Connect with us

سوداگري

د ټولګټو چارو وزارت د تورغونډۍ بندر د پراختیا او پانګونې له تړون خبر ورکړ

د دې وزارت د څرګندونو له مخې؛ دا تړون د افغانستان د ټولګټو چارو وزارت د اوسپنې‌پټلۍ مرستیال او د ترکمنستان د دیمیرول ګورلوشیک سهامي شرکت ترمنځ د ۵ میلیون ډالرو پر ارزښت لاسلیک شو.

خپور شوی

د

د ټولګټو چارو وزارت ويلي، چې د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د ریلي ټرانسپورټ د همغږۍ، دوه اړخیزو همکاریو پراخولو، ټرانزیټ زیاتولو او سوداګرو لپاره د آسانتیاوو د رامنځته کولو لپاره د تورغونډي بندر د پراختیا او پانګونې  یو تړون لاسلیک شوی دی.

د دې وزارت د څرګندونو له مخې؛ دا تړون د افغانستان د ټولګټو چارو وزارت د اوسپنې‌پټلۍ مرستیال او د ترکمنستان د دیمیرول ګورلوشیک سهامي شرکت ترمنځ د ۵ میلیون ډالرو پر ارزښت لاسلیک شو.

د دې تړون له مخې؛ ترکمن شرکت به د تورغونډۍ – هرات اوسپنې‌پټلۍ په لار کې د بار وړلو او کښته کولو لپاره د نویو زیرمو او ودانیو د ډیزاین او جوړولو مسوولیت ولري.

ویل کیږي، چې پر ياده پروژه د ترکمنستان هېواد له لوري پانګونه کيږي، چې د افغانستان په خاوره کې به د افغانستان د قوانينو او د ترکمنستان په خاوره کې به د ترکمنستان د قوانينو له مخې عملي کېږي او له بشپړېدو او ګټې اخيستنې وروسته به د پروژې ټول لګښت د همدې تاسيساتو له عوايدو څخه ترکمنستاني شرکت ته ورکول کيږي.

سوداگري

د افغانستان او ایران سوداګریزې خونې د کندهار او خراسان رضوي د اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ

په دې لیدنه کې د ایران او افغانستان د سوداګرۍ خونې مشر محمود سیادت او د کندهار د صنایعو او کانونو خونې مشر سید سرور اماني هم ګډون درلود.

Published

on

 

د افغانستان او ایران د ګډې سوداګریزې خونې مشر الحاج کمال‌الدین توحید ایران ته په خپل سفر کې د خراسان رضوي ولایت له اقتصادي مرستیال جمشیدي سره لیدلي دي.

په دې لیدنه کې د ایران او افغانستان د سوداګرۍ خونې مشر محمود سیادت او د کندهار د صنایعو او کانونو خونې مشر سید سرور اماني هم ګډون درلود.

د افغانستان او ایران د ګډې سوداګریزې خونې مشر په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو( کندهار او خراسان رضوي ولایتونو) ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی او د خراسان رضوي ولایت اقتصادي پلاوي ته یې کندهار ته د سفر بلنه ورکړې ده.

په دې ناسته کې د دواړو ولایتونو د اقتصادي، صنعتي او سوداګریزو فرصتونو ترڅنګ، د قیمتي ډبرو او کرنیزو محصولاتو د پروسس په برخو کې د ګډې پانګونې پر فرصتونو هم خبرې شوې دي.

Continue Reading

سوداگري

د دوحې بهیر کاري ډلو دوه ورځنۍ ناسته په ترمذ کې پیل شوه

د بهرنیو چارو وزارت د اطلاعاتو او عامه اړيکورییس ضیا احمد تکل په ایکس‌پاڼه کې لیکلي؛ په دې ناسته کې د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د ملګرو ملتونو او نړیوالو کنفرانسونو رییس سید محی‌الدین سادات پر مشرۍ د امارت د اړوند ادارو پلاوي، د یوناما، نړیوالو بنسټونو، د دوحې بهیر د غړیو هېوادونو، د کوربه هېواد ازبکستان استازو، د خصوصي سکټور استازو او څانګوالو ګډون کړی دی.

