Connect with us

تازه خبرونه

د هرات په شينډنډ ولسوالۍ کې طالبانو موټر بم برید کړی

خپور شوی

د

د هرات ولایت سیمه ییزو چارواکو ویلي، چې نن سهار ( د وري ۲۳) طالبانو د شینډنډ ولسوالۍ په شوروردګ سیمه کې د ملي اردو پر پوستې موټر بم برید ترسره کړی دی.

د هرات والي وحید قتالي دغه پېښه تائید کړې او وایي، چې په ولسوالۍ کې نښتې شوي او د پېښې ځای ته تازه دمي ځواکونه استول شوي دي.

دا په تېره یوه میاشت کې د طالبانو درېیم موټر بم برید دی، چې په دې ولسوالۍ کې ترسره کیږي.

طالبانو تر دې دمه په دې اړه څه ندي ویلي.

تازه خبرونه

که په واک کې ښه چارواکي وای، د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته به خلکو آزاد تګ راتګ کاوه – اڅکزی

هغه په ​​یوه غږیزه خپرونه کې ویلي، چې نور هېوادونه لکه روسیه، جرمني او بریټانیا، له تاریخي جګړو سره – سره نن خلاصې پولې لري؛ یوازې یوه «کاغذي کرښه» یې ترمنځ پاتې ده او د څارنې او ارزونې هیڅ کومه سخته ارزونه نشته.

Published

on

د پاکستان په ملي شورا کې د اپوزیسیون مشر او د پښتونخوا د عوامي ملي ګوند مشر محمود خان اڅکزي ویلي، چې که ښه مشران په واک کې وای: نو د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې به خلکو آزاد تګ راتګ کولی شو.

هغه په ​​یوه غږیزه خپرونه کې ویلي، چې نور هېوادونه لکه روسیه، جرمني او بریټانیا، له تاریخي جګړو سره – سره نن خلاصې پولې لري؛ یوازې یوه «کاغذي کرښه» یې ترمنځ پاتې ده او د څارنې او ارزونې هیڅ کومه سخته ارزونه نشته.

اڅکزي زیاته کړې، کېدی شو؛ په سیمه کې ورته وضعیعت رامنځته شوی وای.

هغه ټینګار کړی: «دلته ستونزه څه ده؟ پنجابي په کندهار کې نڅا کوله او پښتانه دلته راتلل. که څه هم مونږ په ښکاره یو هېواد نه‌یوو، خو کولی مو شو په عمل کې یو هېواد واوسو.»

هغه د شوروي اتحاد او امریکا له‌خوا پر افغانستان د یرغل یادونه وکړه او څرګندوي؛ افغانستان حق لري، چې له دې هېوادونو د جګړې د زیانونو او بیارغونې لپاره د تاوان غوښتنه وکړي.

دې پاکستاني سیاستوال له پښتنو سره د پاکستان د حکومت پر چلند نیوکه کړې او ادعا کوي، چې په ځینو ښارونو لکه لاهور او کراچۍ کې هغوی نیسي او جبري ایستل کیږي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د کونړ زلزله‌ځپلو ته په ننګرهار کې نمرې وویشل شوې

د دې وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ یاد ښارګوټی د معیاري ښاري پلان له مخې طرحه شوی، چې په کې د اوسېدو د نمرو تر څنګ سړکونه او بنسټیزې آسانتیاوې په پام کې نیول شوې دي.

Published

on

د کور او ښار جوړولو وزارت د کونړ ولایت هغو زلزله‌ځپلو کورنیو ته، چې د وروستۍ زلزلې له کبله یې کورونه ویجاړ شوي وه؛ د ننګرهار ولایت د ښېوې ولسوالۍ د ګمبیري د اړوند سیمې په ۱۰۰۰ جریبه ځمکه کې د نوي جوړ شوي ښارګوټي استوګنیزې نمرې وېشلي دي.

د دې وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ یاد ښارګوټی د معیاري ښاري پلان له مخې طرحه شوی، چې په کې د اوسېدو د نمرو تر څنګ سړکونه او بنسټیزې آسانتیاوې په پام کې نیول شوې دي.

