تازه خبرونه
د نجونو د تعلیم او تحصیل د ستونزې د حل لپاره د څو وزارتونو ګد کمیسیون رامنځته شوی
افغانستان ته له بېلابېلو هېوادونو راغليو یو شمېر دیني عالمانو په یوه خبري غونډه کې څرګنده کړې؛ اسلامي امارت د نجونو د تعلیم او تحصیل د ستونزې اوارې لپاره د څو وزارتونو ګډ کمیسیون جوړ کړی دی.
دغه دیني عالمان له مصر، سودان، لیبیا او فلسطین څخه افغانستان ته راغلي دي.
دوی د اسلامي امارت له یو شمېر چارواکو سره له لیدنې او خبرو وروسته په یوه خبري کنفرانس کې وویل؛ چې په اسلام کې تعلیم د نر او ښځې مساوي حق دي او اسلامي امارت باید دوی ته د تعلیم او تحصیل زمینه برابره کړي.
دغه دیني عالمان وايي، چې اسلامي امارت د نجونو د تعلیم او تحصیل د ستونزې د حل لپاره د بېلا بېلو وزارتونو له استازیو ګډ کمیسیون جوړ کړی دی.
د اسلام د پیغمبر صلی الله علیه وسلم د نړیوالې ټولنې عمومي منشي محمد الصغیر ویلي: د اسلامي امارت ټول مسوولین د ښځو او نرینه وو پر تعلیم ټینګار کوي. دا ممکنه نده، چې یو حکومت دې د عالمانو په مشرۍ وي او هلته دې تعلیم منع وي. تخنیکي او لوژستیکي ستونزې شته، د دغو ستونزو د حل لپاره له څو وزارتونو څخه یو ګډ کمیسیون جوړ شوی، چې په ټاکلی وخت ستونزې حل کړي.
دغو دیني عالمانو ويلي، چې امریکا د اسلامي امارت پر رسمیت پېژژندلو ته شین څراغ ښکاره کړی ندی؛ نو، ځکه نور هېوادونه یې هم پر رسمیت نه پېژني.
دوی له اسلامي هېوادونو غواړي، چې د افغانستان سرپرست حکومت پر رسمیت وپېژني او له اسلامي امارت سره اړیکې جوړې کړي.
د اسلام د پیغمبر صلی الله علیه وسلم د نړیوالې ټولنې عمومي منشي محمد الصغیر دا هم ویلي، چې:مونږ له اسلامي هېوادونو غوښتنه کوو، چې له اسلامي امارت سره خپلې اړيکې ټينګې کړي، د اسلامي امارت نظام پر رسميت وپېژني او د همکارۍ لاس ورکړي.
په دې غونډه کې د امریکا لخوا د افغانستان د شتمنیو کنګل کیدو ته هم اشاره وشوه.
دوی ویلي؛ امریکا باید د افغانانو شتمني آزاده کړي، چې په دې هېواد کې اقتصادي څرخ وڅرخیږي.
محمد الصغیر وایي: امريکا د دغه هېواد د نهه ميليارد دالرو شتمني کنګل کړې، د دغه هېواد خلک له څلور لسيزو راپدیخوا د جګړې له کبله ځورېږي او يو نيم ميليون يتيمان دي. مونږ له امريکا څخه د افغانستان د خلکو د شتمنۍ د آزادولو غوښتنه کوو، چې د دغه هېواد اقتصاد پرې ښه شي.
ټاکل شوې، چې د اسلامي همکاریو ټولنه سبا چارشنبه د سعودي عربستان په جده ښار کې بېړنۍ غونډه وکړي او د نجونو پر تعلیم او ننګونو راوڅرخيږي.
تازه خبرونه
د آلمان د اسلامي امارت شپږ نور ډیپلوماټان مني
انډيآر د ډیپلوماټیکو سرچینو له قوله راپور ورکړی، چې دا هوکړه د هغو پټو خبرو اترو په پایله کې رامنځته شوې، چې تېره اوونۍ په استانبول کې د اسلامي امارت د استازو او د جرمني د کورنیو چارو وزارت د لوړپوړو چارواکو ترمنځ شوې وه.
د آلماني رسنیو راپور ورکړی، چې دې هېواد د اسلامي امارت د شپږ نورو ډیپلوماټانو له منلو سره هوکړه کړې ده. دا هڅه د هغه تړون یوه برخه ده، چې له مخې یې له جرمني څخه افغانستان ته د افغانانو د ایستلو د الوتنې زیاتې شي.
