تازه خبرونه

د هېواد په شمال کې د تېرې شپې زلزلې له ۳۵۰ څخه ډېرو کسانو ته مرګ او ژوبله اړولې

د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان امرخیل ويلي: د تېرې شپې په زلزله کې، چې سمنګان او بلخ ولایتونه یې ولړزول؛ لږ تر لږه ۲۰ کسان مړه شوي او ۳۲۰ نور ټپیان دي.

Published

on

تېره شپه یوې نسبتاً قوي زلزلې د افغانستان د شمالي سیمو ځینې برخې؛ په ځانګړي توګه سمنګان او بلخ ولایتونه ولړزول او درانده ځاني او مالي زیانونه یې واړول.

د لومړنیو معلوماتو له مخې؛ په سمنګان ولایت کې له ۲۰ څخه ډېر کسان شهیدان او له ۲۰۰ څخه ډېر نور ټپیان شول.

دغه راز د بلخ ولایت سرچینې وايي، چې د دې پېښې له کبله اته کسان شهیدان شوي او له ۱۱۰ څخه ډېر نور ټپیان دي.

د دې زلزلې مرکز د سمنګان ولایت په خلم ولسوالۍ کې ثبت شوی دی.

سیمه ییز چارواکي تائیدوي، چې تر اوسه پورې په دې سیمه کې له ۷۰ څخه ډېر کورونه ویجاړ شوي دي.

د جي‌اف‌زید زلزلې پېژندنې مرکز د څرګندونو له مخې؛ زلزله د رښتر پر کچه ۶.۳ درجې وه او د هندوکش غرونو ختیځ ته د ۱۰ کیلومټره په ژوروالي کې رامنځته شوې ده.

سیمه ییز چارواکي خبرداری ورکوي، چې په لرې پرتو سیمو کې د ځاني زیانونو د زیاتوالي شونتیا ډېره ده.

د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان امرخیل ويلي: د تېرې شپې په زلزله کې، چې سمنګان او بلخ ولایتونه یې ولړزول؛ لږ تر لږه ۲۰ کسان مړه شوي او ۳۲۰ نور ټپیان دي.

د هغه په ​​وینا، طبي ټیمونه د پېښې ځای ته رسېدلي او د عامې روغتیا وزارت ټولو نږدې روغتونونو ته امر شوی، چې په بشپړ ډول چمتو وي او د ټپیانو درملنه وکړي.

ژغورونکي ځواکونه او طبي کارکوونکي زمونږ د خلکو د ژوند ژغورلو لپاره کار کوي.

Trending

Exit mobile version