تازه خبرونه
د ناتو ملکي استازي په افغانستان کې د اوربند غوښتنه وکړه
د ناتو ملکي استازي ستیفانو پونتیکورو د سولې نړیوالې ورځې په اړه په خپلو خبرو کې وویل، چې په دوحه کې د افغانانو خپلمنځي روانې خبرې اترې به افغانستان ته سولې زیری وړاندې کړي.
نوموړي د سولې د نړیوالې ورځې په مناسبت څرګنده کړې، چې د سولې خبرو پیل یو ارزښتمن ټکی دی او د افغانستان د سولې په بهیر کې یې نوی پړاو رامنځته کړ.
هغه ویلي: نن ډېرو افغانانو سوله نده تجربه کړې؛ خو سره له دې هو ورته هیله من دي.
د ناتو د ملکي استازي د څرګندونو له مخې؛ افغانان د یوې داسې تلپاتې سولې په تمه دي، چې تاوتریخوالی پای ته ورسوي او د ټولو خلکو بشري حقونه ورسره خوندي شي.
هغه زیاته کړې؛ د ښځو، ماشومانو او قومي لږکیو حقونه، چې په تېرو ۲۰ کلونو کې ترلاسه شوي، باید د قانون له مخې خوندي شي. نه دا، چې افغانستان تروریستانو ته پر خوندي جنت واړول شي.
هغه دا هم ویلي، چې په افغانستان کې د ناتو موخه له دې هېواده ملاتړ او تلپاتې سولې او امنیت ترلاسه کول دي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان له حکومت سره د سولې د لاسته راوړلو په برخه کې د نړیوالو ملګرو له نږدې همکاریو څخه مننه کړې ده.
دغه وزارت په یوه تویت کې څرګنده کړې: راځئ، چې د ټولو افغانانو لپاره د تل پاتې سولې د خوندي کولو لپاره په ګډه کار وکړو او له طالبانو غواړو، چې د اوربند اړه د خلکو ارادې ته درناوی وکړي.
دغه راز د ملي پخلاینې عالي شورا هم له ښکېلو خواوو غوښتي، چې له جګړې لاس واخلي او د سوله ییز حل او دایمي اوربند لپاره هوکړه وکړي.
د یاد بنسټ په خبرپاڼه کې راغلي: حکومتي پلاوی د سولې په نیت د سولې خبرو اترو ته حاضر شوی. له طالبانو هم تمه ده، چې په هېواد کې د عدم تشدد او اوربند غوښتنې ته پر ورین تندي ځواب ورکړي او د یوه سوله ییز راتلونکي لپاره د ملګرتیا لاس راوړاندې کړي.
د دوی د ټینګار له مخې، ټول خلک په هېواد کې له روانې جګړې او جګړو ډېر په تنګ او ستړي شوي دي.
تازه خبرونه
تاجکستان د افغانستان د ستونزو د حل لپاره د نړیوالې ټولنې پر همکاریو ټینګار وکړ
مهرالدین په یوه خبري کنفرانس کې ویلي، چې تاجکستان او افغانستان د خپلې ګډې پولې په اوږدو کې د امنیتي پېښو د مخنیوي لپاره همغږي دي.
د تاجکستان بهرنیو چارو وزیر سراج الدین مهرالدین په یوه خبري کنفرانس کې له نړیوالې ټولنې وغوښتل، چې د ستونزو له په پام کې نیولو سره افغانستان خپلې مرستې زیاتې کړي.
مهرالدین په یوه خبري کنفرانس کې ویلي، چې تاجکستان او افغانستان د خپلې ګډې پولې په اوږدو کې د امنیتي پېښو د مخنیوي لپاره همغږي دي.
هغه یادونه کړې، چې په وروستیو میاشتو کې د سرحدي سیمو وسلوال بریدونه او جرمي فعالیتونه ډېر شوي دي.
هغه وایي؛ افغان چارواکو تاجکستان ته ډاډ ورکړی، چې دوی به د پېښو د مخنیوي لپاره اړین اقدامات وکړي او د هر ډول سرغړونې په اړه به بشپړه څېړنه وشي.
مهرالدین ټینګار کړی، چې تاجکستان په افغانستان کې د ټولنیز-اقتصادي شرایطو د ښه کولو لپاره د رغنده نړیوالو تعاملاتو ملاتړ کوي.
هغه ویلي: تاجکستان په ۲۰۲۵ ز.کال کې افغانستان ته له ۶۰ زره ټنو ډېرې بشري مرستې، چې خوراکي او اړین توکي په کې ول؛ چمتو کړي دي.
د تاجکستان د بهرنیو چارو وزیر د دواړو ګاونډ هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو د زیاتوالي یادونه هم کړې ده. تاجکستان سرحدي بازارونه بیا پرانیستي او افغانستان ته د برښنا رسولو یې هم روان ساتلي دي.
تاجکستان او افغانستان له ۱۳۰۰ کیلومټرو څخه ډېره ګډه پوله لري.
د تاجکستان د ولسمشرۍ د مخدره توکو د کنټرول څانګې مشر ظفر صمد ویلي، چې تېر کال له افغانستان سره د پولې په اوږدو کې د مخدره توکو له قاچاق وړونکو سره ۱۷ نښتې شوې، چې په کې دوه تاجک سرتېري او ۱۰ افغانان وژل شوي دي.