انډيآر د ډیپلوماټیکو سرچینو له قوله راپور ورکړی، چې دا هوکړه د هغو پټو خبرو اترو په پایله کې رامنځته شوې، چې تېره اوونۍ په استانبول کې د اسلامي امارت د استازو او د جرمني د کورنیو چارو وزارت د لوړپوړو چارواکو ترمنځ شوې وه.
د آلمان کورنیو چارو وزارت تائید کړې، چې د دې وزارت د چارواکو او د اسلامي امارت د استازو ترمنځ د «تخنیکي کچې» خبرې شوي؛ خو د دغو ناستو د ځای او مودې په اړه یې له جزئیاتو ورکولو ډډه کړې ده.
د انډيآر د راپور له مخې، دا هوکړه له آلمان څخه د افغان کډوالو د ایستلو د بهیر د پام وړ ډېرېدا لپاره زمینه برابروي.
د آلمان کورنیو چارو وزارت یوه ویاند ویلي، چې کابل ته د چارټر الوتنې پراخه کیږي او په راتلونکي کې به هره میاشت تر درې پورې د ایستلو الوتنې ترسره شي. همداراز، د ځینو کسانو د ایستلو لپاره به د عادي سوداګریزو الوتنو زمینه هم برابره شي.
د راپور له مخې، اسلامي امارت له ډېر پخوا راپدېخوا د ایستلو د الوتنو په برخه کې همکاري له دې سره تړلې وه، چې آلمان دې نور افغان ډیپلوماټان هم ومني. ویل کېږي، چې دا ډیپلوماټان د هغو افغانانو د هویت د تائید او د سفر د اړینو اسنادو د برابرولو لپاره مهم دي، چې د ایستلو په درشل کې وي.
اوسمهال په آلمان کې یوازې د اسلامي امارت له لوري معرفي شوي دوه قونسلي چارواکي فعالیت لري. دغو کسانو، چې په ۲۰۲۵ز.کال کې دې هېواد ته تللي وه؛ په برلین کې د افغانستان په سفارت او بن کې د افغانستان په قونسلګرۍ کې مهم مسوولیتونه پر غاړه اخیستي دي.
د آلمان کورنیو چارو وزیر الکسانډر ډوبرینډټ د کډوالو د ایستلو له حکومتي تګلارې دفاع کړې او «بیلډ ام زونټاګ» ورځپاڼې ته یې ویلي: هغه کسان، چې په آلمان کې له ملاتړ ترلاسه کولو وروسته درانده جرمونه ترسره کوي؛ باید بېرته خپل هېواد ته واستول شي.
هغه ویلي: «هر څوک، چې زمونږ له ملاتړ ناوړه ګټه واخلي او دلته جدي جرمونه ترسره کړي؛ باید خپل راتلونکی په خپل هېواد کې ولټوي. زمونږ ټولنه په مشروع ډول غواړي، چې مجرمان له هېواده ووځي.»
تازه خبرونه
د افغانستان د هندوکش سیمه د رښتر پر کچه ۵.۲ درجې زلزلې ولړزوله
د یاد مرکز د څرګندونو له مخې، دا زلزله پر ځایي وخت شاوخوا ۲:۵۲ رامنځته شوه.
د امریکا ژیولوژیکي سروې مرکز ویلي، چې د دوشنبې پر ورځ د افغانستان د هندوکش سیمه د رښتر پر کچه ۵.۲ درجې زلزلې ولړزوله.
د یاد مرکز د څرګندونو له مخې، دا زلزله پر ځایي وخت شاوخوا ۲:۵۲ رامنځته شوه.
د دې مرکز په راپور کې راغلي؛ زلزلې له ۲۰۷ کیلومټره ژوروالي څخه سرچینه اخیستې وه.
له زلزلې وروسته سمدلاسه د مرګ او ژوبلې یا زیان راپور ورکړ شوی نهدی.
تازه خبرونه
په افغانستان کې د بند پاتې پاکستاني لاریو د بېرته ستنېدا بهیر پیل شو
د راپور له مخې، شاوخوا ۶۰۰ پاکستاني موټرچلوونکي او کلینران په افغانستان کې د لارو د بندېدا له کبله بند پاتې شوي وه.
ایکسپرس ټربیون ورځپاڼې راپور ورکړی؛ هغه سلګونه پاکستاني موټرچلوونکي او کلینران، چې نږدې نهه میاشتې په افغانستان کې بند پاتې ول؛ پاکستان ته یې د بېرته ستنېدا بهیر پیل شوی دی.
