تازه خبرونه
د هند د یوه پوهنتون په لیلیه کې پر لمونځ کوونکیو برید شوی
هندي رسنیو خبر ورکړی، چې تېره شپه د ګجرات پوهنتون په لیلیه کې یوې ډلې د لمانځه پر مهال د یوه افغان په ګډون پېنځه بهرني زدهکړیالان ټپیان کړي دي.
د ان ډي ټي وي د څرګندونو له مخې؛ زدهکړیالانو ویلي، چې د ګجرات پوهنتون په انګړ کې جومات نشته، نو له همدې کبله دوی د تراویح لمونځ د لیلیې دننه ادا کاوه.
دوی زیاته کړې، چې دا ډله ییز برید پر چړو او کوتکونو ترسره شوی دی.
یوه افغان زدهکړیال ویلي؛ برید کوونکیو د خپلو شعارونو تر څنګ پوښتل، چې چا په لیلیه کې دننه د لمانځه د ادا کولو اجازه ورکړې؟!
دغه افغان زیاته کړې: هغوی، د لیلیې په خونو کې دننه پر مونږ بریدونه وکړل. دوی مو لپټاپونه، ټیلیفونونه او موټرسایکلونه هم راویجاړ کړل.
هغه وایي: په دې بريد کې يو افغان، يو سريلانکايي، يو ترکمن او دوه د افريقايي هېوادونو وګړي ټپیان شوي دي.
د دغه زدهکړیال د څرګندونو له مخې؛ پولیس له پېښې نیم ساعت وروسته هغه مهال راورسېدل، چې برید کوونکي پر تېښته بریالي شوي وه. ټپي زدهکړیالان په روغتون کې بستر دي او سفارتونو ته یې خبر ورکړ شوی دی.
د هند د ولسي جرګې غړي او د هند د مسلمانانو ټولنې رییس اسدالدين اويسي دا پېښه غندلې او پوښتنه يې کړې، چې آيا د هند لومړی وزير نريندرا مودي او د هند د کورنيو چارو وزير اميت شاه به په دې اړه اقدام وکړي؟
هغه په ایکس پاڼه کې لیکلي؛ څومره له شرمه ډکه ده. هغه مهال ستاسې مذهبي شعارونه پورته کیږي، چې مسلمانان پر سولهییزه بڼه خپل مذهبي مراسم ترسره کوي. هغه وخت، چې تاسې د مسلمانانو پر لیدو بې موجبه غصه کوئ.
دغه راز څرګندوي: که دا ډلهییز افراطیت نهوي؛ نو بیا څه دی؟ دا د امیت شاه او نریندرا مودي ایالت او د زېږېدو سیمه ده. آیا دوی د قوي پیغام لیږلو لپاره مداخله کوي؟ زه فکر نه کوم. د مسلمانانو ضد کورنۍ کرکه د هند نیک نیتي له منځه وړي.
د ګجرات د کورنیو چارو وزیر پولیسو ته امر کړی، چې د دغه برید عاملین ونیسي.
دا په داسې حال کې ده، چې په واشنګټن کې یوې څېړنیزې ډلې څرګنده کړې؛ په روان ۲۰۲۴ ز. کال کې د ۲۰۲۳ کال د دوهیمې نیمايي پر پرتله د مسلمانانو پر وړاندې د هندوانو کرکه ۶۲ سلنه زیاته شوې ده.
تازه خبرونه
د افغانستان او پاکستان ترمنځ تاوتریخوالی خطرناک پړاو ته رسېدلی – د بحران نړیواله ډله
د یاد بنسټ د خبرپانې له مخې؛ په کابل کې د تېرې اوونۍ د روږدو کسانو د درملنې پر روغتون خونړی برید د تاوتریخوالي د زیاتېدا د عطف ټکی و او د جګړې کچه یې د پام وړ زیاته کړې ده.
تازه خبرونه
د پاکستان پوځي رژیم یو ځل بیا اوربند مات کړ
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ ټپي شوې یوه ښځه ده.
