سوداگري

د ټولګټو چارو وزارت د تورغونډۍ بندر د پراختیا او پانګونې له تړون خبر ورکړ

د دې وزارت د څرګندونو له مخې؛ دا تړون د افغانستان د ټولګټو چارو وزارت د اوسپنې‌پټلۍ مرستیال او د ترکمنستان د دیمیرول ګورلوشیک سهامي شرکت ترمنځ د ۵ میلیون ډالرو پر ارزښت لاسلیک شو.

Published

on

د ټولګټو چارو وزارت ويلي، چې د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د ریلي ټرانسپورټ د همغږۍ، دوه اړخیزو همکاریو پراخولو، ټرانزیټ زیاتولو او سوداګرو لپاره د آسانتیاوو د رامنځته کولو لپاره د تورغونډي بندر د پراختیا او پانګونې  یو تړون لاسلیک شوی دی.

د دې وزارت د څرګندونو له مخې؛ دا تړون د افغانستان د ټولګټو چارو وزارت د اوسپنې‌پټلۍ مرستیال او د ترکمنستان د دیمیرول ګورلوشیک سهامي شرکت ترمنځ د ۵ میلیون ډالرو پر ارزښت لاسلیک شو.

د دې تړون له مخې؛ ترکمن شرکت به د تورغونډۍ – هرات اوسپنې‌پټلۍ په لار کې د بار وړلو او کښته کولو لپاره د نویو زیرمو او ودانیو د ډیزاین او جوړولو مسوولیت ولري.

ویل کیږي، چې پر ياده پروژه د ترکمنستان هېواد له لوري پانګونه کيږي، چې د افغانستان په خاوره کې به د افغانستان د قوانينو او د ترکمنستان په خاوره کې به د ترکمنستان د قوانينو له مخې عملي کېږي او له بشپړېدو او ګټې اخيستنې وروسته به د پروژې ټول لګښت د همدې تاسيساتو له عوايدو څخه ترکمنستاني شرکت ته ورکول کيږي.

Trending

Exit mobile version