تازه خبرونه
د نجونو د لیسو د تړلو لپاره کوم اسلامي دليل نشته – عباس ستانکزی
په افغانستان کې د نجونو د منځنیو ښوونځیو او لیسو له تړل کېدو یو کال وروسته د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال یو ځل بیا په ټول افغانستان کې د نجونو د ښوونځیو د پرانیستلو غوښتنه وکړه.
په کابل کې د ګرځندوى د نړيوالې ورځې د نمانځنې په مراسمو کې ویلي، چې زدکړه پر ښځو او نرينه وو فرض ده او هغه څوک، چې د نجونو د زدکړو مخالف دي او او تبعیضي چلند کوي؛ بايد شرعي دلايل وړاندې کړي.
د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال شېر محمد عباس ستانکزی وایي: تعلیم پر نر او ښځه فرض دی؛ هیڅوک شرعي د لیل نلري او ژر باید ټولو ته د زدکړې زمینه برابره شي، چې دا د اسلامي امارت له د ندوه څخه ده او ستونزې باید د پوهنې وزارت عاجلې حل کړي.
ده په ټولو افغانانو غږ وکړ، چې د بښنې له حکم څخه ګټه پورته کړي او هېواد ته راستانه شي.
شېر محمد عباس ستانکزي له هغو سیاسیونو او افغانانو، چې له هېواده بهر دي د بېر ته راستنېدو غوښتنه وکړه.
هغه زیاته کړې، چې په ګاونډ او سیمې هېوادونو کي غونډې او مخالفتونه نشي کولی دوی ته ګټه ورسوي؛ ځکه، چې اسلامي امارت به هیچاته د هېواد د نظم او امنیت د اخلال اجازه ورنکړي.
نوموړي ویلي: په تاجکستان، ویانا او ترکیه کې دا ناستې کومه ګټه نلري او تاسې بیا هم له بهرنیانو مرسته غواړئ؛ تاسې ملت استفراق کړي یاست او له پخوانیو تېرو تنو لاس واخلئ.
د اسلامي امارت د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت مسوولینو بیا د زد کړو په اړه بل نظر لري او څرګندوي، چې زدکړه که د یني نه وي بیا یې مباح بولي.
د اسلامي امارت د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزیر مولوي خالد حنفي وایي: د نجونو تعلیم مباح ده او که د اسلامي نظام د ګټې لپاره يي څوک کوي هغه بیا مستحب ده بیا دي وشي.
مولوي خالد حنفي زیاتوي؛ مونږ په لومړیو کې احمد مسعود ته عذر وکړ؛ خو هغه رانغی او بغاوت يې وکړ. ولي د بغاوت څه اړتیاوه؟!
دغه راز د ګرځندوی د نړیوالې ورځې په ویاړ جوړې شوي غونډې ته د افغانستان د اسلامي امارت د رییس لوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي ویلي، چې د هېواد په ټولو ولایتونو کې کورنیو او بهرنیو سیلانیانو ته د سیاحت زمینه برا بره شوې ده.
د رییس الوزرا دوه یم مرستیال عبد السلام حنفي زیاته کړې: زمونږ په هېواد کې اوس سرتاسري امنیت ټینګ دی او په دې کې ټول افغانان او بهرني سیلانیان کولی شي د افغانستان له طبیعې ښکلا او تاریخي سیمو لیدنه وکړي.
په دې اړه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست خیرالله خیرخواه وایي: مونږ کوښښ کوو د هېواد په کچه خپلو هېوادوالو ته آسانتیاوي برابرې کړو، چې د کورنیو سیلانیانو تر څنګ بهرني سیلانیان هم افغانستان ته راشي او اوس هم راغلي دي.
د اسلامي امارت مسوولین زیاتوي، چې په هېواد کې د ګرځندوی صنعت د پراختیا په برخه کې به کورنیو او بهرنیوسیلا نیانوته آسانتیاوې زیاتې کړي، چې له دې لارې د سیمې او نړۍ د یو شمېر هېوادونو په څېر افغانستان ته هم له خپلو تاریخي او طبیعي ښکلاوو څخه د زیاتو عوایدو د ترلاسه کولو زمینه برابره شي.
تازه خبرونه
نړۍ دې د افغانستان او پاکستان د پراخې جګړې مخه ونیسي – فایننشل ټایمز
یادې ورځپاڼې زیاته کړې: نږدې پېنځه کاله د اسلامي امارت له بیا واکمنېدا تېر شوي؛ خو د افغانستان په اړه د نړۍ د پاملرنې د کمېدا ترڅنګ دې رسنۍ پر ښځو محدودیتونه او د کابل او اسلامآباد تر منځ د اړیکو خرابوالی ته هم ګوته نیولې ده.
د فایننشل ټایمز ورځپاڼې په یوه لیکنه کې، چې د یکشنبې پر ورځ خپره شوې؛ خبرداری ورکړی: د افغانستان او پاکستان تر منځ د کړکېچونو زیاتوالی د دې خطر رامنځته کوي، چې روان وضعیت پراخې جګړې ته واوړي؛ خو نړیواله ټولنه باید ژر تر ژره له دې سیمې سره بیا تعامل پیل کړي.
یادې ورځپاڼې زیاته کړې: نږدې پېنځه کاله د اسلامي امارت له بیا واکمنېدا تېر شوي؛ خو د افغانستان په اړه د نړۍ د پاملرنې د کمېدا ترڅنګ دې رسنۍ پر ښځو محدودیتونه او د کابل او اسلامآباد تر منځ د اړیکو خرابوالی ته هم ګوته نیولې ده.
د لیکنې له مخې: د پاکستان او اسلامي امارت تر منځ اړیکې له ۲۰۲۱ ز.کال راپدېخوا ډېرې خرابې شوې دي، ځکه اسلامآباد افغان چارواکي په خپله خاوره کې د دوی مخالفو وسلوالو ته پر پناه ورکولو او بریدونو تورنوي؛ خو دا ادعا تل اسلامي امارت رد کړې ده.
په وروستیو اوونیو کې تاوتریخوالی دومره زیات شوی، چې د هوايي او ځمکنیو بریدونو له کبله د یو شمېر راپورونو له مخې له زر ډېر کسان وژل شوي او له سل زره ډېر نور بېځایه شوي دي.
دغه راز له تر ټولو خونړیو پېښو څخه یوه په کابل کې د روږدو د درملنې پر امید نومي روغتون د پاکستاني پوځیانو هوايي برید و، چې د افغان چارواکو پر وینا سلګونه کسان په کې وژل شوي دي.
ورځپاڼې خبرداری ورکړی، چې که تاوتریخوالی همداسې روان وي؛ نو ښايي د جنوبي او مرکزي آسیا ثبات له خطر سره مخ کړي او افغانستان یو ځل بیا د وسلوالو ډلو د فعالیتونو پر مرکز بدل شي.
دې ورځپاڼې د پاکستان پر پوځي پالیسۍ هم نیوکه کړې او څرګندوي، چې یوازې هوايي بریدونه د وسلوالو فعالیتونو د پای ته رسولو لپاره بسنه نهکوي.
دغه راز له لویو قدرتونو لکه امریکا او چین څخه غوښتي، چې فعاله ډیپلوماټیکه ونډه واخلي.
همدارنګه، د چین سټراټیژیکو ګټو ته هم نغوته(اشاره ) شوې، چې بیجینګ کولی شي د منځګړي په توګه رول ولوبوي.
د سولې پخوانیو ناکامو هڅو سره – سره ورځپاڼې ټینګار کړی، چې د نړۍ بېپروايي او بېتفاوتي به سیمه له پوره خطرونو سره مخ کړي.