دغه راز په دې ښارګوټي کې د ښوونځي، مدرسې، جوماتونو، روغتیایي کلینیک او هدیرې لپاره ځانګړې ځمکې پر نښه شوې دي، چې اوسېدونکو ته د یو منظم او باعزته ژوند بشپړ چاپېریال برابر شي.

خبرپاڼه زیاتوي؛ په همدې مناسبت جوړه شوې غونډه کې د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر نجیب‌الله حیات حقاني د ننګرهار ولایت د والي مرستیال مولوي غلام الرحمن حیدري، د علماوو شورا رییس او د زلزله‌ځپلو د مرکزي کمیسیون مشر شیخ خیر محمد فاروقي، د کونړ د جهادي مدرسې مشر شیخ عبدالقهار صدیقي، د ننګرهار ولایت د مقام استازی شمس العارفین او یو شمېر نورو مسوولانو ګډون کړی و.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر نجیب‌الله حیات حقاني دغو مراسمو ته په وینا کې ویلي؛ اسلامي امارت هڅه کوي، چې زلزله‌ځپلې کورنۍ پیاوړې کړي او د ټولنې د فعالو غړو په توګه یې وروزي، چې د مرستې له اخیستونکو څخه د مرستې کوونکو کچې ته ورسېږي.

نوموړي د دې پلان پر ارزښت ټینګار وکړ او وایي: دا «پلان هغه ګټوره نسخه ده، چې خړه دښته د سرو زرو پر ارزښت بدلوي او د انساني ټولنې د پرمختګ لپاره عملي کېږي.»

ویل کیږي، چې د ننګرهار ولایت د مقام استازي شمس العارفین څرګنده کړې، چې د ننګرهار ولایت مقام د زلزله‌ځپلو د ملاتړ او د یاد ښارګوټي د ښه مدیریت لپاره د هر راز همکاریو ډاډ ور کړ.

Continue Reading

تازه خبرونه

د افغانستان علماوو د مولانا محمد ادریس «شهادت» ستره ضایعه وبلله

د افغانستان علماوو د خواخوږۍ او خواشینۍ په پیغام کې راغلي:« د علماوو له منځه وړل ستر ظلم دی، چې د الله تعالی د قهر او غضب سبب ګرځي او د نه بښلو جرم ګڼل کېږي. مونږ د افغانستان علما دا ډول کړنې غندو او ردوو.»

Published

on

Last Updated on: غویی ۱۷, ۱۴۰۵

د افغانستان علماوو د پاکستان د دیني عالم مولانا محمد ادریس «شهادت» ستره ضایعه بللې او د هغه پر مړینه یې د نړۍ ټولو علماوو ته؛ په ځانګړي توګه یې د پاکستان جمعیت علمای اسلام ته د خواخوږۍ او خواشینۍ مراتب وړاندې کړي دي.

د افغانستان علماوو د خواخوږۍ او خواشینۍ په پیغام کې راغلي:« د علماوو له منځه وړل ستر ظلم دی، چې د الله تعالی د قهر او غضب سبب ګرځي او د نه بښلو جرم ګڼل کېږي. مونږ د افغانستان علما دا ډول کړنې غندو او ردوو.»

افغان علماوو د پاکستان او افغانستان له حکومتونو څخه غوښتني، چې د علماوو د پر نښه کولو مخه دې ونیسي.

مولانا محمد ادریس پرون (سې‌شنبه د غویي پېنځلسمه) د پاکستان د خیبر پښتونخوا ایالت د چارسدې د اتمانزو دارالعلوم ته پر لاره په یوه وسله‌وال برید کې وژل شوی دی.

د یادونې ده، چې د مولانا محمد ادریس د جنازې لمونځ پر همدې ورځ د مازیګر ۵:۳۰ ادا او په ​​پلرني کلي( د چارسدې تورنګزيو) کې خاورو ته وسپارل شو.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!