تازه خبرونه
د ویانا د ناستې ګډونوال سرګردانه خلک دي – ذاکر جلالي
د دې غونډې ځینو ګډونوالو د حل یوازنۍ لار د بین الافغاني خبرو او مذاکراتو د بیا پیلولو لپاره دا یوه وروستۍ هڅه یاده کړې ده.
د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت یو چارواکي په اتریش کې د اسلامي امارت د مخالفانو د ناستې د ترسره کېدا په غبرګون کې ويلي؛ هغه خلک، چې له طرحې او ولسي ملاتړ پرته یې سترګې د بهرنیانو ملاتړ ته نیولي؛ له ناکامۍ سره مخ دي.
د بهرنيو چارو وزارت درېيم سياسي مشر ذاکر جلالي پرته له دې، چې د کوم ځانګړي کس نوم واخلي وايي: هیڅوک پر ازمویل شويو ناکامو څېرو پانګونې ته چمتو ندي او هغو، چې له طرحې او د خپلو خلکو له ملاتړ پرته یې د بهرنیانو ملاتړ ته سترګې نیولي؛ ماته یې خوړلې ده.
نوموړي په ایکس پاڼه کې د ویانا غونډې کډونوالو ته د سرګردانې ډلې خطاب کړی دی.
د بهرني چارو وزارت د درېیم سیاسي ریاست رییس ذاکر جلالي ویلي: هغوی، چې نه خپله طرحه لري او نه هم ولسي ملاتړ او نه هم له نړیوال سیاست څخه کوم درک لري؛ سره له دې یې بیا هم سترګې د بهرنیانو ملاتړ ته نیولي، ماته یې خوړلې ده. دغه سرګردانه ډله نه پوهیږي، چې د سیاست په بازار کې کوم خریدار نلري او هیڅوک حاضر ندي، چې پدې ازمویل شویو څېرو حساب وکړي.
د ویانا غونډه پرون په اتریش کې د اسلامي امارت د مخالفانو او مدني څېرو په ګډون جوړه شوې وه.
د دې غونډې ځینو ګډونوالو د حل یوازنۍ لار د بین الافغاني خبرو او مذاکراتو د بیا پیلولو لپاره دا یوه وروستۍ هڅه یاده کړې ده.
دا غونډه د دوحې د درېیمې ناستې په څنډه کې، چې د ملګرو ملتونو پر کوربتوب به جوړه شي؛ د ۷۰ سیاسي او مدني څیرو لهخوا د یوه ولسواک افغانستان لپاره د ویانا کنفرانس تر سرلیک لاندې جوړه شوې وه.
اړوند خبرونه:
د موجوده نظام په ساتلو کې باید بې پروايي ونهشي
هیڅوک د اسلامي امارت د سقوط په لټه کې نهدي – ملګري ملتونه
تازه خبرونه
د افغانستان او پاکستان ترمنځ تاوتریخوالی خطرناک پړاو ته رسېدلی – د بحران نړیواله ډله
د یاد بنسټ د خبرپانې له مخې؛ په کابل کې د تېرې اوونۍ د روږدو کسانو د درملنې پر روغتون خونړی برید د تاوتریخوالي د زیاتېدا د عطف ټکی و او د جګړې کچه یې د پام وړ زیاته کړې ده.
تازه خبرونه
د پاکستان پوځي رژیم یو ځل بیا اوربند مات کړ
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ ټپي شوې یوه ښځه ده.
د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت ويلي؛ نن یکشنبه( د وري دوهیمه ) سهار ۹:۳۰ د پاکستاني پوځي رژیم لهخوا د هاوان توغول شوې مرمۍ د کونړ ولایت د ناړۍ ولسوالۍ د شانپت په اړوند سیمه ولګېدې، چې له کبله یې یو ملکي وګړی شهید او یو بل ټپي شوی دی.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ ټپي شوې یوه ښځه ده.