تازه خبرونه
افغانستان «غوړه ګوله» نه، بلکې د «زقوم ونه» ده
هغه زیاته کړې:« تاریخ ګوا دی، چې افغانستان غوړه ګوله نه، بلکې د زقوم ونه ده» چې نوي زېږېدلي ماشومان یې هیڅکله هضمولی نشي.
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د ملي دفاع وزارت د سرتېرو په فراغت غونډه کې خبرداری ورکړ، چې «افغانستان چاته ضرر رسول نه غواړي او نه یې له چا مني؛ خو که څوک ناوړې اراده ورته لري، نو بیا خپل پور چا ته نه پرېږدي.»
هغه زیاته کړې:« تاریخ ګوا دی، چې افغانستان غوړه ګوله نه، بلکې د زقوم ونه ده» د مُعَمَّرو امپراتوریو مرۍ یې ور ترخې کړې، چې نوي زېږېدلي ماشومان یې هیڅکله هضمولی نشي.
هغه له افغانستان سره د هېوادونو په سیاسي او اقتصادي تعامل هم ټینګار څرګند کړ.
ملا برادر ویلي: “زه باور لرم؛ د هېوادونو لپاره دا غوره ده، چې د اسلامي امارت د ارزښتونو او اصولو په چوکاټ کې د سیاسي او اقتصادي تعامل لپاره هڅه وکړي. هغه انرژي او سرچینې، چې د یو بل په ویجاړولو کې ضایع کیږي؛ د یو بل په ملاتړ او د ګډو ټکو په پیاوړتیا کې غوره مصرف کیږي.”
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني ویلي؛ «د اسلامي امارت سیاست کاذب ندی؛ ننني افغانستان خپلې پالیسۍ پر هغو بنسټونو بناء کړي، چې اساس یې اسلامي شریعت دی.»
ملا برادر په اقتصادي ډګر کې پانګوالو ته زیری ورکړی، چې « اسلامي امارت به په راتلونکو څو ورځو کې کورنیو او بهرنیو پانګوالو ته په نویو سکټورونو کې د پانګونې کچې ته پر کتو له یوه څخه تر پېنځه کلونو بشپړ مالیاتي معافیت اعلان کړي.
نوموړي ویلي؛ دا معافیت «به له یوه لوري د نویو سکټورونو پر پښو د درېدو او چټکې ودې سبب وګرځي او له بلې لوري به د هېواد د اقتصادي پایې په ګرځولو او خود کفایۍ کې د پام وړ اغېز ولري.»
تازه خبرونه
د ۲۰۲۵ ز.کال په وروستیو ۳ میاشتو کې ۱۴ پخواني ځواکونه وژل شوي – یوناما
یوناما زیاته کړې؛ دغه راز د خپلسرو نیولو او بندیانولو ۲۸ پېښې او د پخواني افغان حکومت له چارواکو او ځواکونو سره د ځورونې او بد چلند لږ تر لږه اووه قضیې ثبت شوې دي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) د بشري حقونو د وضعیت په اړه په خپل تازه راپور کې ویلي، چې د ۲۰۲۵ کال په وروستیو درې میاشتو کې د افغان حکومت ۱۴ پخواني ځواکونه وژل شوي دي.
یوناما زیاته کړې؛ دغه راز د خپلسرو نیولو او بندیانولو ۲۸ پېښې او د پخواني افغان حکومت له چارواکو او ځواکونو سره د ځورونې او بد چلند لږ تر لږه اووه قضیې ثبت شوې دي.
د راپور له مخې: د پخواني حکومت هغه چارواکي او ځواکونه، چې په دې وروستیو کې له ایران او پاکستان څخه افغانستان ته راستانه شوي؛ د هغو کسانو په ډله کې ول، چې د غیرقانوني وژنو، خپلسرو نیولو او ځورونو سره مخ شوي دي.
په راپور کې د ښځو پر کار او حرکت بندیزونو، اعدامونو، دُرو وهلو او د انټرنیټ او مخابراتي خدماتو بندولو ته هم نغوته( اشاره ) شوې ده.
-
لوبی4 days agoآریانا ټلویزیون په افغانستان کې ژمنی المپیک خپروي
-
سیمه ییز خبرونه5 days agoپه بلوچستان کې له خونړیو نښتو وروسته د پاکستان پوځ خپل هوایي بریدونه بریالي وګڼل
-
تازه خبرونه5 days agoازبکستان او پاکستان د افغان ټرانس اوسپنېپټلۍ ډګرنۍ چارې پیلوي
-
تازه خبرونه4 days agoد متحده عربي اماراتو له بندخونو يوشمېر افغان بندیان خوشې شول
-
تازه خبرونه4 days agoپه افغانستان کې دې ترهګریز ګواښ په پام کې ونیول شي – چین
-
نړۍ4 days agoد جګړې په ډګر کې ۵۵ زره اوکرایني سرتېري ووژل شول – زیلینسکي
-
تازه خبرونه5 days agoد نشهیي توکو پر وړاندې په مبارزه کې د سیمهییزو همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار وشو
-
تازه خبرونه15 hours agoد کورنیو چارو وزارت د نشهیي توکو پر وړاندې د مبارزې د مرستیالۍ یوه پلاوي انډونیزیا ته سفر وکړ
