سیمه ییز خبرونه
د هلمند د ملي اردو له روزنيز مركز څخه زر تنه سرتېري فارغ شول
په هلمند كې د ۲۱۵ ميوند قول اردو له روزنيزمركز څخه ۱۰۰۰ سرتېري د پنجشنبې په ورځ فارغ شول، چې د مسوولينو په وينا:
سلگونه سرتېري به يې د دې قول اردو په څلورمه لوا كې پر دندو وگمارل شي.
چارواكو په ډاگه كړې، چې له نوموړي مركزڅخه د سرتېرو د فراغت دا اومه دوره ده، چې په هره دوره كې په همدې شمېر سرتېري فارغ شوي دي.
په هلمند كې د ۲۱۵ ميوند قول اردو كوماندان تورن جنرال سيد ملوك وايي، چې يادو سرتېرو ته دوه نيم مياشتې پوځي او كاري روزنه وركړشوې، چې پېنځه سوه تنه يې سرتېري دي او پاتې نور په بېلابېلو اړوند برخو كې مسلكي كسان دي.
هغه وايي، چې:
له يادو سرتېرو څخه ۳۰۰ تنه د دې قول اردو په څلورمه لوا كې پر دنده گمارل كيږي اونورسرتېري د هېواد نورو قول اردوگانو ته ليږدول كيږي.
د نوموړي په وينا:
د دغه قول اردو روزنيزمركز د ملي اردو په كچه لوموړى نوم لري او د ملي اردو ډېري سرتېري په همدې مركز كې روزل كيږي.
د دې قول اردو نورمسوولين هم وايي، چې:
په دې روزنيز مركز كې روزل شويو سرتېرو په هرډول حالاتو كې د دندې د ترسره كولو وړتيا ترلاسه كړې ده.
د دوى په وينا:
د روزل شويو سرتېرو د فراغت دا اوومه دوره ده، چې تر دې وړاندې يې هم د ملي اردو زرگونه سرتېري روزلي او دندو ته ليږل شوي دي.