سیمه ییز خبرونه
د ولسي جرگې يوشمېرغړي د اوبو او بېښنا د وزير پراستيضاح ټينگاركوي
د ولسي جرگې يوشمېرغړي وايي، چې:
د اوبو او برېښنا د وزيراستيضاح د دوشنبېپه ورځ(د ليندۍ۱۳) د اجنډا يوه برخه ده، خو د ولسي جرگې يو شمېر نورغړي بيا وايي، چې:
د كابينې وزيران د اساسي قانون له مخې بايد ملي گټو ته د وفادارۍ لپاره استيضاح شي.
د ولسي جرگې غړى كمان ناصر اصولي وايي، چې:
د دغې جرگې شاوخوا دوه پنځوس غړيو د اوبو او برېښنا وزير د استيضاح لپاره لاسليكونه كړي او په پام كې ده، چې د دوشنبې په ورځ محمد اسماعيل خان د استيضاح لپاره ولسي جرگې ته راوغوښتل شي.
د ولسي جرگې غړى بكتاش سياوش بيا د اسماعيل خان د استضاح دليل روښانه نه بولي او ټينگاركوي، چې:
د كابينې وزيران بايد د اساسي قانون له مخې استيضاح شي.
بل خوا د ولسي جرگې غړې فوزيه كوفي له دولت څخه غواړي، چې:
راتلونكې ولسمشريزې ټاكنې بايد روښانه او رڼې ترسره شي.
د ولسي جرگې رييس عبدالروف ابراهيمي وايي:
په بغلان كې راولاړې شوې ستونزې بله هغه موضوع وه، چې د ولسي جرگې د شنبې(د ليندۍ۱۱) ورځې په عمومي غوڼده كې پرې خبرې وشوې.
د ولسي جرگې غړي په داسې حال كې، چې په ياده پېښه كې د دولت پركړنو نيوكه كوي وايي، چې د بغلان پېښه يوه جنايي پېښه وه؛ خو په پېښه كې د ولسي جرگې د يو شمېرغړيو لاسوهنه د دې لامل شوه، چې دولت سيمه ته سرتېري وليږي او پېښه سياسي كړي.