سیمه ییز خبرونه

د ټاكنو خپلواك كميسيون پرقانون به وروستۍ خبرې بله اوونۍ وشي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

ټاكل شوې وه، چې د سه شنبې په ورځ(د لړم۲۳) په مشرانو جرگه كې د ټاكنو خپلواك كميسيون د تشكيل، دندو او واكونو قانون وروستى شوى واى؛ خو د دغه قانون د ځينو موادو پرسر د نظر د اختلاف له كبله راتلونكې اوونۍ ته پاتې شو.

د مشرانو جرگې ځينو غړيو د ټاكنو د شكايتونو په كميسيون كې د دوه بهرنيانو د غړيتوب په اړه اوس هم مخالفت څرگند كړ.

دا په داسې حال كې ده، چې سياسي گوندونو وړاندې له دې له قانون جوړوونكيو سرچينو څخه غوښتي ول، چې د ټاكنو نوى قانون تصويب كړي.

د ټاكنو خپلواك كميسيون د تشكيل، دندو او واكونو نوى قانون، چې ولسي جرگې څخه د تصويب لپاره مشرانو جرگې ته ليږل شوى، اوس هم په كې د ځينو موادو پر سر د مشرانو جرگې د غړيو ترمنځ د نظر اختلاف موجود دى.

د مشرانو جرگې غړي شېرمحمد اخندزاده او مير بهادر واصفي ټينگاركوي، چې:

د ټاكنو د شكايتونو په كميسيون كې دوه بهرنيان يوازې د څارونكيو په توگه د منلو وړدي.

د ديارلس سوه درې نويم كال د وري په مياشت كې د راتلونكيو ولسمشريزو ټاكنو له اعلان شوې نېټې سره هم ځيني غړي مخالف دي.

د مشرانو جرگې يو شمېر غړيو ټينگار كړى، چې:

دغه مهال په ځينو سيمو كې هوا سړه وي او خلك نه شي كولى د ټاكنو مركزونو ته ولاړشي.

د مشرانو جرگې لومړى نايب محمد علم ايزد يار وايي، چې:

په دې اړه به د ټاكنو خپلواك كميسيون مسوولين د تقنين كميسيون ته د معلوماتو لپاره را وغوښتل شي.

د مشرانو جرگې د يو شمېر غړيو په وينا:

د دغې جرگې د سه شنبې ورځې په غونډو كې د بې نظميو او د نظر د اختلافونو له كبله د دغه قانون د تصويب او يا هم رد موضوع راتلونكې اوونۍ ته پاتې شوه.

راتلونكيو ولسمشريزو ټاكنو ته كه څه هم يوكال او څلورمياشتې پاتې دي، خو د ټاكنو خپلواك كميسيون د تشكيل، دندو او واكونو قانون خپل قانوني مراحل نه دي وهلي.

Trending

Exit mobile version