Published

on

 

نن( پنجشنبه د لړم څوارلسمه ) د ازبکستان په ترمذ ښار کې د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې او د خصوصي سکټور د ملاتړ کاري ډلو دوه ورځنۍ ناسته پیل شوې ده.

د بهرنیو چارو وزارت د اطلاعاتو او عامه اړيکورییس ضیا احمد تکل په ایکس‌پاڼه کې لیکلي؛ په دې ناسته کې د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د ملګرو ملتونو او نړیوالو کنفرانسونو رییس سید محی‌الدین سادات پر مشرۍ د امارت د اړوند ادارو پلاوي، د یوناما، نړیوالو بنسټونو، د دوحې بهیر د غړیو هېوادونو، د کوربه هېواد ازبکستان استازو، د خصوصي سکټور استازو او څانګوالو ګډون کړی دی.

تکل زیاته کړې؛ په دې ناسته کې د افغانستان د کرنیزو محصولاتو د معیارونو، تصدیق او صادراتو ته د چمتووالي، بدیل معیشت او ټولګډونه اقتصادي ودې په اړه بحث او خبرې کیږي.

ویل کیږي، چې د ناستې ګډونوال به د خصوصي سکټور د پیاوړتیا، بازارونو ته پر لاسرسي او عملي همکاریو لارو چارو هم خپل اندونه وړاندې کړي.

Continue Reading

سوداگري

افغانستان او روسیه د سوداګریزو اړیکو او پانګونې د پراختیا هڅې کوي

عنایت‌الله صدیقي‌زي د چارشنبې پر ورځ( د ۱۴۰۵لمریز لېږدیز کال د لړم پر دیارلسمه ) د روسیې د ملي یووالي د ورځې پر مناسبت په هغه غونډه کې ګډون وکړ، چې په کابل کې د دې هېواد د سفارت له‌خوا جوړه شوې وه.

Published

on

 

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د خدماتو برخې مرستیال په کابل کې د روسیې له سفیر سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پر پراختیا او د پانګونې لپاره د نویو فرصتونو پر برابرولو خبرې کړې دي.

عنایت‌الله صدیقي‌زي د چارشنبې پر ورځ( د ۱۴۰۵لمریز لېږدیز کال د لړم پر دیارلسمه ) د روسیې د ملي یووالي د ورځې پر مناسبت په هغه غونډه کې ګډون وکړ، چې په کابل کې د دې هېواد د سفارت له‌خوا جوړه شوې وه.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د خبرپاڼې له مخې؛ صدیقي‌زي د دې غونډې په څنډه کې د روسیې له سفیر دمیتري ژیرنوف سره لیدلي او د کابل او مسکو ترمنځ یې د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو پر پیاوړتیا خبرې کړې دي.

په دې لیدنه کې دواړو لوریو د پانګونې د فرصتونو پر پراختیا، د سوداګریزو راکړو ورکړو زیاتوالي او افغان او روسي سوداګرو او پانګوالو ته د ډېرو آسانتیاوو برابرولو ټینګار کړی دی.

دغه راز د دواړو هېوادونو د خصوصي سکټورونو ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا، د اقتصادي همکاریو لپاره د نویو برخو پېژندل او د افغان او روسي سوداګرو ترمنځ د مستقیمو اړیکو رامنځته کول د دې لیدنې نور مهم موضوعات ول.

دا لیدنه په داسې وخت کې جوړیږي، چې له سیمه‌ییزو هېوادونو سره د اقتصادي اړیکو پراختیا او د بهرنیو پانګونو راجلبول د افغانستان د خصوصي سکټور له مهمو لومړیتوبونو څخه دي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!