دغه راز فطرت زیاته کړې، چې د پاکستان پوځي رژیم ملېشو د پکتیکا ولایت په شکین ولسوالۍ کې هم د ملکي وګړو پر موټر ډزې کړې؛ خو په دې پېښه کې چاته مرګ ژوبله نده اوښتې.
د پاکستان حکومت له دې مخکې اعلان کړی و، چې پر افغانستان به یې بریدونه د کوچني اختر په مناسبت د دوشنبې تر شپې پورې ځنډېدلي شوي وي.
تازه خبرونه
د اسلامي امارت یوه غړي په برلین کې د افغانستان سفارت چارسمبالي پر غاړه اخیستې
د راپور له مخې: نبراسالحق عزیز نومي یو کس، چې له اسلامي امارت سره تړاو لري؛ د تېر کال په جولای کې د آلمان حکومت پر خوښه د قونسلګرۍ د عادي کارمند په توګه برلین ته تلی دی. د هغه رسمي دنده د افغان کډوالو په ایستلو کې مرسته کول ول.
د آلمان ایآرډي ټلویزیون راپور ورکړی: د اسلامي امارت یوه غړي پرته له دې، چې د جرمني حکومت خبر شي؛ په برلین کې د افغانستان سفارت چارسمبالي پر غاړه اخیستې ده.
د راپور له مخې: نبراسالحق عزیز نومي یو کس، چې له اسلامي امارت سره تړاو لري؛ د تېر کال په جولای کې د آلمان حکومت پر خوښه د قونسلګرۍ د عادي کارمند په توګه برلین ته تلی دی. د هغه رسمي دنده د افغان کډوالو په ایستلو کې مرسته کول ول.
د راپور د څرګندونو له مخې؛ هغه په ورته وخت کې د اسلامي امارت لهخوا په برلین کې د افغانستان د سفارت د څارنې پر غاړه اخیستو لپاره غوره شوی و.
په راپور کې راغلي؛ دا کس اوس د سفارت د چارسمبالي په توګه کار کوي او په کابل کې د اسلامي امارت له بهرنیو چارو وزارت سره په اړیکه کې رسمي اسناد لاسلیک کوي.
دغه راز پخوانی چارسمبالی عبدالباقي پوپل له خپلې دندې لرې شوی او د هغه رول تر ډېره تشریفاتي بڼه پیدا کړې ده.
آلمان د اسلامي امارت حکومت پر رسمیت نهپېژني.
د آلمان بهرنیو چارو وزارت ویاند اعلان کړی، چې د افغانستان په استازولیو کې د ادلون بدلون په اړه وزارت ته راپور ورکړ شوی ندی.
د یادونې ده، چې له دې مخکې اسلامي امارت د آلمان په بن کې د افغانستان د قونسلګرۍ د فعالیتونو کنټرول په لاس کې اخیستی و.
-
سیمه ییز خبرونه5 days agoایران د لاریجاني له وژنې وروسته پر تل ابیب خپل کلسټر توغندي وتوغول
-
تازه خبرونه5 days agoپاکستان د هند او افغانستان د اړیکو له عادي کېدا سره مخالف دی – سهیل شاهین
-
څار4 days agoڅار: پر افغان ملکي وګړو د پاکستاني بریدونو پایلې
-
تحول4 days agoتحول: د پاکستان پر بریدونو روان غبرګونونه
-
تازه خبرونه5 days agoامیر خان متقي د اسلامي امارت له خپلو بهرنیو استازولیو سره انلاین ناسته ترسره کړه
-
تازه خبرونه5 days agoپاکستان دې د کابل د روږدو پر روغتون برید وڅېړي – مسلمان علماء
-
تازه خبرونه20 hours agoد اسلامي امارت یوه غړي په برلین کې د افغانستان سفارت چارسمبالي پر غاړه اخیستې
-
لوبی20 hours agoپه کوکپر نړیوالو سیالیو کې د وزلوبې ملي لوبډله درېیمه شوه


