سیمه ییز خبرونه
د ننگرهار د ښوونې او روزنې پوهنځى په احتجاجي توگه وتړل شو
د ننگرهار د ښوونې اوروزنې پوهنځي محصلینو د یوه سوله ایز احتجاج په ترڅ کې یاد پوهنځى تړلی دی.
محصلین وايي
له اته كلونو راهیسې د ولسي جرگې غړي عبدالظاهر قدیر د نوموړي پوهنځي د لیلې یو بلاک نیولی، چې پر لامل یې محصلین له سختو ستونزو سره مخ دي
د ننگرهار پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي محصلینو، چې شمېر یې زرگونه تنو ته رسیږي د یوه سوله ایز احتجاج په ترڅ کې یاد پوهنځى تر نامعلومې مودې پورې تړلی دي
محصلین وايي
شاوخوا اته کاله کیږي، چې د ولسي جرگې یوه غړي حاجي عبدالظاهر قدیر د نوموړي پوهنځي د لیليې یو بلاک په زوره نیولى او د رڼا په نوم شخصي انستيتيوت یې په کې جوړ کړی دی
محصلینو ته دمگړۍ د اوسیدو لپاره داسې یو زوړ بلاک پاتې دی، چې د باران په وخت یې ټولې خونې څاڅي او دوی له همدې كبله په تدریسي خونو کې اوسیدل پیل کړي دي
محصلین وايي
ترهغې به پوهنځي تړلی وي، چې د ظاهر قدیر له خوا نیول شوي بلاک د دوی په واک کې نه وي ورکړ شوی.
د ننگرهار پوهنتون د لیليې عمومي مدیر سید محمود دعوت وايي:
شاوخوا اته کیږي، چې د ولسي جرگې دغړي حاجي عبدالظاهر قدیر له خوا د ښوونې او روزنې په پوهنځي کې د دوی یو بلاک غیرې قانوني نیول شوى.
نوموړی زياتوي:
څوځله یې له ظاهر قدیر څخه غوښتنه کړې، چې بلاک د محصلینو لپاره خوشې کړي، خو هغه یې غوښتنه نه ده منلې.
دعوت پر ولایتي چارواکو نیوکه کوي، چې د زور وا کانو د غیر ې قانوني کړنو مخه نه نیسي.
موږ هڅه وکړه، چې په دې اړه د حاجي ظاهر نظر واخلو، خو ونه توانيدو.
د ننگرهار ولايتي شورا غړى ذبيح الله زمرى، چې ځان د ظاهر قدير استازى معرفي کوي وايي، چې: