تازه خبرونه
د هرات او دوبۍ تر منځ مستقیمې الوتنې پیل شوې
د دې وزارت د څرګندونو له مخې، په لومړۍ الوتنه کې ۵۳ مسافر له هرات څخه دوبۍ ته لېږدول شوي دي.
د ټرانسپورت او هوايي چلند وزارت څرګنده کړی، چې د هرات د خواجه عبدالله انصاري له نړیوال هوايي ډګر څخه د متحده عربي اماراتو دوبۍ ښار ته د لومړي ځل لپاره مستقیمې الوتنې پیل شوې دي.
د دې وزارت د څرګندونو له مخې، په لومړۍ الوتنه کې ۵۳ مسافر له هرات څخه دوبۍ ته لېږدول شوي دي.
د ټرانسپورت او هوايي چلند وزارت ویلي، ټاکل شوې له دې وروسته هره اوونۍ د هرات او دوبۍ ترمنځ یوه الوتنه ترسره شي.
د خواجه عبدالله انصاري نړیوال هوايي ډګر چارواکو زیاته کړې؛ تمه ده، چې په راتلونکو اوونیو کې له هرات څخه تهران او استانبول ته هم مستقیمې الوتنې پیل شي، چې له دې سره به د دغه ښار نړیوالې هوايي اړیکې نورې هم پراخې شي.