تازه خبرونه
د ملګرو ملتونو سرمنشي د اوبو په شبکو کې پر پانګونې ټینګار وکړ
ګوتریش په خپل پیغام کې خبرداری ورکړی: ښځې او نجونې په هغو سیمو کې، چې د اوبو او حفظ الصحې خدمات ناکافي دي؛ ستونزې ګالي. ډېری یې اړ دي، چې له ناامنه امکاناتو کار واخلي؛ د اوبو له کبله د رنځېدونکو خپلوانو پالنه وکړي او د اوبو په راټولولو کې ساعتونه ولګوي او له زدهکړو او فرصتونو بې برخې شي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټرش د اوبو نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه پیغام کې ټینګار کړی، چې د ښځو او نجونو د حقونو او روغتیا ساتنې لپاره د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی اړین دی او له حکومتونو او اړوند بنسټونو یې په دې اړه د عملي هڅو غوښتنه کړې ده.
ګوتریش په خپل پیغام کې خبرداری ورکړی: ښځې او نجونې په هغو سیمو کې، چې د اوبو او حفظ الصحې خدمات ناکافي دي؛ ستونزې ګالي. ډېری یې اړ دي، چې له ناامنه امکاناتو کار واخلي؛ د اوبو له کبله د رنځېدونکو خپلوانو پالنه وکړي او د اوبو په راټولولو کې ساعتونه ولګوي او له زدهکړو او فرصتونو بې برخې شي.
ګوټرش د اوبو په اړه په سږنۍ څرګندونه کې «چېرته، چې اوبه بهېږي؛ هلته برابري وده کوي» تر سرلیک لاندې ټینګار کړی؛ اوبو ته د لاسرسي ښهکول کولی شي د جنسیتي برابرۍ په پیاوړتیا کې مهم رول ولري.
هغه له حکومتونو وغوښتل، چې د خدمتونو د وړاندې کولو په ښه کولو، د کاري ځواک د ظرفیت پر پیاوړتیا او دوامدار تمویل د اوبو او حفظالصحې په شبکو کې پانګونه زیاته کړي.
هغه همدارنګه له پرمختللو هېوادونو وغوښتل، چې د ټکنالوژۍ، تخصص او بودجې پر وړاندې کولو د بنسټیزو سرچینو د جوړولو لپاره له دغو هڅو ملاتړ وکړي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي د اوبو پر اړتیا د ټینګار تر څنګ ویلي؛ ښځې باید د پرېکړو په بهیرونو کې برخه ولري، چې د اوبو سیسټمونه د ټولنې له اړتیاوو سره سم جوړ شي.
ګوترس ویلي، چې د اوبو کمښت کولی شي شخړو ته لمن ووهي؛ اوبه کولی شي همکاري او سوله هم پیاوړې کړي.
هغه وایي: “راځئ، چې په ګډه اوبه د جنسیت د برابرۍ لپاره پر یوه ځواک واړوو.”
تازه خبرونه
د افغانستان او پاکستان ترمنځ تاوتریخوالی خطرناک پړاو ته رسېدلی – د بحران نړیواله ډله
د یاد بنسټ د خبرپانې له مخې؛ په کابل کې د تېرې اوونۍ د روږدو کسانو د درملنې پر روغتون خونړی برید د تاوتریخوالي د زیاتېدا د عطف ټکی و او د جګړې کچه یې د پام وړ زیاته کړې ده.
-
تحول5 days agoتحول: د پاکستان پر بریدونو روان غبرګونونه
-
څار5 days agoڅار: پر افغان ملکي وګړو د پاکستاني بریدونو پایلې
-
تازه خبرونه1 day agoد اسلامي امارت یوه غړي په برلین کې د افغانستان سفارت چارسمبالي پر غاړه اخیستې
-
لوبی1 day agoپه کوکپر نړیوالو سیالیو کې د وزلوبې ملي لوبډله درېیمه شوه
-
تازه خبرونه1 day agoد پاکستان پوځي رژیم یو ځل بیا اوربند مات کړ
-
نړۍ1 day agoټرمپ ایران ته د انرژۍ پر ودانیزو بنسټونو د بریدونو ګواښ وکړ
-
نړۍ6 hours agoکیم جونګ اون یو ځل بیا د شمالي کوریا د دولتي چارو رییس وټاکل شو
-
تازه خبرونه1 day agoد افغانستان او پاکستان ترمنځ تاوتریخوالی خطرناک پړاو ته رسېدلی – د بحران نړیواله ډله