د راپور له مخې، شاوخوا ۶۰۰ پاکستاني موټرچلوونکي او کلینران په افغانستان کې د لارو د بندېدا له کبله بند پاتې شوي وه.
د جمعیت علمای اسلام ګوند د مولانا فضلالرحمان څانګې یو سیمهییز مشر مولانا اعجاز شینواري تائید کړې؛ د پاکستاني موټرچلوونکو او موټرو د بېرته ستنېدا بهیر پیل شوی او تمه ده، چې ټول به ډېر ژر پاکستان ته ورسېږي.
نوموړي زیاته کړې؛ د لارو تړل کېدا نه یوازې دوهاړخیزې سوداګرۍ ته زیان رسولی، بلکې ډیورند فرضي کرښې ته په نږدې سیمو کې یې بېوزلي او بېکاري هم ډېره کړې ده.
ځايي چارواکو ويلي؛ اوسمهال لومړیتوب دا دی، چې په افغانستان کې پاتې ټول پاکستاني وګړي بېرته خپل هېواد ته ستانه شي او له هغه وروسته به دواړه لوري د سوداګرۍ د تدریجي بیاپیل په اړه پرېکړه وکړي.
تورخم د افغانستان او پاکستان ترمنځ یوه اړینه سوداګریزه لاره ده، چې د تېر کال په اکټوبر میاشت کې د دواړو هېوادونو ترمنځ له نښتو وروسته وتړل شوه.
دغه راز د خیبر پښتونخوا ایالتي حکومت اعلان کړی، چې د افغان کډوالو د بېرته ستنولو بهیر به ګړندی کړي.
د خیبر پښتونخوا د اعلی وزیر په کورنیو چارو کې ځانګړي سلاکار طارق سعید مروت ویلي، چې په پېښور، چارسده، کوهاټ او هنګو کې د کډوالو د لنډمهالي لېږد مرکزونه اوس هم فعال دي او د پاکستان حکومت ټینګار لري، چې ستنېدونکي دې افغانستان ته د هغوی د کرامت او اساسي حقونو په ساتلو ولېږدول شي.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ او د کډوالۍ نړیوال بنسټ د ګډو څرګندونو له مخې، د ۲۰۲۳ز.کال د سپټمبر له پېنځلسمې د ۲۰۲۶ز.کال د جون تر دیارلسمې پورې له پاکستان څخه له ۲.۵ میلیون ډېر افغان وګړي افغانستان ته ستانه شوي دي.
د راپور په څرګندونو کې، چې یوازې د جون له اوومې څخه تر دیارلسمې پورې ۲۸زره او ۲۸۵ افغان وګړي د تورخم، غلامخان، چمن، بدیني او بهرامچې له لارو افغانستان ته داخل شوي دي.
ویل کیږي، چې دا شمېر د تېرې اوونۍ پر پرتله د کډوالو د بېرته ستنېدا ۱۱ سلنه زیاتوالی او له پاکستان څخه د ایستلو ۲۲ سلنه ډېروالی ښيي.
-
تازه خبرونه4 days agoد قزاقستان ولسمشر د منځنۍ آسیا او افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سیمهییز مرکز د جوړولو قانون توشیح کړ
-
سوداگري4 days agoد ایبک سمنټ پروژې تړون د ۶۷ میلیون ډالرو پر پانګونه لاسلیک شو
-
ساینس او ټیکنالوژي4 days agoاماراتو د ټولنیزو شبکو د کارولو عمر لږ تر لږه ۱۵ کاله وټاکه
-
تازه خبرونه1 day agoپه بلوڅستان کې د داعش خراسان د تبلیغاتي شبکې د فعالیتونو جزئیات څرګند شول
-
تحول5 days agoتحول:د امریکا له سمندري محاصرې د درې ایرانیو تېللېږدوونکو کښتیو وتل
-
تازه خبرونه1 day agoقزاقستان د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کړکېچ کمېدو غوښتنه وکړه
-
سیمه ییز خبرونه4 days agoټرمپ او پزشکیان د سولې هوکړه لاسلیک کړه؛ د واشنګټن او تهران د سولې لپاره نوی ګام
-
تازه خبرونه4 days agoافغانستان سولې ته رسېدلی، اوس اقتصادي پرمختګ ته اړتیا لري – ذبیحالله مجاهد
