ځینو مثبتو اړخونو ستاینه کړې او د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې یې د ځينو هېوادونو له لوري د افغانستان د امنیت ټينګښت، له نشهيي توکو سره د اسلامي امارت مبارزه، لاس ته راوړنې او د اقتصادي ودې پر وړاندې د خنډونو لرې کول مثبت ارزول؛ ستايلي.
دا خبرپاڼه هغه پرېکړه لیک، چې د افغانستان د وضعیت په اړه وړاندې شوی؛ ځکه ردوي، چې په پرېکړه لیک کې د بشري وضعیت په اړه ځمکني واقعیتونه او د تصویب پر مهال یې د اسلامي امارت نظر له پامه غورځولي.
د بهرنیو چارو وزارت ټینګار کړی، چې سره له دې به هم اسلامي امارت د دغه پرېکړه لیک، غوښتنې او سپارښتنې د اسلامي لارښوونو او ملي ګټو پر بنسټ و ارزوي.
دا دریځ د ملګرو ملتونو لخوا د نوي پرېکړه لیک له تصویب وروسته راپورته شوی، چې په افغانستان کې د بشري، امنیتي او بشري حقونو موضوعاتو ته نغوته(اشاره) کوي او د هېواد دننه او بهر یې بېلابېل غبرګونونه راپارولي دي.
د ملګرو ملتونو د پرېکړه لیک محتوا
د ملګرو ملتونو عمومي غونډې د دوشنبې پر ورځ یو نوی پرېکړه لیک تصویب کړ او د افغانستان له اسلامي امارت څخه یې وغوښتل، چې د ښځو او نجونو پر وړاندې بندیزونه لغوه کړي او له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د پراخې ښکېلتیا غوښتنه وکړي؛ خو امریکا او اسرائیلو یې مخالفت وکړ.
دا ناالزامي پرېکړه لیک د ۱۱۶ رایو پر ملاتړ تصویب شو او په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه ژوره نړیواله اندېښنه څرګندوي. په ځانګړي توګه د اسلامي امارت لخوا د ښځو پر زدهکړو او کارموندنې لګول شوي بندیزونه.
د روسیې، چین، هند او ایران په ګډون دولس هېوادونو له رای ورکولو څخه ډډه وکړه. په داسې حال کې، چې امریکا او اسرائیلو یې پر ضد رایې ورکړې دي.
دا پرېکړه لیک له اسلامي امارت څخه غوښتنه کوي؛ هغه بندیزونه لرې کړي، چې له شپږم ټولګي څخه پورته نجونې په ښوونځیو کې له زدهکړو منع کوي او په عامه برخو کې یې د کار او رول لوبولو مخه نیسي. دغه راز د ترهګرو ډلو لکه القاعده او داعش د له منځه وړلو غوښتنه هم کوي، چې په افغانستان کې فعالیت لري.
سربېره پردې؛ پرېکړه لیک د اقتصادي بیارغونې او بشري مرستو پر اړتیا ټینګار کوي، د ایران او پاکستان په څېر له هغو هېوادونو ستاینه کوي، چې د افغان کډوالو کوربتوب لري او نړیواله ټولنه ورسره پراخې همکاري او ملاتړ ته هڅوي.
دغه راز د ملګرو ملتونو له عمومي منشي هم غوښتنه شوې، چې له افغانستان سره د نړیوالې ښکېلتیا او همغږۍ د ودې لپاره یو ځانګړی همغږي کوونکی وټاکي.
