Connect with us

سوداگري

د نفتي توکو بیې به ډېر ژر عادي حالت ته راټیټې شي

خپور شوی

د

د افغانستان په بازارونو کې د نفتي توکو په ځانګړي توګه د تېلو د بيو له لوړېدو وروسته د سوداګرۍ او صنايعو وزارت چارواکو ويلي، چې په نړيواله کچه د تېلو بيې لوړې شوي او هڅه کوي، چې ژر تر ژره خپل عادي حالت ته راټیټې شي.

د کابل ښار یو شمېر موټر چلوونکي له دې حالت څخه اندیښنه لري او د صنعت او سوداګرۍ وزارته غوښتنه کوي، چې دا ستونزې حل کړي.

موټر چلوونکي مدني ویلي: قیمتونه لوړ شوي ورځ تر بلي پر لوړیدو دي؛ بیخي حیران یوو کار نشته، خو قیمتونه په لوړیدو دي باید د کنترول لپاره يي تدابیر ونیول شي.

سراج نومی موټر چلوونکي ویلي: بیې ورځ تر بلي پر لوړیدو دي مونږ کوښښ کوو، چې  کار وکړو؛ خو نه يي شو پوره کولی. حکومت باید د خلکو ستونزې په نظر کې ونیسي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې ویاند جان اقا نوید ويلي، چې مونږ  پخپل سر قیمتو نه نه‌دي لوړ کړي؛ په نړیوال مارکیت کې قیمتونه لوړشوی یو بیرل اومه تېل له  ۱۶۰ څخه ۲۸۸ ته لوړ شوي او روسیې هم د پطرولو استخراج بند کړی دی.

د کابل ښار د تېل پلورونکیو ټولني غړی حسیب الله وایي: قیمتونه لوړ شوي په رښتیا هم، خو دا د نړیوال مارکیت خبره ده؛ یوا زې په افغانستان کې نه په ټوله نړۍ کې قیمتونه لوړ شوي دي.

د صنعت اوسوداګرۍ وزارت مسوولینو ويلي؛ مونږ منو، چې د تېلو قیمتونه لوړ شوی، خو له نړیوال مارکیت څخه اوسهم ټیټ دي. مونږ له روسيې او منځنۍ اسیا هېوادونو سره قرار دادونه لرو‎، چې باوري یم قیمتونه به له دې زیات لوړ نه شي.

د اقتصادي  چارو کار پوهانو هم  د صنعت او سوداګرۍ له وزارته غوښتنه کړې؛ د هېواد د نفتي او خورا کي توکو پر مارکیتونو دې نظارت پراخه  کړي، چې په کې د خصوصي سکتور د خپلسریو مخنیوی وشي.

سوداگري

د منځنۍ آسیا له لارې د چین– افغانستان نوې ټرانزیټي لاره پرانیستل شوه

د راپورونو له مخې، په دې لاره کې له چین څخه د اوسپنې‌پټلۍ له لارې کانټینرونه د قزاقستان آلتین‌کول تمځای او بیا ازبکستان ته لېږدول کیږي. له هغې وروسته اړوند توکي د بخارا لوژستیک مرکز ته او له هغه ځایه د ترکمنستان له لارې د افغانستان هرات ښار ته لېږدول کیږي.

Published

on

ازبکستان اعلان کړی، چې د منځنۍ آسیا له لارې یې د چین او افغانستان ترمنځ د توکو د لېږد یوه نوې څو اړخیزه لاره پرانیستې ده.

د راپورونو له مخې، په دې لاره کې له چین څخه د اوسپنې‌پټلۍ له لارې کانټینرونه د قزاقستان آلتین‌کول تمځای او بیا ازبکستان ته لېږدول کیږي. له هغې وروسته اړوند توکي د بخارا لوژستیک مرکز ته او له هغه ځایه د ترکمنستان له لارې د افغانستان هرات ښار ته لېږدول کیږي.

له دې مخې د توکو لېږد  په دې مسیر کې زیاتره د سمندر له لارې د ایران بندرعباس ته انتقالېدل او بیا له هغه ځایه د ځمکنۍ له لارې افغانستان ته لېږدول کېدل.

چارواکي وايي، دا نوې لاره، چې شاوخوا ۷۴۰۰ کیلومټره اوږدوالی لري د لېږد وخت تر نږدې ۳۰ ورځو راکموي او د ټرانزیټ بهیر اغېزمنتیا هم لوړوي.