د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت ويلي؛ نن یکشنبه( د وري دوهیمه ) سهار ۹:۳۰ د پاکستاني پوځي رژیم لهخوا د هاوان توغول شوې مرمۍ د کونړ ولایت د ناړۍ ولسوالۍ د شانپت په اړوند سیمه ولګېدې، چې له کبله یې یو ملکي وګړی شهید او یو بل ټپي شوی دی.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ ټپي شوې یوه ښځه ده.
دغه راز فطرت زیاته کړې، چې د پاکستان پوځي رژیم ملېشو د پکتیکا ولایت په شکین ولسوالۍ کې هم د ملکي وګړو پر موټر ډزې کړې؛ خو په دې پېښه کې چاته مرګ ژوبله نده اوښتې.
د پاکستان حکومت له دې مخکې اعلان کړی و، چې پر افغانستان به یې بریدونه د کوچني اختر په مناسبت د دوشنبې تر شپې پورې ځنډېدلي شوي وي.
تازه خبرونه
د اسلامي امارت یوه غړي په برلین کې د افغانستان سفارت چارسمبالي پر غاړه اخیستې
د راپور له مخې: نبراسالحق عزیز نومي یو کس، چې له اسلامي امارت سره تړاو لري؛ د تېر کال په جولای کې د آلمان حکومت پر خوښه د قونسلګرۍ د عادي کارمند په توګه برلین ته تلی دی. د هغه رسمي دنده د افغان کډوالو په ایستلو کې مرسته کول ول.
د آلمان ایآرډي ټلویزیون راپور ورکړی: د اسلامي امارت یوه غړي پرته له دې، چې د جرمني حکومت خبر شي؛ په برلین کې د افغانستان سفارت چارسمبالي پر غاړه اخیستې ده.
د راپور له مخې: نبراسالحق عزیز نومي یو کس، چې له اسلامي امارت سره تړاو لري؛ د تېر کال په جولای کې د آلمان حکومت پر خوښه د قونسلګرۍ د عادي کارمند په توګه برلین ته تلی دی. د هغه رسمي دنده د افغان کډوالو په ایستلو کې مرسته کول ول.
د راپور د څرګندونو له مخې؛ هغه په ورته وخت کې د اسلامي امارت لهخوا په برلین کې د افغانستان د سفارت د څارنې پر غاړه اخیستو لپاره غوره شوی و.
په راپور کې راغلي؛ دا کس اوس د سفارت د چارسمبالي په توګه کار کوي او په کابل کې د اسلامي امارت له بهرنیو چارو وزارت سره په اړیکه کې رسمي اسناد لاسلیک کوي.
دغه راز پخوانی چارسمبالی عبدالباقي پوپل له خپلې دندې لرې شوی او د هغه رول تر ډېره تشریفاتي بڼه پیدا کړې ده.
آلمان د اسلامي امارت حکومت پر رسمیت نهپېژني.
د آلمان بهرنیو چارو وزارت ویاند اعلان کړی، چې د افغانستان په استازولیو کې د ادلون بدلون په اړه وزارت ته راپور ورکړ شوی ندی.
د یادونې ده، چې له دې مخکې اسلامي امارت د آلمان په بن کې د افغانستان د قونسلګرۍ د فعالیتونو کنټرول په لاس کې اخیستی و.
-
سیمه ییز خبرونه5 days agoایران د لاریجاني له وژنې وروسته پر تل ابیب خپل کلسټر توغندي وتوغول
-
تازه خبرونه5 days agoپاکستان د هند او افغانستان د اړیکو له عادي کېدا سره مخالف دی – سهیل شاهین
-
څار4 days agoڅار: پر افغان ملکي وګړو د پاکستاني بریدونو پایلې
-
تحول4 days agoتحول: د پاکستان پر بریدونو روان غبرګونونه
-
تازه خبرونه5 days agoامیر خان متقي د اسلامي امارت له خپلو بهرنیو استازولیو سره انلاین ناسته ترسره کړه
-
تازه خبرونه5 days agoپاکستان دې د کابل د روږدو پر روغتون برید وڅېړي – مسلمان علماء
-
تازه خبرونه18 hours agoد اسلامي امارت یوه غړي په برلین کې د افغانستان سفارت چارسمبالي پر غاړه اخیستې
-
لوبی19 hours agoپه کوکپر نړیوالو سیالیو کې د وزلوبې ملي لوبډله درېیمه شوه
