Connect with us

تازه خبرونه

د موجوده نظام په ساتلو کې باید بې پروايي ونه‌شي

خپور شوی

د

د مرغومي پر شپږمه په کابل کې د اسلامي امارت د لوړ پوړو چارواکو له‌خوا د یادښت غونډه جوړه شوه او د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال خبرداری ورکړ، چې د نړۍ هېوادونه باید له دغو پېښو عبرت واخلي او په افغانستان کې د مداخلې، نیواک او اشغال فکر پرېږدي.

د اسلامي امارت د لوړ پوړیو چارواکو په حضور کې پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد د یرغل د څلورڅلوېښتمېې کلیزې د یادښت مراسم ترسره شول.

په دې مراسمو کې د ریاست الوزرا سياسي مرستيال عبدالکبیر د شوروي يرغل او پر افغانستان د امريکا او ناټو له‌خوا شل کلن نیواک د افغانستان د خلکو لپاره ويجاړونکي یاد کړ او څرګندوي، چې د دغو قدرتونو له ماتې باید د نړۍ نور قدرتونه او ګاونډیان درس واخلي او په افغانستان کې د لاسوهنې او مداخلې فکرونه له سرونو وباسي.

د ریاست الوزار اداري مرستیال عبدالسلام حنفي ویلي: امریکایانو د سولې د خبرو پر مهال باور درلود، چې افغانستان ته د اسلامي امارت له راتګ سره به وینه توییږي؛ خو د اسلامي امارت د مشر د بښنې پر فرمان ټول مخالفان معاف او د وینو تویولو مخه ونیول شوه.

عبدالسلام حنفي وایي: ټول سیاسیون له ټولو افغانانو سره یو شان حقوق لري او مونږ ټولو ته عمومي بښنه اعلان کړې ده. ټولو پخوانیو او اوسنیو مامورینو ته له ملي بودجې معاشونه ورکول کیږي او له انکشافي بودجې څخه د مرکز په ګډون ټولو ولایتونو او ولسوالیو ته پراختیایي ونډه په پام کې نیول شوې او ملي عواید به د هېواد د پرمختګ لپاره ولګول شي.

د عبدالسلام حنفي د څرګندونو له مخې؛ د ټولو نړیوالو معیارونو خلاف (۸۰۰ ) زره افغان کډوال له ګاونډ هېوادونو جبري ایستل شوي دي.

د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي متقي په دې مراسمو کې څرګنده کړې، چې د افغانستان دښمنان اوس هم د افغانستان د بې‌ثباته کولو هڅې کوي.

نوموړی وايي، چې د نظام په ټینګښت کې باید غفلت ونه‌شي.

دغه راز د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني ويلي، چې د تېرو شل کلونو جهاد د واک د ترلاسه کولو او په واک کې د شریکېدو لپاره نه و؛ د موجوده نظام په ساتلو کې باید هیڅ ډول بې پروايي ونه‌شي.

د سراج الدین حقاني د څرګندونو له مخې، نظام باید د خلکو د ستونزو مسوول وي.

هغه ویلي؛ مونږ باید له خپل جهاده عبرت واخلو؛ دلته پارلماني او جمهوري نظام نه‌دي، دلته اسلامي نظام حاکم دی او سوتونزې به د مسوولو خلکو سره په همکارۍ کې حلوو.

له نن څخه څلور‌څلویښت کاله مخکې د ۱۳۵۸ لمریز لېږدیز کال د مرغومي پر شپږمه د پخواني شوروي اتحاد پوځي ځواکونو پر افغانستان د ځمکې او هوا له لارې برید وکړ، چې له کبله یې یو میلیون افغانانو ته مرګ او ژوبله واوښته او میلیونونه افغانان نورو هېوادونو ته کډوال شول.

تازه خبرونه

د افغانستان او پاکستان ترمنځ تاوتریخوالی خطرناک پړاو ته رسېدلی – د بحران نړیواله ډله

د یاد بنسټ د خبرپانې له مخې؛ په کابل کې د تېرې اوونۍ د روږدو کسانو د درملنې پر روغتون خونړی برید د تاوتریخوالي د زیاتېدا د عطف ټکی و او د جګړې کچه یې د پام وړ زیاته کړې ده.

Published

on

د بحران نړیوالې ډلې خبرداری ورکړی، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ کړکېچ خطرناک پړاو ته رسېدلی او دواړه خواوې باید د مرګونو بریدونو د مخنیوي لپاره ډیپلوماسۍ ته راستانه شي.

د یاد بنسټ د خبرپانې له مخې؛ په کابل کې د تېرې اوونۍ د روږدو کسانو د درملنې پر روغتون خونړی برید د تاوتریخوالي د زیاتېدا د عطف ټکی و او د جګړې کچه یې د پام وړ زیاته کړې ده.

د دغې ارزونې له مخې؛ د دواړو خواوو ترمنځ د هوایي بریدونو او توپخانې تبادلې د کابل او اسلام‌آباد ترمنځ نازکې اړیکې له مستقیمو نښتو سره مخ کړي دي.