دا ګام په داسې حال کې اخیستل کېږي، چې د سوداګریزو لارو او دهلېزونو د پراختیا او د سیمې ترمنځ د نښلونې د پیاوړتیا هڅې مخ پر زیاتېدا دي.

Continue Reading

سوداگري

له قزاقستان څخه افغانستان ته د غنمو په صادراتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی

د یاد راپور له مخې؛ په تېرو درې میاشتو کې افغانستان ته د قزاقستان د غنمو د صادراتو کچه ۳۰۲ زره ټنو ته رسېدلې، چې د تېر کال د همدومره وخت پر پرتله ۴.۲ برابره زیاتوالی ښيي.

Published

on

د نړیوال خبري آژانس «کازاینفورم» د راپور له مخې؛ له قزاقستان څخه افغانستان ته د غنمو صادرات د ۲۰۲۶ ز.کال په لومړیو درې میاشتو کې د پام وړ زیات شوي او له څلور چنده څخه یې ډېر وده کړې ده.

د یاد راپور له مخې؛ په تېرو درې میاشتو کې افغانستان ته د قزاقستان د غنمو د صادراتو کچه ۳۰۲ زره ټنو ته رسېدلې، چې د تېر کال د همدومره وخت پر پرتله ۴.۲ برابره زیاتوالی ښيي.

دغه راز د قزاقستان د غنمو ټول صادرات هم له ۱۸ سلنه زیاتوالي سره ۳.۲ میلیون ټنو ته رسېدلي دي. همدارنګه د دغه هېواد دننه د غنمو صادرات ۸ سلنه زیات شوي او ۰.۹ میلیون ټنو ته رسېدلي دي.

قزاقي چارواکو ویلي، چې په راتلونکو کلونو کې د کرنیزو محصولاتو د پروسس ظرفیت د پراخولو پلان لري او تمه ده، چې تر ۲۰۲۸ز.کال پورې به د غلې‌دانې نوي تاسیسات په کال کې ۵.۸ میلیون ټنو محصولاتو د مدیریت وړتیا ولري.

Continue Reading

سوداگري

د ۱۲ پراختیایي پروژو تائید؛ د بنسټیزو برښنایي، ټرانسپورټي او ودانیزو چارو پر پراختیا ټینګار

د اقتصادي مرستیالۍ پر وینا؛ په منظور شویو پروژو کې پکتیکا ولایت ته د وارداتي برښنا لېږد، له غزني څخه د دوه ګوني سرکټ مزي لېږدول، د پاتې سب‌سټیشنونو بشپړول او برښناکوټونو پراخول شامل دي.

Published

on

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیالۍ څرګنده کړې، چې د اقتصادي کمیسیون په وروستۍ غونډه کې د بېلابېلو سکټورونو لپاره ۱۲ اړینې پروژې منظورې شوي او د پلي کولو لپاره اړوند ادارو ته سپارل شوې دي.

د اقتصادي مرستیالۍ پر وینا؛ په منظور شویو پروژو کې پکتیکا ولایت ته د وارداتي برښنا لېږد، له غزني څخه د دوه ګوني سرکټ مزي لېږدول، د پاتې سب‌سټیشنونو بشپړول او برښناکوټونو پراخول شامل دي.

دغه راز اړینې پروژې لکه د نور الجهاد سب‌سټیشن څخه هرات، فراه او نیمروز ولایتونو ته د برښنا مزو غځول، د هلمند ولایت ګرشک ولسوالۍ سیدان کلي ته د برښنا رسول او په نورو ولایتونو کې برښناکوټونه پراخول هم دا پروژې رانغاړي.

د ودانیزو بنسټونو په سکټور کې د کندهار له ختیځ سب‌سټیشن څخه د ترینکوټ نوي مرکز ته د برښنا اتصال او همدارنګه له کجکي بند څخه نوي ترینکوټ ته د برښنا رسولو پروژه هم تصویب شوې ده.

پردې سربېره په فاریاب ولایت کې د اوبو لګولو پروژې، په کندهار کې د ۳۵۰ بستریز عینو مېنې روغتون فعالول او ظرفیت لوړول، د نیمروز ولایت په مرکز کې د ۴۰زره عبادت‌کوونکو ظرفیت لرونکي جومات جوړول او د تورغونډۍ-هرات او اندخوی- شبرغان- مزار شریف د اوسپنې‌پټلیو پراختیا هم په دې پروژو کې دپاملرنې وړ دي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!