تازه خبرونه

د م.م په دفترونو کې پر افغان ښځو کاري بندیز روان پاتې دی

د ملګرو ملتونو د څرګندونو له مخې؛ دې بندیزونو د میلیونونو اړو خلکو لپاره د اړینو بشري خدماتو وړاندې کېدا له پوره خطر سره مخ کړې ده.

Published

on

درې میاشتې وشوې، چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د دفترونو افغان ښځینه کارکوونکې د اسلامي امارت له‌خوا د کار اجازه نلري.

د ملګرو ملتونو د څرګندونو له مخې؛ دې بندیزونو د میلیونونو اړو خلکو لپاره د اړینو بشري خدماتو وړاندې کېدا له پوره خطر سره مخ کړې ده.

سره له دې، چې ښځې د ملګرو ملتونو په دفترونو کې د حاضرۍ اجازه نلري؛ خو افغان ښځینه کارکوونکې په سیمه‌ییزو ټولنو کې د لرې(انلاین) فعالیتونو له لارې خپل اړین کارونه ترسره کوي. هغوی د هېواد په ختیځ او شمال کې د وروستیو زلزلو له اغېزمنو کورنیو سره مرسته کړې، له پاکستان او ایران څخه د راستنېدونکو زرګونو کسانو ملاتړ یې کړی او د خوړو، پاکو اوبو، روغتیايي پاملرنې، سرپناه، ښه ژوندانه ته د شرایطو برابرولو او د اقلیمي بدلون پر وړاندې د مقاومت پروګرامونو په څېر ضروري خدمتونه یې ترسره کړي دي.

ملګري ملتونه خبرداری ورکوي، چې د دغو بندیزونو دوام د هېواد پر کچه د میلیونونو وګړو ژوند له جدي ګواښ سره مخ کوي.

د دې بنسټ په اعلامیه کې راغلي: «افغان ښځې د ملګرو ملتونو د کاري هڅو نه بېلېدونکې برخه ده. افغان ښځو او نجونو ته د لاسرسي او هغوی ته د کلتوري اړتیاوو له مخې د مرستو رسولو لپاره د ښځو شتون اړین دی. مرسته باید د ښځو له‌خوا ښځو ته ورسېږي.»

ملګرو ملتونو یو ځل بیا له دې بندیز سره خپل مخالفت څرګند کړی او دا بندیز یې د بشري حقونو او برابریو په اړه د دې ټولنې له بنسټیزو غوښتنو سره په ټکر کې بللی دی. دې بنسټ ټینګار کړی، چې دا بندیزونه په افغانستان کې د دوی ماموریتي چارې کمزوری کوي.

د روانو بندیزونو په غبرګون کې د ملګرو ملتونو اړوند بنسټونو لنډمهاله عملياتي بدلونونه رامنځته کړي او پدې هم غور کوي، چې څنګه خپلې بشري چارې روانې وساتي.

ملګرو ملتونو یو ځل بیا له اسلامي امارت وغوښتل، چې دا بندیز لرې کړي؛ ښځینه کارکوونکو او قراردادیانو ته په دفترونو کې خوندي او له ‌خنډ پرته د کار کولو زمینه برابر کړي، چې دا کار د هېواد پر کچه اړمنو ښځو او نجونو ته د مرستو رسولو لپاره ډېر اړین دی.

د افغانستان اسلامي امارت تر دې دمه پدې اړه څه ندي ويلي.

Trending

Exit mobile version