پاکستان پر افغانستان د وسلوالو ډلو؛ په ځانګړي توګه تحریک طالبان پاکستان ته د پناه ورکولو تور لګوي؛ هغه تور، چې کابل رد کړی دی.

دغه راز افغان چارواکو د پاکستان بریدونه له ملي حاکمیت سرغړونه بللې او هغه یې “نا توجیه کېدونکي” بللي دي.

د بحران نړیوالې ډلې خبرداری ورکړی، چې د دې رجحان دوام کولی شي د پراخې سیمه‌ییزې شخړې لامل شي؛ ځکه، چې په ځانګړي توګه د دواړو هېوادونو ترمنځ بې باوري ژوره شوې ده.

دې ډلې ویلي، چې ټولې نښې نښانې د تاوتریخوالي زیاتوالي ته نغوته(اشاره) کوي؛ خو پاکستان به د لوړ لګښت سره – سره له جګړې څخه لږ ګټه پورته کړي.

له پاکستان سره جګړې ممکن د اسلامي امارت لپاره ملاتړ زیات کړی وي، ځکه افغانان د ګډ دښمن پر وړاندې سره متحد شوي دي؛ خو دې پر نړیواله کچه افغانستان نور هم منزوي کړی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې په کابل کې د امید پر ۲۰۰۰ بستریز روغتون د هوايي برید له کبله ۴۰۰ څخه ډېر کسان وژل شوي او ۲۶۵ نور ټپیان دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د پاکستان پوځي رژیم یو ځل بیا اوربند مات کړ

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ ټپي شوې یوه ښځه ده.

Published

on

د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت ويلي؛ نن یکشنبه( د وري دوه‌یمه ) سهار ۹:۳۰ د پاکستاني پوځي رژیم له‌خوا د هاوان توغول شوې مرمۍ د کونړ ولایت د ناړۍ ولسوالۍ د شانپت په اړوند سیمه ولګېدې، چې له کبله یې یو ملکي وګړی شهید او یو بل ټپي شوی دی.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ ټپي شوې یوه ښځه ده.

دغه راز فطرت زیاته کړې، چې د پاکستان پوځي رژیم ملېشو د پکتیکا ولایت په شکین ولسوالۍ کې هم د ملکي وګړو پر موټر ډزې کړې؛ خو په دې پېښه کې چاته مرګ ژوبله نده اوښتې.

د پاکستان حکومت له دې مخکې اعلان کړی و، چې پر افغانستان به یې بریدونه د کوچني اختر په مناسبت د دوشنبې تر شپې پورې ځنډېدلي شوي وي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د اسلامي امارت یوه غړي په برلین کې د افغانستان سفارت چارسمبالي پر غاړه اخیستې

د راپور له مخې: نبراس‌الحق عزیز نومي یو کس، چې له اسلامي امارت سره تړاو لري؛ د تېر کال په جولای کې د آلمان حکومت پر خوښه د قونسلګرۍ د عادي کارمند په توګه برلین ته تلی دی. د هغه رسمي دنده د افغان کډوالو په ایستلو کې مرسته کول ول.

Published

on

د آلمان ای‌آر‌ډي ټلویزیون راپور ورکړی: د اسلامي امارت یوه غړي پرته له دې، چې د جرمني حکومت خبر شي؛ په برلین کې د افغانستان سفارت چارسمبالي پر غاړه اخیستې ده.

د راپور له مخې: نبراس‌الحق عزیز نومي یو کس، چې له اسلامي امارت سره تړاو لري؛ د تېر کال په جولای کې د آلمان حکومت پر خوښه د قونسلګرۍ د عادي کارمند په توګه برلین ته تلی دی. د هغه رسمي دنده د افغان کډوالو په ایستلو کې مرسته کول ول.

د راپور د څرګندونو له مخې؛ هغه په ​​ورته وخت کې د اسلامي امارت له‌خوا په برلین کې د افغانستان د سفارت د څارنې پر غاړه اخیستو لپاره غوره شوی و.

په راپور کې راغلي؛ دا کس اوس د سفارت د چارسمبالي په توګه کار کوي او په کابل کې د اسلامي امارت له بهرنیو چارو وزارت سره په اړیکه کې رسمي اسناد لاسلیک کوي.

دغه راز پخوانی چارسمبالی عبدالباقي پوپل له خپلې دندې لرې شوی او د هغه رول تر ډېره تشریفاتي بڼه پیدا کړې ده.

آلمان د اسلامي امارت حکومت پر رسمیت نه‌پېژني.

د آلمان بهرنیو چارو وزارت ویاند اعلان کړی، چې د افغانستان په استازولیو کې د ادلون بدلون په اړه وزارت ته راپور ورکړ شوی ندی.

د یادونې ده، چې له دې مخکې اسلامي امارت د آلمان په بن کې د افغانستان د قونسلګرۍ د فعالیتونو کنټرول په لاس کې اخیستی و.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!